تود جنګ او سړې اړېکې

دا يو روڼ حقيقت دی ، چې جنګ بدمرغي ده ، جنګ د ملت او هيواد د پاتې والي عمده لامل ده، جنګ د انسانانو مرګ دى، جنګ د حيواناتو مرګ دى او جنګ د نباتاتو مرګ دى نو بيا ولې جنګ او د څه له پاره جنګ؟ جنګ وراني او تباهي ده ، جنګ د جهالت او ناپوهۍ سره ياري ده او جنګ د خپل ځوان نسل او راتلونکي برخليک وژل دي نو بيا هم ولې جنګ او د څه له پاره جنګ؟ کله چې په هيواد کې د بن د پرېکړو سره سم يوه نوي سياسي اداره په وجود راغله نو هر افغان هيله درلوده چې نور يې له هيواده د جنګ او جګړې انسان خوړونکي او ويني زبيښوونکي بلا د تل له پاره کډه کوي، په دې دليل چې له يوې خوا افغانان له جنګه ستړي و او له بلې خوا هغه نړيوالې مرستې چې له افغانستان سره يې د کيدلو ژمنې وشوې اولس په دې هيله کړ چې نور نو وران او کنډوله هيواد په يو اباد او ښيراز هيواد بدليدونکى دى  خو وخت دا ثابته کړه چې د خلکو هيلې او ارزوګانې يوازې هيلې او خوبونه پاتې شول، په سرکې نسبي امنيت و او همدې نسبي امنيت څه نا څه د بيارغاونې کارونو ته هم زمينه برابره کړه، څه نه څه سړکونه، تعميرونه او نور داسې عمراني کارونه وشول چې اولس ته يې د ناهيلى پر ځاى يوه هيله ورکوله خو وروسته له لږې مودې له يوې خوا امنيتي وضعه بې خونده شوه او له بلې خوا په هغو ډالرو چې نړيوالو د هيواد د رغونې په موخه راليږل داسې پيشوګانې حاکمې شوې چې څوک يې په درک ونه پوهيدل چې څه ډول يې د خپلې خولې خوراک کړل، د قانونيت پرځاى زورواکي او خپل پلنې لمن پراخه کړه او بالاخره زمونږ ادارې په اداري فساد کې تر پوزې ډوبې شوې، نه له چا پوښتنه وشوه او نه هم چا په دې ملت باندې د ترحم لاس راتېر کړ، څوک د ملت په پيسو تر پاريسه ورسيدل او څوک د لوږې او فقرد لاسه  د خپلو بچيانو په خرڅولو مجبور شول، آخر دا کوم ډول عدالت او هيواد پالنه ده ، يو ورور يې له لوږې ساه ورکوي او بل يې په ماړه ګيډه له هسکو ماڼيو ننداره کوي. وايي يو وخت يو نفر دوه کسان وليدل چې دواړه د نس له درده چيغي وهي يو چا له يوه پوښتنه وکړه چې ته ولې چيغې وهې ، هغه ورته وويل هيڅ مې نه دي خوړلي له لوږې مې نس درد کوي، له دويم يې پوښتنه وکړه چې ستا پر نس څه شوي چې نارې وهې هغې ورته وويل چې ما خوراک ډير کړى نو ځکه مې ګيده درد کوي، اوس په افغانانو هم همغه حالت راغلى څوک فقر پسې اخيستي او د چا د خوراک ډول نه خوښيږي چې کوم ډول خوراک وکړي.
څو ورځې وړاندې مې په خبرونو کې واوريدل چې د پاکستان او افغانستان له پاره د اولسمشر اوباما ځانګړي استازي له اوسني اولسمشر کرزي سره ليدنه درلوده چې د خبرو مهمه موضوع يې هم تېرې شوي ټاکنې وې، کله مې چې دا خبره واوريده چې د ريچارد هولبروک او ښاغلي کرزي ترمنځ لفظي شخړه وشوه او هولبروک ليدنه پرېښوده نو باور وکړئ چې زړه مې يو ډول ټکان وکړ، هغه په دې نه چې ګواکې ددوى ترمنځ لفظي شخړه وشوه خو په دې ډير خفه شوم چې د دا ډول ناکامو خبرو تاوان به يو ځل بيا زمونږ اولس ورکوي، ايا اوس ددې وخت دى چې د اولس ستونزو او مشکلاتو په اړه سوچ وشي که ددې وخت ده چې د يو داسې چا پر وړاندې د مخالفت سنګر پياوړى شي چې تر ډيره حده يې په مرستو زمونږ اوسنۍ نظام چليږي ايا د امريکا سره د اولسمشر اختلافات به دومره ساده وي چې ښاغلى اولسمشر به ترې ځان په اسانۍ خلاص کړي ؟ ايا په دې وخت کې د امريکا سره اختلافات به موجوده نظام له جدي ستونزو سره لاس او ګريوان نه کړي؟ مونږ په يو داسې څاي کې قرار نه لرو چې اختلافاتو ته لمن ووهو بلکې مونږ او زمونږ هيواد د نړيوالې ټولنې هر اړخيزې مرستې ته اړتيا لري ښه به دا وي چې د اختلافاتو پر ځاى هره ستونزه د دپلوماسۍ په خواږه او نرمه ژبه د حل لار پيدا کړي، په اوسني وخت کې د دواړو لورو ترمنځ اختلافات د هيڅ لورې په ګټه نه ده ، نه افغانستان د نړيوالې ټولنې له مرستې پرته په پښو ودريدلي شي او نه هم نړيواله ټولنه او په ځانګړي توګه امريکا د افغانستان د دولت سره په اختلاف کې خپلې موخې تر لاسه کولاى شي نو لازم دادي چې د اختلاف پر ځاى هره ستونزه د تفاهم او ديپلوماسۍ په ژبه حل شي. که خبره په ټاکنو کې د درغليو وي نو ودې پلټل شي چې ريښتيني وخيږي هغه ټولې رايې دې باطلې اعلان شي، شک نه شته چې په ټاکنو کې هر چا د خپل نفوذ څخه ګټه پورته کړي که په جنوب کې د ښاغلي کرزي په ګټه شوي وي نو په شمال کې د دوه ګوني عبدالله په ګټه له توقع زياته درغلي شوي، دا وخت ددې نه ده چې هيواد په شمال او جنوب وويشو دا وخت ددې ده چې د هيواد د جنوب او شمال په ستونزو فکر وشي، په داسې حال کې چې د هيواد زياتره جنوبي سيمې له بې امنۍ رنځ وړي ښه به دا وي چې د مخالفت او اختلاف پر ځاي ددې موضوع د حل په اړه سوچ وشي، که په اوس وخت کې خداي مکړه هيواد د کوم ډول ګډوډۍ سره مخامخ کيږي نو تاوان افغانانو او نړيوالو دواړو ته رسيږي يو ځل بيا هم ټينګار کوم چې د اختلافاتو پر ځاي دې د ملت پر موجوده ستونزو او د هغوى څخه د ملت د خلاصون په لار فکر وشي.
                                                               ميرولي جان لکڼوال