طالبان بايدخپل مسئوليت اداءکړي


د افغانستان روانه جگړه د پاکستان له خواپه مخ وړل کېږي.
دا يو داسي حقيقت دی چي انکار ترې کول له لمرنه د انکار په معنی دی.
طالب مشران که په رښتيا افغانان وي او د اخرت له ورځي ډارولري نوبايد خپل اولس ته حقيقت واضح کړي اوهغه ناپوه اوسرټمبه ملگري چي لاهم دجهادپه
عقيده جگړه کوي هم پوه کړي چې دغه جگړه مونږکوو، زمونږسره د پاکستان فوځ او آی اس آی ترشاولاړدی او مونږ د دوی له مشورې پرته هيڅ هم نه شوکولای!!
که خپله دغه وجيبه ترسره کړي بيابه هم دومره زيات ملامت نه وي ځکه د خپلي غلامی او د پاکستان لپاره سرښندنه به يې اعلان کړې وي چې مونږد پاکستاند گټو لپاره جنگېږو، که څوک په دې لارکې سرښندني کوي، رادي شي زمونږ سره ديملگري شي!
خوافسوزدادی چې د طالبانوپه ليکو کي جنگېدونکي نږدې ټول هغه خلگ دي چې سرورکولوته چمتودي خو د سرخلاصولو ته نه چمتوکېږي.
تراوسه پوري دوی په دې نه پوهېږي چې دغه جگړه جهاد نه دی اونه هم عقيدوي اړخ لري بلکې دا يوه استخباراتي جگړه ده چې دآی اس آی له خواپه مخ وړل کېږي او طالبان د يوې آلې په حيث د پاکستان د گټولپاره ځانونه قرباني کوي او مسلمان افغان وروڼه وژني.
په جهاد کې نيت ته اعتبار دی، جنگ خو کافران هم کوي، خو د جهاد او جنگ ترمنځ توپيرپه نيت سره راځي اونيت د مشر او امير معتبردی د مأمور او کشر نيت ته اعتبار نشته.
اوس په دغه د آی اس آی په جگړه کې مشر او اميرد پاکستان فوځ اوآی اس آی دی، نه ملااختر محمد منصور او يابل څوک.
اختر منصورخو مشهورد آی اس آی اېجنټ دی چي پرې ټوله نړې گواه ده.
طالبان مأمورين اود پاکستان بې تنخواه اوپه ساده وردۍ کې عسکر دي، له دې هاخوا بل هيڅ حيثيت نه لري.
بايد نور طالبان سرخلاص کړي او د مسلمانانو د وژني ناروا لړۍ ته دي ادامه نه ورکوي.
له خدايه دي وډار شي او نور دي په دغو مظلومو افغانانو رحم وکړي.
بس دی، دآی اس آی لپاره په دومره خدمت اودومره د افغانانانو په وژنو بسنه وکړئ! طالبان بايد پدې پوه شي چې دغه آی اس آی ستاسو بری هم نه غواړي، تاسو به هم په هيڅ صورت دې ته پرېنږدي چې بري ته ورسېږئ!
دغه ظالم پاکستان اوآی اس آی به بېرته په تاسو مسلطېږي ځکه څوک چې د ظالم سره مرسته وکړي، خدای پاک به دغه ظالم پرې مسلط کړي.
د نړۍ له حالاتو ناخبره کوم شيخان اومفتيان چي ددغي جگړې د مشروع او لازمي ثابتولو لپاره آياتونه او حديثونه خلگوته بيانوي.
دا کار د دې هيواد او مسلمانانو سره ستره جفاء اوعظيم خيانت دی.
پای