
چټک غبرګون_ننګرهار
رسنۍ د د افغانستان د دفاع وزارت د وياند ظاهر عظيمي له خولې وايي يوازې له وروستيو ٤٠ورځو راهيسې په افغانستان کې د يو شمېر پېښو له امله يوازې ٥٠٠ تنه ولسي او بې ګناه افغانان د بېلا،بېلو پېښو په ترڅ کې وژل شوي.
ماخو په ټلويزون نه دى ليدلى،خدايزده عظيمي به د دې خبرې د اعلان پر مهال څومره خوشاله و چې د مخالفينو په بريدونو کې يې د ولسي خلکو د وژلو خبر ورکوي،خوشاله به ځکه واى چې د دې خلکو وژل کېدل که دوى او مخالفو افغان ضدو ته يې کوم ارزښت نه لري خو يو د بل پر ضد تبليغاتي خبرو کې له داسې خبرو ډېره ګټه اخېستى شي او دا خو يو لوى وياړ دى!دومره وياړ چې افغان نومى اوسنى دولت ځان ديموکراته يا د ځينو په خبره د خلکو په خوښه حکومت او خپل مخالفين د خلکو وژونکي ګڼي.
څومره خواره شوې او ناوړه شوې دا نړۍ!
څومره څو مخه شوي دا خلک!
د هغه چا په وژلو چې الله تعالى يې په خپل سپېڅلي کتاب کې اشرف المخلوقات ګڼي،خپلې شومې،له شرمه ډکې او ناوړه موخې ترلاسه کوي.
دې ته وايي د طالبانو ظالمانو اسلام،شريعت،تقوا او پرهېزګاري اودى ته وايي د کرزي خېلو طالب شانو انسانپالنه،افغانپالنه،ديموکراسي او پرمختګ!
پر افغان بې وسه او بې کسه ولس فکر کوم چې داسې نارواوې به په تاريخ کې بې سارې وي،له يوې خوا ولس له دې وېرې چې بهرني ځواکونه يې ترهګر،وروسته پاتى،سخت دريځى،بنسټپاله او....ونه ګڼي او کورونه يې ونه پلټي،خويندې او ميندې يې بې عزته نه کړي په بلا وېره کې ژوند کوي،.....
او له بلې خوا له دې وېرې چې تش په نامه اسلام پاله طالبان ښاغلي پرې د ځان په شان د بهرنيو د لاسپوڅو ګومان ونه کړي،ځانمرګى بريد پرې ونه کړي،د ښار په ګڼه ګوڼه کې نه ګرځي،جوماتونو ته نه ځي،او تر دې چې له ډېرې مجبورۍ سره،سره په هغو ځايونو کې چې طالبان يې د شريعت خلاف بولي له لوږې نه مرګ ته له نېږدې والي سره،سره مزدوري او کار،روزګار نه کوي.
رهبران يې خرڅوي په سوداګرو
خداى دې مل شي د وطن او د ملګرو
((سيف الرحمن سليم))
اوس افغان ولس سره له دې چې پوهېږي تر استعمار لاندې دى،هېواد او ارزښتونه يې تر پردي ګواښ لاندې دي خو د تش په نومو کفار ضدو طالبانو ملتيا ځکه نه کوي چې پوهېږي هغوى هم د يو چا د لاس د آلې بڼه لري،همدوى دي چې د دغو بهرنيو پوځونو د راتګ پلمه يې رامنځته کړې او هم دوى دي چې د اسلام سپېڅلي نوم ته يې د ترهګرۍ او وېرونې مستعار نوم ورکړى.
زه يو ځل بيا د خپلو نورو ليکنو په دوام ښه په نره وايم چې د کمونېستي ښکېلاک له پيله رادېخوا د افغانانو په نوم په سياسي ډګر کې لوبيدونکي خلک څه په مستقيمه او شعوري ډول او څه په نا مستقيمه او نا شعوري توګه پردي پاله وو،پردي پالنه يې کړې،په يو نه يو ډول يې په افغان وژنه کې لاس لرلى،د دې چارې د پياوړتيا هڅه يې کړې،لا يې هم کوي،د بيا تمه هم ترې کېداى شي او په همدې ترې ولس خواشينى دى او کله به يې هم ونه بښي.
بيرته (نن)ته راځو نن د افغانستان په سياست کې ښکېل له مخې کورني او بهرني لاسونه بې له دې چې د افغانانو وينه،ارزښتونه،کلي،کورونه او حيا،عزت ورته ارزښت ولري،يوازې او يوازې خپلو ناوړو موخو ته د رسېدو لپاره په سياسي لوبو بوخت دي.
الله تعالى(ج)دې خپله پر دې بې پوښتنې ولس ورحميږي!
آمين