
د اوو واړو ګوندونو تر منځ خپلمنځي اختلافات هم وو او د هغوى د سيمه ايزو قوماندانانو تر منځ چي ډېر اثر او رسوخ يې درلود، هم اړيكي سمي نه وې، د ۱۹۸۰ په پيل كي د افغان جګړې لپاره په نړيواله كچه د كسانو ګمارلو لپاره د (مكتبة الخدمت المجاهدين) په نوم يوه ډله جوړه سوه، دا ډله د سعودي عربستان اوسيدونكي اسامه بن لادن را منځته كړې وه چي د يوې لويي ساختماني كمپنۍ د څښتن زوى و، د ډلي په جوړولو كي د هغه سره د اردن په پوهنتون كي د شرعي قانون پروفيسر (پوهاند) فلسطيني نژاده شيخ عبدالله عزام هم مرسته وكړه، د دې ډلي دفترونه په ټوله نړۍ كي پرانيستل سول او اسامه په سوډان كي هم څو پڼدغالي پرانيستل داوطلبان به د يمن له لاري پاكستان ته تر استولو وړاندي دلته لېږل كېدل، په دې ډول اسامه په ټوله نړۍ كي د مجاهدينو لپاره د چندې (مرستي) ټولولو ستره وسيله وګرځيده، د كسانو د ګمارلو كار په امريكه كي روان و، هلته دا كار يو شمير اسلامي ټولنو ترسره كاوه، په دوى كي تر ټولو څرګند الكفا افغان رفيوجي سنټرل والمعروف جهاد سنټر بروكلين، نيو يارك وو، رابطه عالم اسلامي او تبليغي ډلو غوندي ټولنو د دوى مالي ملاتړ كاوه، يوه بله ډله چي په داوطلب ډول يې ګمارنه كول تبليغي ډله وه، چي د ۱۹۸۰ د لسيزي له نيمايي وروسته يې له شمالي امريكا او اروپا څخه كسان وګمارل، د دې ډلي بنسټ اېښودونكى د مولانا محمد الياس په نوم يو مبلغ و او مركزي دفتر يې د پاكستان او ښاخونه او ښوونيزي او روزنيزي څانګي يې په ټوله نړۍ كي وې.
د (ان پولي واز) كتاب ليكونكي جان كولي په وينا هغه د كسانو ګومارني كار له تيونس څخه پيل كړ او د هغه ځاى له تعليمي ادارو څخه يې ۱۶۰ داوطلبه د مذهبي مطالعې لپاره پاكستان ته ولېږل، د دې مطالعې له بشپړېدو وروسته دوى د آى ايس آى افسرانو ته وروپېژندل سول چي هغوى پكښي ۷۰ تنه غوره كړل او د آى ايس آى په پټو پنډغالو كي يې د روزني لپاره واستول، په الجزاير كي چيري چي كورنى تاو تريخوالى را منځ ته سوى و تبليغي ډلي د وسله وال ځواك درې زره فراريان وګومارل، په اروپا كي د دوى مرسته د اخوان المسلمين غوندي بنسټ پالو ډلو كوله چي څانګي يې په ټوله فرانسه او جرمني كي وې، په ۱۹۸۰ كي د افغان مقاومت د يو موټي كولو كوښښ وسو، په جنوري او فبروري كي د كابل د مرافعه محكمې د يو پخواني قاضي محمد عمر ببركزي په مشرۍ كي د پښتون قبايلي مشرانو يو شمېر غونډي وسوې او د پېښور په اړونده سيمه كي يوه پوځي جرګه راوغوښتل سوله چي پكي د افغانستان د ټولو ولايتونو د پښتون او غېر پښتون قومونو استازيتوب كوونكو ۹۱۶ تنو ګډون وكړ، تر دې ګړيه پاكستانيانو په تېره آى ايس آى او اوه ګونديز ائيتلاف د يو موټي مقاومتي تحريك غوښتني ته كومه ځانګړې پاملرنه نه وه كړې، دې پوځي جرګې چي د افغانستان د ټولو قومي او نژادي ډلو استازيتوب يې كاوه، د پوځي او سياسي قوماندې د مركز د جوړولو پر غوښتنه چي په پايله كي يې د بهر مېشت حكومت د جوړولو لپاره لار هواره كېداى سواى د خطر زنګ وواهه جرګې د ۱۰۰ غړو څخه جوړه يوه ملي شورا هم جوړه كړه چي پكي ۵۱ سيټونه پر ولايتي بنسټ ټاكل سويو استازو او پاتي ۴۹ په پاكستاني خاوره كي مېشت دا وه ګونديز ايتلاف لپاره ځانګړي كړل سوي وو، دوى همدا راز غوښتنه وكړه چي د مقاومتي خوځښت د ټولو قوماندانانو ټاكنه دي قومي مشران وكړي، دوى د شوروي پوځونو د بېرته تګ وروسته په افغانستان كي د فيدرالي نظام د را منځته كولو غوښتنه وكړه چي پكي ټولو قومونو او سيمو ته خپلواكي وركړل سي،جرګې د ټولو بنسټ پالو نظرياتو په ردولو له فرقه ايز توپير څخه خلاص اسلامي دولت د جوړولو غوښتنه وكړه چي بهرنۍ پاليسي يې ناپېيلې وي، پر دې باندي په پاكستان كي چي دا جرګه يې د اوه ګونديز ايتلاف لپاره خطره ګڼل تشويش زيات سو، پاكستان غوښتل چي د اوه ګونديز ايتلاف له لاري د مقاومت خوځښت همداسي پاشلى پاته سي څو د پښتونستان مسئله په سياسي اجنډا كي را منځته نسي، ځكه نو آى ايس آى ته وظيفه وسپارل سوه څو په دې جرګه كي د خپلمنځي اختلاف او پاشلتيا په رامنځته كولو هغه له منځه يوسي.
په دې ترڅ كي يې درې محافظه كاره ګوندونو ته د وسلې او پېسو د وركړي بندولو ګواښ وكړ چي په پايله كي يې دا درې واړو له جرګې ځان ګوښه كړ.
د ۱۹۸۰ په پاى كي دا جرګه نژدې له منځه ولاړه، د دې پايله دا سوه چي د مقاومت خوځښت د جګړې په ټوله موده كي ونه توانېدى چي پر يوه يو ږغي تګلاره عمل وكړي او نه يې هم په كابل كي د كمونيسټ حكومت كوم اغېزمن سياسي متبادل وړاندي كړاى سواى د ۱۹۸۰ په جنوري كي پرزنسكي پاكستان ته راغلى او له جنرال ضياوالحق سره يې وليدل، ضيا ټينګار وكړ چي مجاهدينو ته د وسلې او پېسو وركړه بايد د پاكستان له لاري تر سره شي هغه درې نور شرطونه هم وړاندي كړل لومړى دا چي پېسي وركوونكي هيوادونه بايد دا راز بشپړ پټ وساتي او كه چيري كوم داسي خبر خپريږي بايد په ټينګه يې رد كړي.
دويم دا چي ټول كومكي توكي بايد په تر ټولو ګړنديو وسايلو پاكستان ته راورسول سي او درېيم بايد هره هفته يوازي په دوو ځلو توكي راوړل سي، د امريكې لپاره دا شرطونه د منلو وړ وو، ځكه هغوى هم غوښتل چي په عملياتو كي د دوى د ككړتيا ټول شواهد پټ پاته سي، د مجاهدينو لپاره د وسلې لومړى بار په ۱۰ جنوري پاكستان ته را ورسېد.
وروسته پرزنسكي مصر ته لاړ او له ولسمشر انورالسادات څخه يې وغوښتل چي د ده له زېرمو څخه د شوروي جوړه وسله مجاهدينو ته وركړي، سادات ومنل او څو اونۍ وروسته يوې امريكايي بار وړونكي الوتكي د مصر د كيناس او سوان هوايي ډګرونو څخه د وسلو د تر لاسه كولو لپاره الوتني پيل كړې او دا وسله به د الوتكو له لاري پاكستان ته لېږل كېدل، آى ايس آى ته به سپارل كېدل او پنډ غالي ته تر لېږل كيدلو وروسته به پر مجاهدينو وېشل كېدل، روسي وسله د بې كاره كچي وه، ځكه نو په ۱۹۸۰ كي مصر د ۱۹۷۵ په ترڅ كي جوړ سوي كارځايونه پر كار واچول او هلته يې د شوروي ډوله كوچنيو وسلو او ځيني له مځكي څخه مځكي او يو شمېر له مځكي څخه هوا ته ويشتونكو وسلو، سيمه ايزه جوړونه پېل كړه، دا د صنعت لپاره د عربي ټولني د عرب ارګنايزيشن فار انډيسټريلايزيشن په نوم د سعودي عربستان،مصر، متحده عرب اماراتو او قطر ګډ پلان و چي ۱۰۵۶ اربه ډالره پانګه يې پكي لګولې وه، د ۱۹۷۹ په جولاى كي دا پروژه بنده كړل سوه، ځكه له اسرائيلو سره د مصر د ډېرېدونكو اړيكو پر وړاندي د احتجاج په ډول سعودي عربستان، متحده عرب امارات او قطر ځني وتلي وه، له دې وروسته د امريكې د پانګه ايزي او تخنيكي مرستي له رويه دا پروژه بيا پېل سوه او د ۱۹۸۰ تر پايه دلته د شوروي وسلو د نقل جوړېدل پېل سول، مجاهدينو له مځكي څخه هوا ته يوه داسي ويشتونكي توغندي ته اړتيا درلوده، چي يو تن يې وړلاى او چلولاى سي څو د شوروي او افغان هوايي ځواك الوتكي په تېره بيا چورلكي ورباندي په نښه كړاى سي، د (سقر) په كار ځاى كي جوړيدونكيو وسلو له جملې څخه پر اوږو اېښودل كيدونكي ګريل سام انفراريډ ګائيډډ توغندي هم وه خو دا او ددې ډول چينايي جوړ سوي توغندي په پرتله ايز ډول بې اغېزي وختل، ځكه د ټولو شرايطو تر بشپړولو وروسته هم دا له څو نښانونو څخه يوازي پر يوه باندي لګېده، سي آى اې چي د دې كوم متبادل وسنجاوه، هغه امريكايي جوړ انفراريډ، گايډډ توغندي (ريډ آى) ول چي امريكايي پوځ د ۱۹۶۰ له لسيز څخه كاروله، هغه وه چي په درزنونو دا توغندي پاكستان ته ولېږل سول تر هغه چي د ۱۹۸۰ په پاى كي پر كارولو دا په بشپړ ډول ناكامه وختل د همدې كال په پېل كي د امريكې په بېلا بېلو هوايي ډګرونو كي چي د فورټ براګ، شمالي كيرولينا او جان ايف كينډي ډګروال هم پكي وه، د پاكستان د پوځي افسرانو روزنه پېل سوې وه، په دوى كي د فورټ اې چي هل او كيمب پكيټ هوايي ډګرونه هم شامل وه چيري چي د دراندزۍ ( د بل خاوري ته په ناوړه نيت ننوتل،ژباړن) او له دراندازې وروسته د بيرته راتګ روزنه وركول كيدل.
په ويرجينيا كي ولچز برګ ته نژدې د سي آى اې مركز كېمپ پېر هم روزنځاى و، دلته د پټو عملياتو لاري چاري ښودل كېدلې، غوره سويو پاكستاني افسرانو او افرادو ته چي پكي يو شمېر د پوځ د ځانګړيو ځواكونو د ځانګړي عملياتو د ډلي (ايس ايس جي) سره اړيكي لرونكي هم وه، د وسلې چاودېدونكو توكو ورانكاري، سبوتاژ، راديويي مواصلات، چريكي جنګ او د دښمن د قوماندانانو او مشرانو د وژلو بشپړه روزنه وركول كېده، په كېمپ پيژي كي دوى ته د جاسوسۍ اطلاعاتو ټولولو، ساتلو، ځوابي جاسوسي، راپور ليكني او د ايجنټانو د ګمارني او د جاسوسۍ د نورو تخنيكونو ځانګړې روزنه وركول سوه، د شوروي پر وړاندي د اتحاد د جوړولو لپاره د پاكستان او مصر د ملاتړ د تر لاسه كولو وروسته د كارتر ادارې د چين پر لور مخه كړه له ۱۹۷۱ څخه كله چي د امريكا د ملي امنيت سلا كار هنري كسنجر چين ته تللى و چي په پايله كي يې د ۱۹۷۲ په فروري كي چين ته د ولسمشر نكسن د رسمي سفر زمينه برابره سوې وه، د امريكا او چين تر منځ پوهاوى پر ډېرېدو و، د ۱۹۸۰ د جنوري پر ۴ مه د امريكا د دفاع وزير هيرليډ براون د چين د لومړي وزير ډينګ زياوپنګ او لوړو دولتي چارواكو سره د ليدني په خاطر پيكنګ ته ورسېد، د دې موخه د شوروي اتحاد پر وړاندي د ملاتړ تر لاسه كول و، د دې په بدل كي چين ته تر ټولو خوښ هيواد د درجې وركولو او د خلايي (ايرو بس) او مواصلاتي تكنالوژۍ وركولو چي په څرګنده خو د ملكي موخي لپاره وو خو په ډېره اسانۍ ور څخه پوځي كار اخيستل كيداى سواى وړانديز وركول و، ډينګ او د چين مشرانو د براون وړانديزونه ومنل او مجاهدينو ته د وسلې وركولو لپاره چمتو سو، د چينايي وسلو لومړى بار د براون تر سفر يوه مياشت وروسته ور وسپارل سو چي امريكايي الوتكو پاكستان ته ولېږدول، په دې او نورو لومړني بارونو كي تعرضي ټوپكي ماشينداري سپك هاوان توپونه او مرمۍ شاملي وې.
څه موده وروسته چين د راكټ لانچرو وركول هم پېل كړل، وروسته دا آوازه خپره سوه چي هيڅكله هم تصديق نه سوه او هغه دا چي د وسلو ځيني بارونه د مځكي له لاري له سنكيانګ څخه افغانستان ته لېږل سوي دي، د سنكيانګ تر ټولو آخري كونج چي ۴۰ ميله پراخ او ۱۲۰ ميله اوږد دي د افغانستان د غرنيز دهليز افغانستان سره مُښلي چي د تاجكستان او شمالي جمو او كشمير په منځ كي پروت دى، واخان چي قرغز قبايلي وګړي پكي مېشت دي د شوروي د دوو زرو پوځونو لخوا د ۱۹۸۰ په پيل كي ونيول سو څو د چين تر پولي د مجاهدينو د رسيدو مخه ونيسي وروسته شوروي اتحاد هغه په ځان پوري وتاړه افغانستان د مسكو تر فشار لاندي په رسمي ډول هغوى ته سپارلى و، دلته قلعه بندي اډې جوړي سوې چي پكي هوايي ډګرونه او د هيلي كاپټرو د كښېنستلو ساحات جوړ كړل سوې وه، له دې وروسته شوروي پوځونو د افغاني قطعاتو په مرسته قرغيز قبايل له هغه ځايه واېستل او پاكستان ته يې وشړل، د چين له لوري د كارولو هماغه څرګنده لار د قراقرم لويه لاره وه چي سنكيانګ له پاكستان سره مُښلوي او د ورېښمو د هغه لويي لاري برخه ده چي پخوا وختونو كي چين د رومي پاچاهي سره د مُښليدلو لپاره جوړه كړې وه، ۴ زره ميله اوږده دا لويه لار په لومړيو كي شېنس د ولايت له مركز سيان څخه په پيلېدو په شمال لويديځ كي د چين د ديوال په څنګ كي د تېرېدلو او د تكلامكان له دښتي په څنګ كېدلو د پامير غرونو ته ختل او له هغه وروسته له افغانستانه په تېرېدو په مغرب كي د ليونت پر لور وتل، د قراقرم د لويي لاري د كاريدني په اړه بېلا بېلي خبري كېدې، ځيني وايي چي وسله له دې لاري ليږدول كېدل خو د ډګرمن محمد يوسف په وينا د قراقرم لويه لاره د مجاهدينو لپاره په لوى شمېر كي د كچرو د لېږدولو په خاطر كارېدل، د مى پر ۲۵ د چين د لومړي وزير مرستيال او چينايي كمونيسټ ګوند د پوځي جرګګۍ عمومي منشي جنګ بيا امريكا ته دوه اونيز رسمي سفر وكړ، په دې سفر كي اعلان سوه چي امريكا پر چين الوتكي او دفاعي رادار خرڅوي. د همدې كال په سپتمبر كي يوه امريكايي پوځي پلاوي پيكنګ ته سفر وكړ چي سمدستي يې د چين يو بل پلاوى امريكا ته ورسېد.
د دواړو هيوادونو تر منځ د اړيكو د دې ګړندۍ پراخېدني ځيني پټي گټي هم وې چي پكي تر ټولو د يادوني وړ د سنكيانګ په شمال ختيځ او منځ كي په ترتيب سره د قطائې او كورولا پر ټكو د څار ګرۍ د دوو (ايلنټ) څوكيو جوړول و، چي د ۱۹۷۹ په پيل كي په ايران كي د كاره لوېدلو ايلنټ څوكيو ځاى ونيسي، داسي څوكياني د شوروي اتحاد په دننه كي تر سره كېدونكو پوځي كړنو د جاسوسۍ لپاره و امريكا ته د ستر ارزښت لرونكي وې.
د ايران له انقلاب وروسته امريكا په تركيه كي پر خپلو شته څوكيو تكيه كړې وه، خو د ۱۹۷۰ په ترڅ كي پر قبرص باندي د تركيې په بريد وروسته دا څوكۍ د لنډ مهال لپاره تړل سوي وې، د دې ترڅنګ امريكا له تركيې سره پر پوځي مرسته هم بنديز لګولى و چي په ۱۹۷۸ كي يې ختم كړ كه څه هم له هغه وروسته دا څوكياني له سره پرانيستل سوي وې خو د اوږدې راتلونكي پاته كيدنه يې په شك كي وه ځكه تركيې د هغه څخه د پوځي مرستي د دوام لپاره كار اخيست ځكه نو په چين كي د دې څوكيو د جوړولو اجازه زښته ارزښتناكه وه، په دې څوكيو كي له امريكا څخه د (سګنټ) په مهارت كي روزلي چينايي كاركوونكي وګومارل سول او هغوى د سي آى اې د ساينس او تكنالوژۍ د څانګي پر لارښوونه چلول كېدل، د دواړو موخه يوه وه او هغه په افغانستان او شوروي اتحاد كي د شوروي پوځونو جاسوسي وه.
د مجاهدينو لپاره له نورو لارو هم د وسلو لېږدېدل پيل سوي وه، د ۱۹۸۰ تر پايه په دې كي هغه وسله هم ګډه و چي د پېښور په شاوخوا كي وسله جوړونكو په خپلو كارځايونو كي د شوروي اتحاد پولينډ او نورو هيوادونو د وسلو د نقل په ډول جوړول د شوروي وسلو په نقل كي سام ۷ ګريل توغندي هم وه چي پر اوږو په ايښېدو چلول كېدل، او دا په مصري او چينايي نقلونو په څېر كم اغيزه وه يوه بله لاره خپله په افغانستان كي د شوروي پوځ په دننه كي وه، په كابل كي د څلوېښتم ځواك د قوماندانۍ د لوژستيك يو افسر دا وسلي نېغ مجاهدينو ته ليږلي.
په ۱۹۸۳ كي د شوروي جوړو سويو وسلو يو شمير بارونه له امريكا څخه نيغ پاكستان ته وليږل سول، دا وسله له اسرائيلو څخه رانيول سوې وه، كومه چي هغوي له لبنان څخه د PLO او فلسطين د خپلواكۍ غورځنګ د وتلو وروسته نيولې وه، دا د اسرائيلو په كار نه وه ځكه هغوي يا خو د امريكا جوړه وسله كارول او يا هم خپل هغه، ځكه يې نو دا وسله امريكي ته په ايف ۶ او نورو وسلوكي رعايت (مرستي) په وړاندي وركړي.
په نړيوالو امنيتي چارو كي، د نژدې ختيځ، افريقا او جنوبي اسيا لپاره د امريكي د دفاع وزارت (پينتا ګون) مرستيال ستر جنرال رچرډ سيګارډ د تبادلي د پروګرام د مشر په توګه وټاكل سو، وسله له لبنان څخه و منګټن (شمالي كيرولينا) ته ليږدول كيدل چي له هغه ځايه د مځكي له لاري د تيكساس په سان انتونيو كي د سي آي اى يوه پټ ساتنځي ته استول كيدل، له دې وروسته به يې كتنه او سمونه تر سره كيدل او پرله پسې، سريل شميري ئې پاكول كيدي، څه وسله به سى آي اې، د خپلي كاروني لپاره ګرځول او پاته به يې يا خو په منځني امريكا كي د نګاراګوا كونټرا باغيانو ته د كاروني لپاره ليږل او يا به يې پاكستان ته استول چي سي آى اې به تر لاسه كول. [نور بيا].