له ټولو سره مرسته کوي

 
یو وخت و، چې خلکو به په لیکلو لیکلو ورځي شپې سبا کولي او چیرته به  یو نیم کتاب په ډېرو مشکلاتو ولیکل شو او ټولني ته به یې وړاندې شو. هغه وخت د بربریت ژوند و، د ژوند په ټولو برخو کې وروسته پاتې و، نه مو اقتصاد ښه و، چې د نورو هیوادو په شان د زده کړي بهیر چټک کړو او نه مو د لیکلو لپاره چاپ خونې درلودي او نه هم کوم بل څه چې معلومات تر لاسه کړو، ترڅو مو پوه او معلومات زیات شي.
پخوا که یوه چاپي رسنۍ وه، خو اوس یې شمیر ډېر شوی. مخکې مو یو کتاب درلوده او اوس یې په زرګونه کتابونه په لاس کې لرو. ددي نه معلومیږي، چې موږ د معنویاتو( زده کړه، پوه) په برخه کې ډیر پرمختګ کړی.
مخکې انټرنټ نه و، خو اوس تقریباً ۷۰٪  خلک ورته لاس رسی لري. دوی په یو نه یو ډول د ضرورته وړ مواد تر لاسه کولی شي. اوس که د یو چا معلومات پکار وي، نو کولی یې شي په اسانۍ يې تر لاسه کړي. هم د سایټونو او هم د کتابونو له لاري.
بریښنایي رسنۍ مو هم ماشاالله ښه په درز کې روانې دي.  مخکې تاند، نن ټکی اسیا، پژواک، باختر خبرې اژانس، روهي او داسې نورو د ولس لپاره خدمت کاوه، خو اوس په دي اخره کې لومړیتوب، مدار... او خوست په مختلفو ( اقتصادي، ټولنیز، سیاسي... او ادبي) برخو کې معلومات خپروي او زده کوونکي یې ښه په شوق شوق لولي.
دوی لیکوالان روزي. د نو کتابونو په اړه معلومات ورکوي. پر شعر او شعري ټولګو باندې کرکتني کوي. استادشپون، غضنفر، ښکلی، منلی... او غفور لیوال، هغه لیکوالان دي چې همیشه یې خپلو زده کوونکو ته نوي معلومات برابر کړي او د همدي چاپې او بریښنايي رسنیو له لاري خپاره شوي.
ددوی یوه ښیګڼه دا ده، چې د لیکوالو، شاعرانو... او نورو برخو کې لیکوالو سره ډیره مرسته کوي، چې لیکني یې خپرې شي. تشویق شي او په راتلونکي کې تري ستر ستر شخصیتونه جوړ شي.
دوی تعصب ته لمن نه وهي. د هر قوم او هر چا لیکني خپروي. هغه لیکنې نه خپروي، چې د ټولنې سره په ټکر کې وي، بلکې د ټولنې د اصلاح او د خلکو د پوهاوی لپاره د لیکوالو لیکنې خپروي.
د ټولو رسنیو د کامیابی په هلیه.