
د لوی او مهربان څښتن تعالی په سپیڅلي نامه!
د تیرو څو لسیزو راپدیخوا افغانانو د ټوپکو او اسلحو سره لوبې وکړې، او لا هم د دغه نشې ښکار دي. د مثبت بدولون تر راوستلو په منفي بدلونونو خوښ بریښي، د نورو لاسپوڅي او جاسوسی ورته تر هر څه بهتره ښکاري. خو په حقیقت کې دوی د نورو افغانانو عزت، ناموس، وینې او خاورې ته هیڅ پاملرنه نه کوي، د افغان وینه ورته لکه د خوړ سیلاب ښکاري. مونږ په دې باور یو چې مونږ روسان له خپلې خاورې ویستلي دي، موږ شورویان له دې خاورې په ژړا رخصت کړي، اوس مو امریکا په مخه کړې ده، دا هر څه حقیقت دي، خو؛ زموږ کورونه وران شوي، مونږ ډیر هیوادوال له لاسه ورکړي، ډیرې کورنۍ د غم په ټغر پاتې شوي او تل یې د مظلومیت ژوند کړی، چې دا د بهرنیو راغلو یوه لوبه ده، لوبغالی یې افغانستان او لوبغاړي یې افغانان دي. خاوره، عزت، رغونه، وینه، سرونه او اندامونه پکې د افغانانو لوبیږي، مګر اهداف پکې د روسيې او امریکې پوره کیږي.
په دې خاوره (افغانستان) ډیرو قوتونو خپله توانایې وازمایله، له دې هیواده یې تنور جوړ کړ، په مختلفو نومونو یې د تنور په لمبو وسوځولو، په خپلو کې یې لکه دمسلمانانو او یهودانو واچولو، هیواد یې راته له پوهې د ناپوهۍ په لور رهي کړ، زمونږ رغونه یې ناپیدا حالت ته وګرځوله؛ مګر موږ لا هم خپل دوست او دوښمن ونه پیژانده او ځان مو ترنورو پوه وګاڼه. د دې خاورې هر سړی د سیاست پلار شو؛ هر ځوان یې افلاطون شو؛ هره پیغله یې ملاله شوه؛ او هر کوچنی یې علي شو؛ مګر د خپل دوست او دښمن څخه ناخبر دي. دوی تل کورنی سیاست کړی، تل یې د خپلو بچیانو د نفقې لپاره د یتیم او بې وزله مړۍ راخیستې، او د هغه کورنۍ یې د غم په ټغر پریښې. ځوان خپل نوم او عزت تل د نورو په بې عزتۍ کې لټولی، د خپل ژوند د ښه والي او بقا لپاره د نورو ژوند د مرګ په تله وزن کوي. کوچنی د اورونو او فریادونو په ښار کې لویږي؛ له بم، ځانمرګي او بمبار یې بل هیڅ نه دي اوریدلي، په ناڅرګنده تورتم کې یې مزل پیل کړی او د لویو اهدافو د لاس راوړلو لپاره هڅې کوي. مګر هلته یې د ولس دښمن نه پریږدي، ښوونځی او پوهنځی یې په بمونو الوځوي، ښوونکی او کتاب یې ورته د باروتو په لمبو سیځي. حال دا چې ټول د یوه دین پیروان دي، ټول د یوې خاورې استوګن دي. مګر تر خپلې وسې د نورو د اهدافو د پوره کولو لپاره خپل هیواد ورانوي، خپل بچیان وژني، خپل ښوونځي سیځي او خپل ښوونکي وژني. ولې مونږ تل د نورو ښکار شوي یو؟ ولې د هرې خوښۍ او خوشحالۍ عوض په درد او غم ورکوو؟ ولې مو د مظلومیت چیغه تر اسمانه نه رسیږي؟ او ولې د مظلوم اوښکې نه وچیږي؟ دلته څو لسیزې همدا لوبه روانه ده، خو نه یې د حل لاره پیدا شوه او نه یې د خلاصون. نړیوال چې هره تګلاره او پالیسي جوړوي، نړیوال چې هره نوی وسله جوړوي، د بري او بایلات ازميښت یې د افغان په وجود باندې کوي، افغان د تیرو څو لسیزو راپدیخوا د دې ډول ازمیښتونو ښکاری شوی. جسدونه او روحونه د افغانانو دي مګر اهداف پرې د نورو پوره کیږي. د افغان هر اندام لکه د حیوان پرې شوی، وینه یې لکه د باران د څاڅکو توی شوې او په سرونو یې لکه د فوټبال د توپ لوبې شوي. د افغانانو هر نوی نسل په هره لسیزه کې د قهر په یو ناڅرګند ګوزار وهل کیږي، چې ټپونه او داغونه یې بیا تر کلونو د نفرت او درد اظهار کوي. ناټو یې د هدف په غلطۍ غوښې شیندي، انګلیس یې په نشه یې عساکرو سرونه پرې کوي، کورني قاتلین یې بیا د مشرک، کافر، یهود او غلام په نوم د بمونو په سرونو کښینوي، تل د نورو د اهدافو لپاره همدا لوبې کوي او کړي یې دي. او بیا دلته د هر قوت تر وتلو وروسته ولس بل طاقت ته د انتظار شیبې شماري او له کورني قاتله بهرنی قاتل بهتر بولي، خو؛ نه دا لوبه خلاصه شوه او نه دا لوبغاړي خلاص شول، نه یې د ناڅرګنده ګزارونو ټپونه ښه شول او نه یې په اندامونو د داغونو کمی حس شو. تر څو چې هر افغان خپل ورور او هره افغانه خپله مور او خور ونه ګڼو، تر هغې دلته د سولې او ابادۍ کیسې دروغ دي، تر هغې دلته ورولي او اخوت ناممکن دی او تر هغې دلته ژوند د تورتمونو دی. نه به دا لوبه (جنګ او جګړه) خلاصه شي، او نه به دا لوبغاړي (افغانان) خلاص شي.