كانديدان اونړيواله ټولنه  بايددافغان ولس درايو درناوى وكړي

 
دانتخاباتو اودرايو شمېرلو پرمهال ،دكانديدانوله خوا پريو اوبل دتورونو لګول يوه طبيعي خبره ده او داكار په هغو هېوادونو كې هم معمول دى چې ددموكراسۍ اوږدې تجربې لري.
كه چېرې دجمهوري رياست ته ښاغلي كانديدان ،دولس اراده اورايې په ورين تندي ومني اويايې ونه مني ،خوتركومه ځايه چې درايو قسمي شمېرې ښيي، خلكوپه ملي مسووليت سره خپلې رايې استعمال كړي.
 ځكه زموږ هركانديد دهېواد په هره سيمه كې په ټاكلي شمېركى رايې لري.اودرايو شمېرنې په وروستي پړاوكې چې دانتخاباتودخپلواك كميسيون له خوا اعلانېږي، ګټونكى به په  ډاګه شي.
دافغانستان خلكوته اوس داخبره مهمه ده، چې ولې زموږ دښاغليو كانديدانو دانتخاباتي مركزونو دمسوولينو له خوا دخلكو په رايو ددرغليو نوم اېښودل كېږي ،اوپه تېره بيا زموږ دهغو سيمو هېواد والو چې ددښمنانو دبمونو،ماينونو اوراكټونو،پرواونه كړه، درايو وركولو مركزونو ته لاړل اوخپلې رايې، يې دخپل نظر وړكانديد ته وركړې.
اوداتورونه ددې سبب شوي چې بهرنيان زموږ د ولس په برخليك ټاكلوكې مداخله وكړي اوخپل نظر پرولس ومني.
پخوانى لبرال دموكرات لار ډا شډاون چې سياسي كارپوه اوجامعه شناس دى وايي چي دامريكا له خوا دافغانستان پر انتخاباتو نيوكه به يوازې له طالبانو سره مرسته وكړي.
هغه په انتخاباتوكې د درغليو په اړه وويل:“ چې دملګروملتوپه مرسته ددې ستونزې حل له پاره خپلې لارې چارې لري،اودابه ښه وي چې موږ پرېږدوچې دوى په خپله داستونزه حل كړي،تردې چې موږ پرې نامناسبې تبصرې وكړو.“
ښاغلى اشډاون خپله اندېښنه په ډاګه كوي،چې دامريكا ګوتنيوني كولاى شي ددي ټول بهيرمشروعيت له منځه يوسي،امريكا له ډېرپخوادكرزي پراوسنۍ ادارې نيوكې كوي.
راځو دې ته چې دجمهوري رياست دانتخاباتو كومې پايلې چې تراوسه اعلان شوې په هغوكې لادمخه كرزى وړاندې دى.
بايد ووايوچې دغه بريتانوي سياستوال سره له دې چې له افغان چارواكيو په تېره بيا له ښاغلى كرزي څخه به ښه زړه هم ونه لري خو دده دغه څرګندونې ډيرې پرځاى دي. ځكه چې همدااوس دافغانستان دانتخاباتو په ا ړه چې دنړيوالې ټولنې په تېره بيا دښاغلي هالبروك لخوا كومې هڅې روانې دي په ټوليزه توګه دافغان ولس درايو درناوى پكې ترپښو لاندې كېږي . بايد نړيوال دوخت دغه حساسيت په نظركې ولري چې په افغان ولس كې همدااوس دنړيوالې ټولنې دكړو وړو ، دريځونو او عجيبو او غريبو څرګندونو په اړه په ټوليزه توګه دولسواكۍ داوسني بهير په باب بدګوماني پيداشوېده . په كابل كې د امريكا پخواني سفير لادمخه ويلې چې كرزى بايد دافكر ونه كړي چې دى  وړونكى دى. خوښاغلي نيومن داهېركړي وو چې دزمري په ۲۹ نېټه دملګروملتونو سرمنشي ، دامريكې جمهوررئيس ، د فرانسې جمهور رئيس ، دآلمان صدارعظمې اودناتو سرمنشي اويوشمېر نورو نړيوالو سياسي شخصيتونو دافغانستان دخلكو په نامه دټاكنو دبري په ا ړه خپلې مباركۍ اعلان كړې.
 دلته ددې خبرې يادول هم په كاردي چې دټاكنو دپايلو له شمېر نو او اعلان او دپايلو له دقيق اټكل څخه دمخه دامريكې دجمهور رئيس استازي ښاغلي هالبروك ددوهم پړاو ډنډورې اوچتې كړې،آيا دا دامعنا نه لري چې امريكا هرڅه غواړي هغه كوي او ټاكنې،دخلكو اراده او رايه ورته هېڅ معنا نه لري.
دجمهوري رياست دانتخاباتو كومې پايلې چې تراوسه اعلان شوي په هغوكې لادمخه كرزى وړاندې دى.
ښاغلى اشډاون داهم وايي چې  دپښتنې قبايلو چېرته چې كرزى ډېرملاتړلري،منزوى كول غيرعاقلانه كاردى،كه خبره داسې وي چې امريكا په يوه مخ انتخابات غيرمشروع اعلان كړي نو زموږ داوړتيا چې بېرته وكولاى شو دپښتنې قبايلو ملاتړ ترلاسه كړو،كمزورى شوى،په افغانستان كې زموږ دپاتې لامل دجمهور رئيس كرزي په ناوړتياكې نه ده نغښتې ، بلكې په دې كې نغښتى ده چې موږ ونشواى كړاى په نړيواله ټولنه كې په ګډه سره عمل وكړو.“
په هېواد كې هم سياسي كار پوهان اشډ اون ته ورته نظرلري، چې دكرزي دحكومت پرمهال زياتره نيوكې چې اوس هغه كرزي ته راجع كېږي دښاغلي كرزي ذمه واري نه، بلكې دبهرنيانو ذمه واريو پورې تړاولري.كارپوهان اوپه افغانستان كې دپېښوڅارونكي په دې باور دي، چې پر انتخاباتوبې ځايه نيوكې د ولس دردونه نشي دواكولاى.پرې دې ږدي چې دټاكنو خپلواك كميسيون خپلې قانوني دندې سرته ورسوي.اودرايو وروستنۍ نتيجې اعلان كړي، اوهرهغې نتيجې چې درايو شمېرلو په پاى كې راوزي ټولو كانديدانو ته ښايي چې دهغې درناوى وكړي اوهغه په ورين تندي ومني.
دافغانستان خلك داسې انګېري چې ګواكې دامريكا حكومت ښاغلى كرزى له دې كبله ترفشارلاندې  راوستې چې هغه دبهرنيو ځواكونو دهوايي بمباريو او ځمكنيو عملياتو پرمهال دملكي خلكو پروژنې كلكې نيوكې وكړې او هغه يې وغندلې ..
 اوله بلې خوا ښاغلي كرزي د خپل كمپاين په ورځوكې په ډاګه وويل چې دى به هڅه وكړي چې دبهرنيو پوځونو د خودسريو مخه ونيسي اوهغه ترقانونيت لاندې راولي.
 دغه راز ښاغلي كزري هوډ څرګند كړ چې له افغاني طالبانو سره به دسولې خبرې پيل كوي او دسولې په راوستوكې به له هېڅ ډول هڅو او تلاشو نو څخه چې دملت په خيروي درېغ ونه كړي.
 څرنګه چې دښاغلي كرزي آواز دخلكو دزړونو آواز و نوځكه دانتخاباتي كمپاين پرمهال په هغو غونډوكې چې دكزرى د ملاتړ لپاره كېدې په بې ساري ډول خلكو ګډون كاوه  چې له هم هغه كمپاين څخه داښكارېده چې كرزى يې وړي.
 درايې اچونې دورځې په پاى كې په كابل كې دامريكې سفير ښاغلي ايكن بېري اوپه كابل كې دملګرو ملتونو دسرمنشي استازي ښاغلي كاى ايډي درايې اچونې بهير وستايه او ويې ويل چې انتخابات له سپين والي برخمن وو.