
د ازموینې فشار هغه فشار ته ویل کیږي چې د ازموینې له پیلېدو مخکې پیدا او په ازموینه کې خپلې لوړې کچې ته لوړیږي. د ازموینې د فشار پیدا کېدو په برخه کې بیلابیل عوامل اغیزمن دي: په زده کوونکو کې د فشار رامنځته کېدو تر ټولو مهم عوامل د والدینو او ښوونکو فشارونه دي. کله کله والدین غواړي خپلې پخوانۍ ناکامۍ د خپلو ماشومانو په واسطه جبران کړي. ښوونکي هم د خپلې هڅونې او پر نورو د ځان منلو له امله د ښوونې او روزنې په ځایونو کې له دغو کړنلارو کار اخلي. پر زده کوونکي تر توان پورته فشار راوړي او د هغوی ذهني فشار زیاتوي. البته دا باید ووایو چې فشار د پرمختګ ښه محرک دی، خو که دغه فشار له عادي کچې لوړ شي، په ښوونه او کړنو کې به ستونزې رامنځته کړي. سپارښتنې:
۱.والدینو ته سپارښتنه کیږي چې په خپلو اولادونو کې د مناسبې مطالعې
عادت وروزي.
۲. خپلو اولادونو ته د سپارښتنه وکړي چې ډېر درسونه غونډ نه کړي او د هرې ورځې درس د په هغې ورځې ولولي.
۳. د ازموینې په شپه د یوازي د درس لنډیز او جوړي شوې پوښتنې ولولي.
۴. کورنۍ باید له خپلو اولادونو څخه د هغوی د هڅې او توان په اندازه تمه ولري.
۵. زده کوونکو ته سپارښتنه کیږي چې د امتحان په وخت کې تمرکز ولري او د ټولګي مختلفو برخو ته له کتلو ډډه وکړي.
۶. د والدینو فشار زده کوونکي ته لیږديږي. نو والدین د خپله ارمتیا وساتي.
۷. غوره دا ده چې زده کوونکي پوښتنو ته تر لنډ کتو وروسته، لومړی اسانه پوښتنې حل کړي.
۸. د پوښتنو په حلولو کې ډېره بېړه دقت کموي. په صبر، زغم او د وخت په ښه مدیریت پوښتنې حل کړئ.
۹. هڅه باید وشي چې زده کوونکي ته د مطالغې غوره لارې او روهي ارامتیا ور وښودل شي.
ژباړن: نجیب الله ژمن