سیاسي عاشورا او د ولسمشر اشتباه

 
افغانستان یو اسلامي هېواد دی او د عاشورا ورځې فوق العاده ارزښت او فضايلو ته په کتو بايد ووايو، چې هر مسلمان د دې مباركې ورځې حرمت او درنښت په پام كې وساتي، ځکه د احاديثو او د اسلامي پوهانو د ليكنو  پر بنسټ د عاشورا ورځ يوه مباركه ورځ ده، چې له  اسلام څخه مخكې هم د جاهليت په دوره کې د يوې سپيڅلې ورځې په نوم پېژندل شوې وه.
د اسلامي رواياتو له مخې، په دې ورځ كې ډېرې سترې پېښې رامنځته شوي، چې د بېلګې په توګه یې دلته ځینې بیانو او هغه دا، چې حضرت آدم او بي بي هوا علیهم السلام له ډېرې مودې جدایۍ ورسته په همدې ورځ (عاشورا) سره یو ځای شول، حضرت نوح (ع) په همدغه ورځ له سيلاب نه خلاصون وموند او کښتۍ یې په جودي غره ودرېده، همدا را ز حضرت ابراهيم ( ع) خداى تعالى د نمروذيانو له اور څخه په همدې ورځ بچ كړ، حضرت يعقوب (ع) سترګې په همدې ورځ بیرته بینا شوې او د حضرت يوسف (ع) وصال ته ورسېد، حضرت ايوب (ع) په همدې ورځ له سختې ناروغۍ څخه نجات وموند او الله شفاء ورکړه، حضرت موسی (ع) په همدې ورځ د فرعون له شر څخه نجات وموند او فرعونیان غرق شول، حضرت عيسى (ع) هم په همدې ورځ آسمان ته پورته شو او عروج يې وكړ، حضرت یونس (ع) په همدې ورځ د ماهي (کب) له خېټې روغ ووت او داسې نورې پېښې، چې د اوږدوالي له امله ترې تېرېږو. په دې ورځ كې د روژې په نېولو او د قران په تلاوت او د لمنځونو په كولو سره هم د دې ورځې حق اداء کول په کار دي. همدارنګه په همدې عاشورا تاريخي ورځ كې د حضرت امام حسين (رض) د شهادت پېښه رامنځ ته كېدل د لوى خداى (ج) تقدير او اراده وه، چې په ترڅ كې يې د ګران پيغمبر لمسى  حضرت امام حسين له خپلو (۷۲) تنو ملګرو سره په ډېره مظلومانه توګه د كربلا په دښته كې د يزيد بن معاویه (رض) د پلويانو له خوا، په شهادت ورسېدل.
اوس ایا دغه د عاشورا ورځ په افغانستان او نورو ځایونو کې ریښتیا هم د یو اسلامي ارزښت پر بنسټ نمانځل کېږي، که د سیاسي واک د تبارز، د نفوسو د زیاتوالي او یا د نورو دنیوي اهدافو لپاره؟
مونږ هم مسلمانان یو او اسلامي عنعنات او ارزشتونه لرو، خو تر دې دمه مو نه لارې بندې کړي، نه مو څوک پرې وژلې، نه مو بیت المال پرې مصرف کړی، نه مو خلک ازار او اذیت کړي، نه مو ډزې کړي او نه مونږ داسې کوم بل بد کار په کې ترسره کړی، چې د چا ځان، مال او یا کور ته مو زیان پېښ کړی وي، خو کله چې په افغانستان کې د شهید اوونۍ وي، امتیاز یوه ډله خلک اخلي، لارو، کوڅو او سړکونو ته راووځي، خلک وهي، وژني یې، ډزې کوي، لارې بندوي، دولتي موټر کاروي، تیل د ملت مصرفوي، په دغه ورځو کې بیت المال یواځې د دوی لپاره ځانګړی شوی وي، حکومت په دغه ورځ د دوی په لاس کې وي، نظامي اماکن او تجهیزات د دوی په واک او اختیار کې وي، خو بیرغ د بل چا پورته کوي، زنده باد بل چا ته وایې، نو چې څه لنډغري یې زړه غواړي هغه کوي، د چا په مال، ځان او حتا په ناموس هم بند نه وي. کله چې د عاشورا ورځ شي، نو بیا شیعه مذهبو ته خدای موقع په لاس ورکړي، لارې بندې کړي، تور بیرغونه وځړوي، پر سړکونو کمانونه وتړي، له خپل سره تورې او شنې ټوټې تاو کړي، لوډ سپېکرونه د موټرو پر سر کېږدي او شاوخوا درې څلور ورځې مهمې لارې، سړکونه او هر څه بند وي او په اخره یانې لسمه ورځ خو بیخي دولتي او غیردولتي هرڅه رخصت وي، چې دې ټولو ته په کتو خلک له ګڼ شمېر ستونزو او کړاونو سره مخېږي او هېڅوک نشته چې لږ پر دې مظلوم ولس رحم وکړي، زه نه وایم چې خلک دې خپل دیني عنعنات او ارزښتونو ته درناوی نه کوي. ودې کړي، خو نه چې بل چا ته زیان پېښ کړي، ځکه مونږ خو هم مسلمانان یو او یوه ورځ مو هم داسې کار نه دی کړی چې ملت او هېواد ته مو زیان پېښ کړی وي. که هر اسلامي عبادت پر ځای کؤو، نو په پټه یې خپل خدای ته کو، چې اجر او ثواب راکړي، هغه راضي شي او له عذابونو خلاص شو، خو دوی بیا له ریا ډک او په ښکاره د مسلمانانو په زورولو لاس پورې کوي، چې د ثواب پر ځای عذاب دی او په ښکاره د حدیث شریف مخالفت دی، حضرت محمد (ص) ویلي، چې د یو مسلمان مړي پسې تر درې ورځو پورې خفګان په کار دی. اوس دلته کالونه تېرېږي، چې په نوم عاشورا او د شهید اوونۍ، خو په اصل کې د خپل نفوذ ښودنه او د سیاسي واک او سلطې مالومول او بالاخره د دولتي امکاناتو او امتیازاتو څخه د ځان برخمن کول او د مظلوم ولس لا زورول دي.
بدبختي دلته دی، چې ځینې زمونږ مشران هم بیا د دوی په مراسمو کې ګډون کوي او داسې توجیهات ورکوي، چې ګویا دا یو ستر اسلامي کار دی او یواځې همدغه اسلام دی او په همدې کار سره به جنت په ټیکه اخلو، چې له نورو تېرېږو او ولسمشر ته راځو، ځکه ده ته د خلکو سترګې اوړي. ولسمشر په عاشورا ورځ کې داسې وینا کرښه په کرښه پیل کړې وه چې تا به ویل د قران کریم قرائت کوي، چې خدای مې دې غاړه نه بندوي هغه خپل حقوقي مشارو یې ورته لیکلې وه، چې بدبختانه هغه هم شیعه مذهبی دی. د ولسمشر له خولې بالاخره داسې لیکلې خبرې ووتې، چې که خدای مه کړه د یو چا عقیده همداسې وي نو سړی کافر کېږي. ولسمشر وویل، (حضرت امام حسین نواسې خدا...). العیاذ باالله. زه دا منم چې ولسمشر سهوه شو، خو سهوه جبران لري، ده باید ویلي ؤو، چې وبښئ دلته اشتباه وشوه! خو خبره دا دی چې فکر کوم ولسمشر هېڅ اسلامي مالومات نلري او یواځې په دنیایې اقتصاد یې عمر  خوړلی، چې د اقتصاد پایله یې هم دا شوه چې د افغانستان اقتصاد یې کندې ته وغورځاوه.  
اوس ځینې هغه کسان چې اګربکیان دي او په نظام او دولت کې دخیل دي، نو توجیهات ورکوي وایې.
نقل قول، دا خو لفظي اشتباه او ښوېدنه وه!
(((د ولسمشر لفظي ښوییدنه او د ناقدینو عقدیی چلند ته لاندیني حدیث شریف ځواب دی:
په مسلم شریف کې د عبدالله ابن مسعود د اوږده حدیث په پای کې راځي:
( فسعى شرفا فلم ير شيئا ثم سعى شرفا ثانيا فلم ير شيئا ثم سعى شرفا ثالثا فلم ير شيئا فأقبل حتى أتى مكانه الذي قال فيه ) ، وفي حديث النعمان بن بشير زيادة : ( ثم قال من شدة الفرح اللهم أنت عبدي وأنا ربك أخطأ من شدة الفرح ) رواه مسلم .
د پورتني حدیث اخرنی الفاظو ژباړه داده چې (( بیایي له زیاتي خوشحالي څخه وویل یا الله ته مې بنده یې او زه د رب یم له ډېري خوشحالی نه خطا شو))
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر په اصل متن او پیغام کې درست لیکل شویدی. که چېرته دا سهوه جدې نېول کېږي نو بیا په فقهی کتابونو کې د سهوې احکام ولی راغلي دي؟ زموږ د سهوې سجده ولی شته؟ ایا دا پورتنی حدیث څه مانا لری؟ ایا موږ په ملا پسي فاتح نلرو او یا حافظ پسي شاته؟ د دې لپاره چې د سهوې او اشتباه پروخت یې ورپه یاد کړي. ځکه دا قصدی عمل نه ده, سهوه ده او سهوه له هر انسان څخه کېږي. لطفا هرڅه د تبلیغاتو او سیاسی ګټې له عینکو مه ویني. ایا تاسو په لمانځه کې نه یې سهوه شوي؟ ایا تاسو سهوه قصدی عمل ګڼي؟ ایا ستاسو په وینا کې ژبه نه ده ښويیدلي. هیله ده د وسله وال دښمن په ژرنده کې اوبه توی نکړو!!)))  د حلیم فدایې له وال څخه.
بل بیا لیکلي دي، ((دا سهوه هم نه بلکې د ژبې ښویېدل دی!  او خلکو له ځانو مفتیانو جوړ کړي او فتوا ورکوي، افغانستان داسی هیواد دی، چې قاضیان یی فیصلې نشي کولی، خو ولس بیا دومره جرأت لري، چې د یو چا غیر ارادي غلطۍ باندې سمدلاسه فتوا صادره کړي)).
زه دا وایم، چې تاسې دا نه دي اوریدلي چې (لا طاعت لمخلوقٍ في معصیة الخالق). ژباړه: د مخلوق اطاعت په هغه وخت کې مه کوئ، چې د خاق نافرماني وي. اصلآ د دې مراسمو تجلیل شرعي بڼه نلري، ځان وهل، چغې وهل، وینه تویول، مسلمانان په تکلیفول او داسې نور، ځکه دا د دین په خاطر نه بلکې په نړۍ کې د سیاسي نفوذ د ښودلو او خپرولو په خاطر تر سره کیږي، نو څوک چې کوښښ کوي غلطو کړنو ته سمه بڼه ورکړي، او په ښایسته لباس کې یی خلکو ته وښایي، بیا به داسې سهوې کیږي.
فدایې صیب! تا ته احترام لرم، خو دا وایم چې هغه حدیث ته خپله وایې، چې له ډېرې خوښۍ یې خوله غلطه شوه. ایا دلته هم ولسمشر ډېر خوښ ؤو؟ ته هغه ویډیو وګوره، چې ولسمشر له کرښو بلې خوا ګوري که نه یواځې یې سترګې په لیک تمرکز لري؟
دا هم نه وایم، چې ولسمشر لاړو کافر شو، خو موخه مې دا ده، چې باید ملت ته یې ویلي ؤو، چې دلته اشتباه وشوه، ځکه هغه د (بالول) کیسه به مو اوریدلې وي، چې یوه ورځ له کوم بادشاه سره په باراني ورځ کې روان ؤو، بادشاه بالول ته وویل، پام کوه چې پښه دې ونه ښوېږي! بالول بادشاه ته وویل، زه خیر دی، خو ته پام کوه، چې ستا په ښوېدو ټول ملت ښوېږي!   
بله دا چې پکار خو دا ده، چې چا ورته بیانیه لیکلې وي، داسې جزا دې ورکړي، لکه د شمالي کوریا ولسمشر (کیم جون) چې د خپل هېواد د دفاع وزیر ته ورکړه.