د سولی د سنګر د يو سرتيری ،، ليک،،

چی جګړه ختمه شی زه کورته راشم
ښکلی حماری سترګی ښکل کړمه ستا
په مرګ اوژوبلو به توکانی تو کړم
خوب به دمينی په څنګل کړمه ستا
جګړه غوښتونکی به جګړو سره ځی
زه به درجوړ ښکلی وربل کړمه ستا
د پيغلتوب هيلی دی مړاوی نشی
دربه په لاس دمينی ګل کړمه ستا
وران شوی بن به ګلستان جوړ کړو
سر به ارمان د ژوندون خپل کړمه ستا
١٣٦٧
د باريدار باوری
دفتر کابل