
لیکوال: دیوید کلارک
اوس چې د ټکنالوژۍ د پرمختګ له کبله د ژوند ډېرې چارې په مجازي نړۍ او انټرنېټ پورې تړل شوي، ښه به دا وي چې په دې مجازي نړۍ کې د کار موندلو پر چمونو ځان پوه کړو. په دې مقاله کې به هغه لارې در وښیو چې تاسې یې په مرسته په انټرنېټ کې دنده پیدا کولی شئ.
د نني انسان په ژوند کې تر بل هر وخت اوس ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي. موږ هره ورځ انټرنېټ کاروو، فیسبوک، اېمېل، تویتر او ځينې نور انټرنېټي اکونټونه لرو، نو ښه به وي چې له دغو آسانتیاوو د دندې د موندلو لپاره ګټه واخلو. په انټرنېټ کې نه یوازې دا چې مهم سایټونه ستاسې د مشورې لپاره فعالیت کوي همداسې په خپله هم کولی شئ خپل کمالونه وښيی؛ خو په لنډه توګه لس لارې چارې دي چې کولی شئ له دغو آسانتیاو د دندې د موندلو لپاره ګټه پورته کړئ.
۱ . ډېره پلټنه وکړئ
که تاسې له چا سره کاري مرکه کوی له تاسې یې لومړنۍ پوښټنه دا ده (زموږ کمپنۍ څه کار کوي؟) ستاسې په نظر دې پوښټنې ته ځواب آسانه دی، خو که دې پوښتنې ته د ځينو کسانو ځواب ووینی حیران به شی. دوی آن په دې نه پوهېږي چې دا کمپنۍ څه کوي یوازې مرکې ته ورغلي وي. په یاد ولرئ که یوه کمپنۍ له تاسې د ځان په اړه معلومات غواړي او تاسې د یادې کمپنۍ په اړه معلومات ور نه کړی، نو د کار او دندې چانس مو کم دی. ښه ده چې د یاد شرکت په اړه معلومات پیدا کړئ، چې څه کار کوي؟ په کومو برخو کې کار کوي؟ او همدارنګه د کمپنۍ رقیبان څوک دي؟ او له چا سره نږدې اړیکې لري؟
۲- له مرکې مخکې له هغه شرکت سره اړیکه ولرئ
کله چې د یوې کمپنۍ په اړه پلټنه کوئ مخکې له مخکې یې ځینې مقالې او پوستونه ولولئ خپل نظر ورباندې ولیکئ او هغه څه چې تاسې ته په زړپورې دي هغه پر خپل ټویټر یا فیسبوک شریک کړئ، تاسې ته به نه وي معلومه چې پوست او نظر مو په یاده کمپنۍ کې څوک لولي او کېدای شي د کمپنۍ مشر یې ولولي او خوښ یې شي. د ډېرو کمپنیو مشران د دې پر ځای چې د دندې لپاره له ځينې سایټونو کسان وټاکي د خپلو فیسبوک پاڼو او نورو ټولنیزو سایټونو په مرسته تکړه او پر کار پوه کسان پيدا کوي. کله کله که ستاسې د خوښې کمپنۍ ځينې ځانګړي مراسم نیسي یا ځينې ځانګړي محفلونه جوړوي نو په هغه کې ګډون وکړئ، له ځینو مشرانو سره یې اړیکه پيدا کړئ کېدای شي ستاسې پر راتلونکې مرکه ډېر اغېز وکړي.
۳- په ټولنیزو شبکو کې خپل فعالیت وښیی
تاسې په ټولنیزو شبکو کې مینوال لرئ؟ تکړه وېبلاګ لیکوال یی؟ په فیسبوک کې د ډېر ملګري دي او که لږ څومره درسره مینه لري؟ ستا تویتر څنګه دی فعالیت یې په کومو برخو کې دی؟ که دا هر څه سم وي نو بیا عالي ده، تاسې مخکې له مخکې په داسې یوه نړۍ کې ځان ته باور جوړ کړی دی چې هلته هر څوک تاسې پېژندلی شي، نو دغې لړۍ ته ادامه ورکړئ، خو که مو تر اوسه هم په ټولنیزو شبکو کې فعالیتونه کمزوري دي نو بیا لږ ځان وښوروئ او هر څومره ژر چې کېږي دا کار وکړئ، دا د استخدام د مامور لپاره ډېره مهمه ده چې پوه شي چې تاسې له ډيجيټال نړۍ سره څومره مینه لرئ.
۴ تل باید تیار وئ
په دې اړه فکر وکړئ چې د مرکې پوښتنې او ډول به څنګه وي او ځان ورته تیار کړئ، خپل مخاطبین او د هغوی نظرونه وپېژنئ، څومره چې شونې ده د هغه په اړه معلومات پيدا کړئ. د دغو معلوماتو په مرسته کولی شئ هغه تر یوې کچې تر خپل اغېز لاندې وساتئ. د ځينو پوښتنو هڅه مه هېروئ، کوښښ وکړئ پر احتمالي پوښتنو ځان پوه کړئ؛ ډېرې پوښتنې هم مه کوئ. بله خبره دا ده چې د یوې کمپنۍ رسمي پوښښ مه هېروئ تل یې فیسبوک پاڼه ګورئ خبرونه او انځورونه یې وګورئ په دې توګه به مو ډېرې پوښتنې ځواب شي. دوی له دې سره مینه لري چې پر فیسبوک پاڼه یې خلک څه ووايي او لیکنې یې خوښې کړي، نو په دې توګه به یې ستاسې سره اړیکې ښې شي. د کمپنۍ فرهنګ هم پيژندلی شی او کله چې مرکې ته ورغلی نو د هغه له فرهنګ سره سم یا تر هغې لوړ ځان سمبال کړئ.
۵- پر وخت ځان ورسوئ
لږ تر لږه ۱۵ دقیقې له ټاکلي وخت نه مخکې د مرکې ځای ته ځان ورسوئ، مرکه کوونکی وخت یوازې تاسې ته ځانګړی کوي کوښښ وکړئ هغه د ځان په ګټه وکاروئ، که د کومې ستونزې له امله پر تاسې ناوخته کېږي هغه ته باید سم او پر ځای دلیلونه ولرئ. هغه کس ته چې ستاسې سره په اړیکه کې دی د ناوخته کېدلو په اړه معلومات ورکړئ.
۶- یو څه احتیاط وکړئ
په لومړۍ مرکه کې د پیسو په اړه خبرې مه کوئ، دا کار ستاسې موقعیت کمزوری کوي، دا چې مرکې ته یې ټاکلي یی په دې اړه فکر وکړئ او مننه وکړئ. ورستي کارونه به بیا وکړئ، له دوی مننه وکړئ او وایی همدا چې تاسې یې مرکې ته ټاکلي یی دا تاسې ته لویه انرژي درکوي، دا چې په لومړۍ میاشت کې څومره معاش اخلئ مهمه نه ده. دوی ته ووایی دا مهمه ده چې د کال په پای کې به ما څومره کار کړي وي.
وروسته له هغې ستاسې د پیسو خبر رامنځ ته کېږي بیا کولی شئ د پيسو خبره وکړئ، خو مه دومره لوړ ځی مه ډېر ټيټ، سمه ده چې ځینې سايټونه ستاسې د کار او معاش په اړه معلومات درکوي خو له هغې یوازې د لارښود په توګه کار واخلئ نور باور مه پرې کوئ.
۷ ځان مه محدودوئ
کمپنۍ داسې کسان غواړي چې له ګڼو کارونو سره مینه او بلدتیا ولري، له دوی غواړي چې په بېلابېلو برخو کې کار وکړي، نو ځان په یوه څانګه کې مه حبس کوئ همدارنګه هغه کارونه یاد کړی چې تاسې ته په زړه پورې دي د هغه له یادولو شرم مه کوئ که تاسې بېل کارونه کولی شئ نو ستاسې په ګټه ده.
۸- ټول مسلک ته پام وکړئ نه یوازې یوې برخې ته
دا ټکی واضیح کړی چې له دې ټولې څانګې او دندې سره مینه لرئ نه یوازې له یوې برخې سره یې، دا واضیح کړئ چې له دې وروسته راتلونکو ۹۰ ورځو ته کوم پلانونه لرئ او په تاسې کې به کوم بدلونونه راشي، همداسې تاسې به کوم کوم شیان دې کمپنۍ ته ورزیات کړئ؟ کوم نوښتونه به وکړئ؟
ګنګې او بې معنا کلیمې مه کاروئ لکه زه په پلاني کار کې ښه یم یا ځينې نورې خبرې خو که خبره درته معلومه وي بیا کولی شئ چې کار ورڅخه واخلئ.
۹- جزیات په یاد ولرئ
کله چې مرکه کوی دا ځينې واړه خو مهم جزیات په یاد ولرئ، خپل موبایل بند کړئ، له ځينو کلیمو لکه (هو)، (لکه)، (پوهېږي) یا نورو... له کارولو ډډه وکړئ، د مرکه کوونکي خبرې مه پرې کوئ د سترګو اړیکې وساتئ او له مرکه کوونکي سره د ځینې نورو ځایونو په اړه څه مه وایی چې شونې ده تاسې مرکه ورسره وکړئ.
۱۰ – خپل کار وڅارئ او اړیکې مه پرې کوئ
وروسته له دې چې مرکه مو وکړه د مرکه کوونکي ویزیټ کارت واخلئ درسره، په همغه ورځ د مننې یو برېښنالیک ورته ولېږئ، وروسته له هغې د کار ځينې شرطونه وګورئ او ځان پوه کړئ چې کار څومره مخ ته تللی دی.
که هغه دندې ته کامیاب هم نه شوی مهمه نه ده، خو خپلې اړیکې مه شلوئ، له هغه شرکت سره له نږدې اړیکې وپالئ، کېدای شي تر تاسې تجربه لرونکی کس یې پیدا کړی وي، خو دا په دې معنا نه ده چې هغه کمپنۍ کې به کوم بل پوست نه پيدا کېږي نو ښه ده چې ځان ورسره په ټکر کې وا نه چوئ.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.