
پرخه صافۍ
پاکستان وايي: په طالبانو نفوذ لرو خو هغوی اداره کولی نه شو.
دا پدې مانا چې اوس طالبان په خپله د پاکستان حکومت ته هم يو ګواښ دی.خو د اندېښنې وړ پوښتنه دا را پيدا کيږي چې ايا د داعش د ترهګريزو کړنو په مقابل کې د طالبانو څخه د روسيې او نورو هيوادونو ملاتړ به د سيمې لپاره يو بل لوی ګواښ نه وي؟
د سر تاج عزيز وروستی سفر کابل ته ددې لپاره و، چې د کابل رياست ته ډاډ ورکړي چې دوی نور د طالبانو له ملاتړ څخه لاس په سر شوي کومې پېښې چې په کابل کې تر سره شوې دي د پاکستان حکومت پکې هيڅ ډول مداخله نه لري او همدا راز يې د کابل له رياست څخه هم غوښتنه وکړه چې نور دې افغانان هم په سوشيل ميډيا کې د پاکستان پر ضد پرپاګنده بنده کړي.
په ورته وخت کې د طالب مشرانو ليدنې له ايرانی چارواکو سره د افغانستان حکومت ته يو څه ډاډ ورکړ چې اوس پاکستان په ريښتنې توګه د طالبانو له ملاتړ څخه لاس په سر شوی دى، او دا ورته په ډاګه شوه چې اوس طالبان د يو نوي ملاتړ کونکي په لټه کې دي.
پدې وروستيو كې د پاکستان دولت چې کومې څر ګندونې کړې تر يو حده راته ريښتنې ښکاري ځکه چې د روسيې وروستۍ لېوالتيا په سيمه کې د استخباراتي لوبې کولو لپاره شايد د طالبانو له ځان سره لرل وي چې پدې برخه کې افغان دولت هم را ته يو څه ښکېل ښکاري. د هيواد په شمال کې د طالبانو له خوا د يو مهم او ستراتيژيک ولايت کندز نيولو او سقوطولو دا څرګنده کړه چې د داعش په شمول طالبان تر اوسه هم د سيمې لپاره يو لوی ګواښ ده بل ددې پېښې په تر سره کولو کې دوی خپل ځان ته هم ښه مارکټينګ وکړ ترڅو روسيه او نور هغه هيوادوته چې غواړي له امريکا او اروپايي ټولنې سره لوبۍ وکړي له دوی سره دې نوی قراردادونه وکړي.
بلې خوا ته د افغان دولت لپاره يې دا ګټه وه چې د نړيوالو پام يې ځان ته را واړو او همداراز د غني وروستۍ غوښتنې له روسيې څخه يو بل پيغام هم دامريکايانو او د اروپايي ټولنو لپاره و، چې نور اروپا او امريکا د افغان دولت د ملاتړ څخه لاس په سر شوي دي. د غني دې کړنې په امريکا او اروپا کې د دولت په مقابل کې د خلکو قهر را پارولى.
حتى د امريکا د راتلونکو جمهوري رياست ټول ټاکنو احتمالي نوماندانو په خپلو پلويانو غږ کړی چې په هيڅ صورت به روسيې ته اجازه ورنه کړي چې د امريکا ګټو ته په افغانستان او سيمه کې خنډ شي.
زما په اند دلته اوس يوه نوې لوبه پيلېدونکې ده چې دې لوبې ته پاکستان په ډېرې بې صبرۍ منتظر دی، اوس نو دا به ولسمشر غني او اجرائيه رئيس داکټر عبدالله د خپلې سياسي پوهې او رهبري په مټ خپل ملت ته په ډاګه کړي چې دوی څنګه پدې لوبه کې لوبيږي.