دويم تپوس :
چې هم کار دې هم ډوډۍ ده وايه څه ده?
هم ښکلا ده هم کوډۍ ده وايه څه ده?
هم دې سر ټولې نړۍ کې اوچت ساتې
جنګ جګړه پکې پردۍ ده وايه څه ده ?
هم دی دين هم دی ايمان هم سړيتوب دی
پې اباده دا نړۍ ده وايه څه ده?
جواب :
ددې سوال جواب دې پوهه ده ژوره
که په ژبه مورنۍ وي ښه ده غوره
که هوښيار يې خدمتګار له جواب ورکړه
ستا لياقت به زه منمه د زړه سره
چې په مخامخ دې ستايي خو ستا نه وې
چې هر څوک وي جواب ورکړه ښه په نره
***********
څلورم تپوس :
چې په لږ څه خوشاليږي هغه څه دی?
او په لږ څه مړاوی کيږي هغه څه دی?
پرددی خپل شې که هغه دې په لاس راوړ
که نه خپل هم پردی کيږي هغه څه دی?
وايې ګل غوندې نازک پولاد نه کلک دی
د ژوندون بار پې چليږي هغه څه دی?
جواب :
دا پاچا دټول بدن د انسان زړه دی
که دې وګټلو ټول ژوندون دې ښه دی
د انسان د زړه طواف کوه هورښياره
ستا کعبې ته بيا د تګ ضرورت نه دی
اوس تپوس کومه ژر راکړه جواب
که پښتون ورځنې بيل شي پښتون نه دی
خدمتګار وايې، چې دا دپښتون شان دی
جدايې ددې نعمت نه مرګې ښه دی
***********
پينځم تپوس :
په لرلو ئي پښتون ئي وايه څه ده?
پې سر لوړی په ژوندن ئي وايه څه ده?
که هغه درسره نه وې ټيټ دې شان دی
نه افغان ئي نه پښتون ئي ئي وايه څه ده?
بې هغې ټيټ او زبون ئي ئي وايه څه ده?
جواب :
خپلواکی د خپل وطن ده که پوهيږئ
که له لاسه درنه لاړله شرميږئ
په لږ څه به ئې ولاړ د بل په درکې
د غلام غوندې به خپل کورکې اوسيږئ
خدمتګار نه اوس شپږمه کيسۍ واوره
راله رايې کړه جواب که پې رسيږئ
***********
شپږم تپوس :
سړيتوب پې مکمل شې وايه څه دی?
خپل پردي پې واړه خپل شې وايه څه دی?
د انسان د لوړ مقام جوهر ښکاره کړي
ورک خيانت او چل او ول شې وايه څه دی?
مشر کشر خوار غريپ حق په حقدار شې
څه چې خپل وې هغه شې وايه څه دی?
جواب :
دا صفت د هر انسان رښتينولي ده
صداقت وفادارې پښتونولي ده
د قدرت په وخت کې حق تسليمول دي
خوار غريب سره ګذران او ورورولي ده
اوس به ته وايې چې څه دې خدمتګاره
چې ستر شرم ورسره عزيزولې ده
********
اتم تپوس
چې بېنا ورسره ړوند وې واېه څه دی?
په تکلېف ورسره ژوند وې واېه دې?
که دې ولوست ښوونځی هغه دې ورک کړو
ټول ژوندون به دې په خوند وې واېه څه دی?
د انسان انسانېت باندې تور داغ دی
لوی دښمن د عقل پند وې واېه څه دی?
جواب:
دغه جهل ناپوهې بې سوادې ده
په رڼا سترګو د ټول ملک بربادې ده
زمونږ ملک څو ځله وران په دې علت شو
او تحمېله پې جګړه استبدادې ده
څوک د ژبې په نوم بېل څوک د مذهب کړې
وروسته پاتې پرمختګ او ابادې ده
د نهم تپوس جواب خدمګار غواړې
پام په چا غرض ونکړې ازادې ده
********
نهم تپوس
چې په خوله کې دی ښورېږې واېه څه ده
په خوږوالې کې خوږېږې واېه څه ده
په ترېخوالې کې ترېخېږې واېه څه ده
پښتانه پی تل نازېږې واېه څه ده
سړېتوب پې تل نازېږې واېه څه ده
پې هر قوم پېژندل کېږې واېه څه ده
جواب
ددې سوال جواب دې ژبه ده شاعره\'
پښتنو ته مقربه ده ماهره
ځېنې ځېنې پښتو واېې پښتانه نه دې
له اعمالو ېې اوچته ده ظاهره
پښتون تل په صبر صبر کې باېللې
دا ګناه دې له مالته ده صابره
خدمتګاره او تپوس لاندې جواب کړه
دی په ځمکه په اوبو هوا ظاهره
******
اووم تپوس
چې ېې ورونه جخالت په کلې کور وې
عزېزاتوته منکر په هېسې ورور وې
پت عزت ېې وې ورکړی په پېسو
وې نامرده همېشه د قوم پېغور وې
په نوم ستا وې خو عمل ېې د دښمن وې
څه ېې بولې چې ولاړ د بل په زور وې
تل د ملک رازونه وړې د ملک دښمن له
څه ېې بولې چې دښمن د پلار او مور وې
جواب :
دا خاېن خرڅ شوی ورور د بل نوکر دې
په غلطه د پښتون لونګې په سر دی
کجۍ جره ورځنی ښه ده بار به ېوسې
که نه کوټې که لوی شې نو بېا خر دی
جدمتګار نه واس د عقل جواب غوارم
کوم مرض دې چې په تنګ ترې ټول بش دی
********
وروستي