خلک څه غواړي او حکومت څه کوي؟   

     
په  نړی کې چې کله هم وګړی د خپلو حکومتونو اطاعت کوي ستر راز یې په دې کې دی، چې ډیر کارونه اشخاص، کورنۍ، قومونه او حتی مشترک ملتونه نشی ترسره کولای، حکومت دې چې د دوي د یوځای کیدو او له یو بل سره د ارتباط یوه ستره وسیله ګرځیدلی، که چیرته یو حکومت هم د کوم کار په ترسره کولو قادر نه وی نو له خپلو ګاونډیو سره یو شمیر قراردادونه، مشترک منافع او مشترک مشکلات په نښه کوی او یا کوچنی سازمانونه منځ ته راځي، خو که قصه له دې هم مخکی وی نو بیا یې د ټولی نړی په مخ د ملل متحد په چوکاټ کې مطرح کوی. د عوامو تر ټولو لویه هیله له خپلو حکومتونو څخه په لومړی قدم کې د عام المنفع کارونو اجرا کول وی لکه د لویو لارو جوړول، شفاخانی، بریښنا، امنیت، مجرمینو ته سزا ورکول او داسی نور ډیر کارونه شته چې د عوامو په زړونو کې د حکومت او حاکمانو احترام په زړونو کې ژوندی ساتی. د دې لپاره چې دغه پورته خبری زمونږ په حکومت او چارواکو کې شتون لری او که نه،  غواړم چې په دې هکله یوه لنډه تبصره وکړم:
د نړی په ډیری هیوادونو کې اوس هم شاهی حکومتونه شته او هلته شاهان اوس هم واجب الاحترام ګڼل کیږی، چې ستر علت یې دا ښودل کیږي، چې د دې شاهانو پلرونو او یا هم نیکونو داسی لاسته راوړنی خپلو ولسونو ته وړاندی کړی چې کلونه ورسته بیا هم عوام د دوی منندوی دی، تر دې چې اولادونه یې واجب الاحترام ګڼی، خو د دې ټولو برعکس زمونږ د ګران وطن افغانستان په ځانګړی توګه په معاصر دوره کې داسی څوک شتون نه لری چې ټول ملت ته په خپله واکمنۍ او یا هم له واکمنی ورسته د منلو وړ وی، ایا زمونږ واکمنان له دې وضعیت او یا هم له تیر تاریخه ناخبره دی؟ او که زمونږ د وطن په خلکو کې د قناعت ماده شتون نه لری؟
نه هیڅکله داسی نده افغانان له نن څخه زرګونه کلونه وړاندی با تهذیبه او له داسی څیزونو سره اشنا ول، چې د اوسني ماډرن ملکونو لا پیژندل هم نه، اوس چی ملت له حکومت او حاکمانو څخه ناراضه دی نو لوی مشکل په همدوی کې دی، په داسی حال کې چې افغانستان د خپل ټول تاریخ په خلاف په خپله پلازمینه کې په یو وخت کې دوه حاکمان لری، او هر یو یې ځان له بل پوه ګڼی خو بیا هم ولس ناراضه، او اندیښمن دی، د هری ورځی په تیریدو سره یې یو شمیر سیمه له واکه وځی او ورسره د ولس نا ارامی زیاتیږی، اوسنی دواړه حاکمان باید په دې پوه شی چې د دوی د هری ورځی کړنی په تاریخ کې ثبتیږی او په راتلونکې کې به د کتابونو یو شمیر کرښی د دوې په کړنو ډکې وی، که غواړی چې راتلونکی نسل دوی په ښه او روښانه نامه سره یاد کړی نو دوی باید د خلکو غوښتنی او مشکلات په ټوله معنی سره درک کړی، ولس د کابل بانک په قضیه څه کوی؟ ولس په لویو شعارونو څه کوی؟ ولس د نړی د مفکر په نامه څه کوی؟ ولس په الیکترونی تذکرو څه کوی؟
بلکی ولس دا غواړی چې په امن کې ژوند وکړی، د کورنی افراد یې ونه وژل شی، لاری یې خوندی وی، د کار زمینه ورته مساعده وی، په وطن کې یې ارزانی وی، هیواد یې له چا څخه ورسته نه وی او تر ټولو ستره غوښتنه یې داده چې خلک یې تعلیم یافته وی تر څو د   تل لپاره یې هیواد له نور سره سیال وی خو د حیرانتیا  ځای خو داده چې زمونږ د دوو واکدارنو له جملی یو ځان د نړی متفکر بولی، او دوهم یې ځان د سیمی په کچه سیاستمدار، خو تر څو چې د ملت غوښتنو ته په لاس رسی پیدا نه کړﺉ نه متفکرین یې او نه سیاست مداران. د نوی سیاست په تعریف کې اساسی پاینټ دادی چې اشتباه پکې قبولیت نه لری، اوسنیو واکدارانو همدا مو د امتحان وخت دی که غواړی چې هم خپله آینده او هم ملت ته خدمت وکړی نو همدا مو وخت دی، دا خو د تاریخ ستره صحنه ده چې د افغانستان په شان هیواد کې واکمني کوی او ښه فرصت لری چې خدمت وکړی، کنه داسی وخت به راتلونکی ده چې د پخوانیو واکمنانو خطاب به درته کیږی او وخت به درڅخه تیر وی.