
دیوې نوې سروې له مخې چې د هندوستان په هېواد کې ترسره شوې ده په ډاګه کوي چې په پلاسټیکي لوښو کې خوراک کول د سر د ګنجي کېدو لامل کېږي.
دغه سروې چې د هند په بنګلور ایالت کې شوې ده په ډاګه کوي چې ۹۲٪ خلک چې دغه ناروغی لري په وینه کې یې د پلاسټیک مکروبونه دي په دغې سروې کې چې ۱۰۰۰ ناروغان لیدل شوي دي ۵۷۰ کسان نارینه او پاتې ۴۳۰ یې ښځينه دي چې د ټولو ناروغانو په وینه کې د بایی سفېنول مواد موجود و، چې دغه یاد مواد د پاسټیک جوړولو کې په کارېږي.
په یادو ناروغانو کې زیات هغه کسان و چې په دفترونو کې کار کوي او په پلاسټیکي لوښو کې خوراک کوي، دغه مواد یواځې د سر ويښتان له مینځه نه وړي بلکې د وینې نورې ناروغۍ هم پیدا کوي لکه د وینې کېنسر ، د وینې کموالی هم ورسره ملګری دی.
د دې ترڅنګ په پلاسټیکي لوښو کې اوبه ګرمول او بیا په هغې لامبل هم بدن ته زیان رسوونکي دي. نو باید د خوراک لپاره خپل لوښي شیشیي ، سټیل او یا هم ناشکند باندې بدل کړو. تر څو ځانونه مو له ډېرو ناروغیو ساتلی وي.