محرقه يوه مهلکه ناروغي ده!

 
ليک:  ډاکټرشبلي
محرقه هغه ناروغي ده چى هر كال په نړى كى په سلګونو بينوا او فقير وگړي وژني.            
محرقه یوه تبه لرونکی ناروغی ده چی دبدن بیلابیل غړی اخته کوی.دمحرقی عامل دسلمونیلا (Salmonella)په نامه یادیږی اودوه زره اودری سوه ډولونه لری.دهغوی دوه ډوله دمحرقی (Typhoid)اوشبه محرقه یامحرقی ته ورته (Paratyphoid) په انسانانوکی دمحرقی دناروغی لامل کیږی.نورډولونه یی زیاتره په حیواناتو.الوتونکو اوحشراتوکی دناروغی لامل کیږی اودهغی ډلی څخه دوه سوه ډولونه یی په انسانانوکی دنس ناستی دناروغی لامل کیږی له دی کبله چی دمحرقی عامل په انسانانو پوری اړه لری انسانان ددی ناروغی اصلی سرچینه ده،دغه ناروغی دهغه اوبو اوخوراکی موادو دخوړلوله امله چی په دی ناروغی اخته خلکوپه فاضله موادوککړ یا ملوث شوی وی خپریږی اوشخص دمحرقی په ناروغی اخته کوی ځینی ناروغان ترجوړیدو وروسته دناروغی عامل تراتو هفتو اوځینی نور په ځانکړی ډول هغه کسان چی دپښتورګی اویادصفرا دکیسی تیږه ولری نودناروغی عامل دیوه کال لپاره په دوامدار ډول دخپلو فضله موادو سره اطراح کوی نوله دی کبله دناروغی دخپریدو اصلی سرچینه انسان ګڼل کیږی.
ددى ناروغى عامل يو ميكروب دى(Salmonella Typhi) چى د ناولو اوبو او خوړو په وسيله انسان ته سرايت كوي. پدى معنى چى نوموړى ميكروب د انسان مدفوعاتو(مواد غايطه) په وسيله چاپيريال ته انتشار كوى او نور انسانان پدى مدفوعاتو چټل شويو خوړو او اوبو په وسيله پدى ناروغى اخته كيري.
په محرقى اخته ناروغ څنگه پيژندل كيږي؟
پداسى حال كى چى په وروسته پاتې ټولنو كى دمحرقې ته ورته ناروغيو شمير كم ندى نو ځکه د محرقي پيژندل او تشخيص مشکل بريښي. دملاريا اومحرقي تبي ځکه یوله بل سره غلطیږی چی په ملاریاکی دبدن دډیر کمزوری كيدو له امله ناروغ دروغتيا احساس نه كوي چي همدا عرضه په محرقه کی هم ده البته دمحرقی تبه اوږده خودملاریا تبه لنډه اوسړه وی. تبه په معمول ډول دهری ورځی په تبیدوسره لوړیږی چی حتی تر(۴۰) او(۴۱) درجوپوری لوړیږی
په محرقى اخته هغه ناروغان چه تداوي شوي نه وي د ٤ انيو لپاره دناروغى اعراض او علايم څرگندوي. په لمړنى اونى كى ناروغ د تبى،اشتها كموالى، دخولى بد مزگى، سردردي،كسالت ،دګيډى د درد او ټوخي نه شكايت كوي. دناروغ دزره حركات بطي شي(bradycardia)او كيدى شي چى دپوزى نه يي وينه راشي.
دويني معاينه: دويني سپين کرویات (WBC) لږ شي،دوينى كلچر كولى شي چى دناروغئ عامل تثبيت اوښكاره كړي.د widal test چى يو لابراتواري معاينه ده لا منفي وي.
په دويمه اونۍ كى ناروغ په بستر كى ناتوانه بيحركته او بيحاله غزيدلى وي خو كله ناكله له ځانه سره بى معنى خبرى كوي ،هزيان اوچټيات وايي او چيغي وهي.
تبه تر ٤٠ سانتيگراد درجى پورى پورته شي چى معمولا تر غرمى روسته په ماسپښين كى لوړى درجى ته رسي.كيدى شي چى ناروغ قبضيت يا اسهال ولري. كله چى ناروغ د ډاكتر لخوا وكتل شي لاندني علايم ليدلې شي تبه،دپوستكي سره داغونه (rose spots)،دلړمون او توري غټوالى(Hepatosplenomegaly) دگيډى خوږ او دكولمو د غږ جگوالى،دنبض اهستگي(معمولاً كله چى ناروغ تبه ولري د هغه د زړه يا قلب حركات زيات شي،خو په دى ناروغى اخته وگرو زړه دا توان نلري
دوينى معاينه: په دويمه اونى كى د Widal test شديداً مثبت شي او دويني كلچر كيدى شي چى لا هم دميكروب موجوديت ثابت كړي.
دريمه اونى: تبه لاهم موجوده وي خو پدى اونى كى اختلاطاتو خطر خورا زيات شي. تر تولوخطرناك اختلاط يا complication دوړو كولمو سوري كيدل يا intestinal perforation دى چى خاصتاً په روسته پاته ټولنو كى د مړينى سبب كيدى شي. دكولمو خونريزي دمغز ابطلا او ورته اختلاطات هم رامنحته كيدى شي.
څلورمه اونى: پدى اونى كى ناروغ مخ په ښه كيدو شي. اشتها پيدا كوي اوتبه ورو ورو له منځه ځي خو كه نا روغ په ناقصه توگه د انتيبيوتيك په وسيله تر معالجى لاندى راغلى وي، ددى خطر وجود لري چى ناروغى تكرار شي
سرايت: لكه چى مخكى هم يادونه وشوه دمحرقى دناروغى عامل ،ددى ناروغى اخته وگړو د مدفوعاتو په وسيله چاپيريال ته خپريږي او نور انسانان بيا د هغو خوړو او اوبو دخوړلو-څکلو له امله چى ددى ناروغ دمدفوع سره په مستقيم تماس كى راغلي او يا هم د مچانو، ناپاكه لاسونو او ورته نورو وسايلو ككړ شوي، اخته كيږي.
٥ فيصده هغه ناروغان چى ددى ناروغى نه شا ومومي په دوامدار ډول د ټول عمر لپاره دمحرقى د مرض عامل پخپلو مدفوعاتو(مواد غايطه) كى و چاپيريال ته خپروي     وقايه: ددولت په سطحه كه افغانستان ازاد شي او كه لا د اوس په شان اشغال وي،واقعيت دادى چى كه كار اهل كار ته ونسپارل شي .......په مكتبونونو كى معلم صاحبان، په مساجدو كي ملاصاحبان او په ميډيا كى د هغو چلونكي وجداني مسوليت لري چى خلكو ته دپاكى او نظافت په هكله وعظ او نصيحت وكړي. دخپل صحت دستر دشمن د خپلو مدفوعاتو د ځاى پر ځاي كولوپه صحي توگه زده کړی. واكسن دوه يا دري كاله تاسو ته معافيت دركوي او د ضرورت په وخت ئي بايد تكرار كړي.
تداوي:  په مختلفو هيوادونو كى مختلف انبيتيكونه استعماليږي. دخپل داكټر هدايت مه هيروي. ځيني خلك پدى عقيده دي چى محرقه په ملاريا يا ملاريا په محرقي بدليږي. دا يو غلط نظر دى. دغه راز يو گن شمير نور ميكروبي امراض شتون لري چى محرقى ته ورته دى. ستاسو داكټر كولى شي پدى هكله در سره مرسته وكړي. بعضى وگړي دهري تبى سره دداكتر نه غواړي چى د محرقي لپاره معاينات وكړي.بايد په ياد ولرو چى دمحرقى خورا با اعتباره يا gold standerd معاينه په وينه كى د ميكروب ليدل يا دشتون اثبات دى چى دا معاينه د وينى د كلچر په مرسته سرته رسي او يواځي په دوو لمړنيو انيو كى په وينه كى د محرقى د ميكروب شتون توقع كيدي شي( يوه با اعتباره او مجهز لابراتوار ته اړتيا لري) تر هغى روسته، سره ددى چى ناروغ په محرقى اخته هم وي خو په وينه كه دميكروب پيداكول ناشوني ښكاري.
دناروغى په دويمه اونى او تر هغى روسته په مياشتو او كلونو ،په بدن كى دمحرقى دعامل يا salmonella typhi د موجوديت غير مسقيم علايم (a positive Widal Test) تر لاسه كيدى شي چى متاسفانه دا تست يا دا معاينه، د يوه فعال او تازه مرض د شتون او يا د محرقى دهغى ناروغى تر منح چى پخوا تيره شوى او ناروغ ترى شفا ميندلى ده ، فرق كولى نشي. نتيجه دا چه ديوه مجرب داكتر په مرسته دمحرقى مقدم تشخيص او تداوي خورا مهم دى .
په درنښت
د ابن سينا طبي لابراتوار لخوا