
محب سپین غر
د ولسمشرۍ له وروستیو خندوونکو ټاکنو سره په هیواد کې د سرچپه لیندۍ (کمان معکوس) بهیر لاپسې چټک شو. په ټاکنو کې د درغلیو او لاسوهنو ریکارډ دومره جګ دئ چې پخپله امریکایي ـ ناتویي چارواکي هم پرې سترګې نه شي پټولی. زه خو لا وایم چې د افغاني چارواکیو او ټاکنو د کمیسیون دا مهارت باید ان د ګینس د ریکارډونو په کتاب کې ثبت شي. زموږ اندیښنه په دې کې ده چې د درغلۍ په پایله کې په درې نیمو نومرو «بریالی» شوی درغل ولسمشر او د هغه راتلونکی حکومت به د هیواد په وړاندې سترې ستونزې او ننګونې په څه ډول هواروي؟
هیوادوالو ته مالومه ده چې امریکا او یاران یې نږدې اته کاله وړاندې په دې پلمه پر هیواد راننوتل چې القاعده او ترهګري شنډه او زموږ له پاره ولسواکه (دیموکراتیکه) ټولنه جوړه کړي، هغه هم د زور، ټوپک او اوس دا دئ ان د درغلۍ له لارې! هوښیارانو پخوا لا ویلي وو: چې نه کار هلته څه کار! د افغانستان قبیلوي ټولنه او په هغې کې د امریکايي ډوله دیموکراسۍ پلي کول یوه سوسیو لوژیکه تیروتنه ده. ورته تیروتنه څو کاله پخوا زموږ شمالي ګاوندي هم کړې وه. خو له زورورو سره د چا زور برابر دئ؟ دا دئ په تیرو اتو کلونو کې نه القاعده او ترهګري وځپل شوه او نه هم امنیت او دیموکراسي پلې
شوه. برعکس پر اداري، پوځي، اقتصادي او سیاسي فساد اوس ان یو دیموکراتیک فساد هم ور زیات شو او دا ټول د متمدنې نړۍ د تر ټولو غوره او هوښیارو کارپوهانو تر څارنې او جنډې لاندې! ه
د ۲۰۰۷ کال د جولای په میاشت کې مو د ملي راډیو ټلویزیون له پاره د «دیموکراسۍ او فساد» ترمنځ د تړاو په باب دوه ازمایښتي خپرونې جوړې او خپرې کړې، چې د عادي وګړیو په ګډون مو د محصلانو، استادانو، د علومو اکاډیمۍ د مسلکي غړیو، د پوهنې، کورنیو چارو او عدلیې وزارتونو او سترې محکمې د چارواکیو لیدونه او نظرونه په کې پوښتلي وو او دغه ګواښ ته مو د افغان چارواکیو پام وراړولی و. په پام کې وه چې د ولسمشر ښاغلي کرزي لید هم و پوښتو، خو نوموړي د زیاتې بوختیا له کبله له موږ سره خبرو ته وخت و نه موند. زموږ د خپرونې موخه دا وه چې افغان چارواکي په هیواد کې له روان ناورینو د خلکو له ستونزو او اندیښنو نه خبر کړو او دغه راز د افغان بهیر د نړیوالو ملاتړ کوونکیو پام دې ټکي ته ور واړوو چې دولتي فساد له وسله والو مخالفینو څخه لا زیات او بوګنوونکی ګواښ دئ. زموږ استدلال دا و چې: فساد ځکه خطرناک دئ چې هغه د مخالفانو له خوا نه، بلکې پخپله د دولت او د هغه د پلویانو له خوا پلی کیږي او په پایله کې یې ولس د دوی پر مرستو او شعارونو بې باوره کیږي. خو داسې بریښي چې زموږ دغه عاجزانه پیغام د افغانستان کورنیو او بهرنیو چارواکیو وا نه ورید. ه
د ولسمشرۍ وروستیو ټاکنو زموږ اندیښنه له دې امله لاپسی زیاته کړې چې پر نورو فسادونو یې د «دیموکراتسۍ» فساد هم ورزیات کړ او ان قومي او ژبنیو تربګنیو ته یې لاره پراخه کړه. د ټاکنو سرکاري پایله چې هر څه وي، په څو ورځو کې به په کاسه کې راووځي، خو له هغو نه همدا اوس پیښ ګواښ په دې کې دئ چې په هیواد کې د قانون تش په نامه واکمني او د سیاسي شخړو د هوارولو مشروع میکانیزمونه او مرجعګانې یې د ملنډو کچې ته راټیټې کړې. ه
د ښاغلي کرزي په ټیم کې د طالب ضد څیرو پیاوړتیا او د ښاغلي عبدالله او پلویانو له «پرتمه» ډکه مطرح کیدنه، چې له طالبانو سره د دښمنۍ تاریخ لري، ښایي له وسله والو مخالفانو سره د سولې او روغې جوړې راتلونکی بهیر له لا زیاتو ستونزو سره مخامخ کړي. د دې کار یوه پایله به دا وي چې د درغلیو او معاملو په پایله کې منځته راغلی حکومت به نامشروع، کمزوری او بې له شکه د خلکو له رغنده ملاتړ څخه بې برخې وي. ه
دا کار به ولس د ټاکنې له یوې سختې ستوتزې سره مخامخ کړي: ایا له «جګړه مارو او ترهګرو» طالبانو سره ودریږي او که له فاسد، بلواکي او درغل دولت سره؟ّ
د دیموکراتیک فساد بله «لاسته راوړنه» به دا وي چې امریکا او خاله ناتو به اړې وي پر کارغانو کرکان (مړران) ونیسي، چې دا کار نه د افغانستان په تیر تاریخ کې کومه مخینه او سابقه لري او نه هم ښایي په راتلونکې کې لویدیځ دا ریکارډ د ګینس په کتاب کې پخپل نوم راجستر کړی شي. ه
اته کاله مخکې د افغانانو هیله دا وه چې د لویدیځ له سیاسي – اقتصادي مرستو سره به اوس که خیر وي «بابا غوښه ډوډۍ راوړي». خو د ولس دې هیلې له بده مرغه د بې ساري فساد، درغلیو او کڼو او ړندو بمباریو له کبله د غوړیدا پر ځای د خاورې رنګ خپل کړ. د امریکا – ناتو په راتګ سره جګړه نه یوازې په تیر مهال او ماضي
وا نه وښته، بلکې له بده مرغه دا دئ بلې لسیزې ته د ورننوتو په درشل کې ده. وروستۍ ټاکنې له دې بدمرغه زیري سره ملې دي، چې امریکا او ناتو به له دې وروسته هڅه کوي څو تر خپل ملاتړ لاندې د درې نیمو نومرو تنبل او درغل دولت نه یوازې پر مخالفانو په زور ومني، بلکې پر افغان ولس یې هم وتپي. خو افغانان وایي چې: وروري به کوو، خو حساب تر منځه. او یا دا چې: (امریکا خورې) په زور کلي نه کیږي! په هر حال د جګړې او تاوتریخوالي د دوام په حال کې خبره ښایي هرو مرو دې تناقض (پارادوکس) ته ورسیږي، چې د ولسواکۍ تر نامه لاندې به زورواکي چلیږي. ه
هو، د حل لارې هم شته او یوه یې دا ده چې اته کاله وړاندې په بن کې راپیل شوی کوږ بهیر باید بیرته سم لوري ته ور وګرځول شي او په هیواد کې د سولې، امنیت او بیاودانولو د چارو مشري او څارنه ملګرو ملتونو او اسلامي کنفرانس ته وروسپارله شي، داسې چې د امنیت شورا له لارې له ګاونډیو هیوادونو څخه په افغانستان کې د نه لاسوهنو روښانه او ډاډمن ضمانتونه او ورسره جوخت د افغانانو ډاډ او باور هم تر لاسه شي. پخپله امریکا – ناتو دا کار ځکه نه شي کولی، چې دوی زموږ له ځینو ګاونډیانو سره دښمني او تربګني لري او د مور او میرې سلوک ورسره کوي. ه
امریکا او یارانو یې په افغانستان کې هغه جاجونه او مفاهیم پخپله ککړ او بې باوره کړل چې د روانې لسیزې په پیل کې د هغو د پلي کولو په موخه د افغانانو په خاوره راوبلوسیدل. هغه شعارونه ازادي، دیموکراسي، د بشر د حقونو سمبالښت او د قانون واکمني وه. که د هیواد حالت په همدې توګه دوام ومومي، نو دا شعارونه خو څه، چې ان د سرچپه لیندۍ کانه لا له امکانه لیری نه بریښي، ځکه چې اوس افغان واکمنو او د هغوی بهرنیو ملاتړکوونکیو ځانونه پخپله په نښه کړي او د لیندۍ مخه یې ځانته وراړولې ده. ه
هغه څه چې په اوس وخت کې په سولې او امنیت پورې اړه لري، نو موږ وینو چې د
سیمه ییزو او نړیوالو سیالیو په ټس کې دا دئ څو کاله کیږي چې زموږ هیواد د اور او زور قرباني دئ او ځینې نور ورته لاسونه تودوي. په هیواد کې د امنیت نشتوالی خو موږ هره ورځ پخپلو سترګو وینو او د بل چا شاهدۍ او تصدیق ته اړتیا نه لري. ځکه نو: امنیت آنست که کاکو ګوید، نه که خاله ناتو! ه
۳۱-۸-۲۰۰۹ جرمني