
مسلمانان اوبیاپه ځانګړې توګه مونږ افغانان له دې کبله چې الحمدلله ښه زړي اوپاکزړي یو، داسلام، مسلمانۍ، ږیرې اوداسلام په ظاهري شعائرواوشعارونوغولېږو. اوداهم زمونږدپخې مسلمانۍ اوپاکزړۍ یوپوخ دلیل دی . ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : (المؤمن غرکریم والفاجرخب لئيم)(مومن غولېدونکی ، دښوخویونوڅښتن اوسخي وي، اوورانکاری چالاکه ټګ ، بخیل اوبدخویه وي.) خوپه دې سربېره مومن دومره ساده هم نه وي چې حقيقت ترې بېخي پناوي اوتل په غولېدوکې پاتې کېږي . په بل حدیث کې داسې راځي : (المؤمن کيس فطن)(مومن هوښیار اوزیرکه وي.) دهمدې سريزې په بنسټ زه (مسلم دوست) دفهم او ادراک او د ژڼيتوب له مهاله - چې تقریبا دداود دانقلاب له پیل سره سمون خوري – دافغانستان داسلامي پاڅون دلارې یولاروی وم اویم . داود دافغانستان دودانۍ او پرمختګ لپاره د(ماسټرپلان) په نامه یوه پیاوړې برنامه ترلاس لاندې نيولې وه چې له معارفو او اقتصاد نه راواخله دافغانستان دزمکنۍ بشپړتیالپاره پکې کوټلې لارې چارې نغښتې وې، چې په دې کې افغانستان دپخوانیوپولو(جهلم)پورې درسولوبرنامه هم وه . داود سره په کودتاکې کمونستانو(خلقیانواوپرچمیانو) فعاله ونډه اخیستې وه، نوله همدې کبله يې داسلامي پاڅون په ځپلوپیل وکړ،دځینوغړودنیولوله کبله دپاڅون غړي دې ته اړشول چې غرونو اوبیاپاکستان ته مخه کړي . دهغه وخت کمزوري پاکستان ـ چې له داود نه ډېرزیات په وېره کې وـ دې زرین فرصت نه ګټه پورته کړه . هغه وخت دذوالفقارعلي بوټوحکومت و،نصیرالله بابردسرحد(پښتونخوا) ګورنر(والي) واوهغه افغانستان سره ددښمن ذهن دلرلوترڅنګ دلویودماغوڅښتن و. نصیرالله بابرد پاکستاني حکومت ،پوځي استخباراتواوداسلامي پاڅون دمشرانوترمنځ داړيکو په جوړولوکې دناوړتيا سرکښ کردارادا کړ. په دې موافقه سره وشوه چې دپاڅون ځوانان به دغرونو له لارو پاکستان ته ورځي ، پاکستان کې به پوځي روزنه ترلاسه کوي اوبیا به بېرته افغانستان ته دداود خلاف جنګ ته ستنېږي. پاڅون اوپاکستان دواړویودبل له مجبوریته ګټه پورته کوله. له همدې ځایه پاکستان دافغانستان د ړنګولوپه کلک هوډ کې ترډېره ځایه بريالی شو. ځوانان به دغرونوله لارې پاکستان ته تلل، بیاد(ای ایس ای) مجرمانو ورته دپېښور په بالا حصارکې د(رنګ پاچا) په نوم یومېجرکېنولی و، دهغه له لارې به دپاڅون حوېليوته بېول کېدل چې په بېرسکو،ګنج ، فقیراباد اونوروځایونوکې وې . له هغه ځایه به په پوځي سرپوخوګاډوکې دچراټ ، اټک کلا اونوروپوځي کمپونوته لېږل کېدل اوله روزنې اخيستووروسته به له څه بارودو، زړومارفوروټوپکونو، فرانسوي قات کېدونکواودرېوالوماشینداروسره افغانستان ته ستنېدل. دا اوږد تاريخ دی نورې ليکنې هم پرې شوې دي اوزه به هم ان شاءالله ډېرپناحقيقتونه دتاريخ پاڼوته وسپارم . دضیاءالحق په وخت کې دروسانوله یرغل وروسته دپاکستان دمکر زاړې غوا بیاتانده شوه. اوبیا دصبغة الله مجددي تردورې پورې به دجهاد لومړيو لیکوپورې دپاکستاني استخباراتو جنرالان، کرنلان اومېجران تلل او وسلې اومهمات به يې رسول، لکه جنرال اخترعبدالرحمن،جنرال حميد ګل،کرنل امام،مېجرعامراوداسې نورو ګڼو مجرمانوبه دمجاهدینوله مجبوریته ناوړه ګټې اخیستې اودجهاد دمسیر دبدلولوهڅې به يې کولې . دافغانانودسپېڅلیونیتونوجهاد که څه هم شوروي اتحاد ړنګ کړاوافغانانو ته يې وياړونه ورپه برخه کړل، خوډېرې ناوړه پایلې يې داوې چې دپاکستاني استخباراتو(ای ایس ای)ناولي لاسونه يې افغانستان ته را وغځول، تراوسه پکې پاخه چلېږي اوپاکستاني مجرمان دادعوې هم کوي چې روسانوته مونږماتې ورکړه اولالګیایوترانګرېزانو، امریکایانو اوعربو پورې ټوله نړۍ مو وغولوله اولايې غولوو ... خوالحمد لله مونږ دپاکزړۍ په څنګ کې دقسم خوړلوغلیمانوڅېرې اوپلمې هم پېژنو. ياکستاني مجرمانو(ای ایس ای) اونورو چارواکو دافغانستان، اسلام، جهاد، هجرت اوداسې نوروپاکو نومونونه ډېرې ناوړه ګټې واخیستې او دهمدې نومونو اوحقیقتونو لوی دښمنان دي. دپردیویرغلګرودتېریوپه خلاف لکه دنوروافغانانوپه څېرمونږهم داسلامي پاڅون په ځينو تنظیمونوکې پاتې شوي یو،د حکمتیارصاحب په حزب اسلامي کې پاتې شوي یو، سره له دې چې حکمتیارصاحب دجهاد په اوږدوکې سرکښ کردار اداکړی دی اوحزب اسلامي ترټولوسترتنظیم و، خودعاء ورته کووچې الله تعالی یې له دې مجبوريته راخلاص کړي چې دپاکستاني مجرمانواودهغوی دپلموديادونې په وخت کې ښویه تېرېږي اودهغوحقیقتونوله څرګندولو نه بې وسه دي چې دوی ته ترټولوښه معلوم دي . بیادعقېدې، قران اوسنت اونوروسپېڅلیونومونواوشعارونوپه څرګندولودکونړدملاحسین(جمیل الرحمن)په ډلګۍ (جماعة الدعوة)کې موسرکښ اوبنسټيز کرداراداکړاوپه دې نامه وغولېدو،خوکله چې راته څرګنده شوه چې داډلګۍ د(ای ایس ای) دلاس اله ده اوجمیل الرحمن خوتردې بريده ورسېد چې دپاکستاني چارواکودخوشحالولولپاره يې ورته عریضه کړې وه چې افغانستان پاکستان کې مدغم کړي. ددې ناخوالواوناورین څه تفصیل مونږ(ماتې زولنې)کتاب کې لیکلی اونورتفاصیل له لاسوندونوسره په یوځانګړي کتاب کې ان شاءالله راروان دي. کله موچې دې ډلګۍ ته طلاق ورکړل اوترګوانټناموورسېدو، بیا راستانه شوو، د(ماتې زولنې) دکتاب دلیکلو اوخپرولوله کبله ژه بیا ونيول شوم اوله دوه نیم کاله زندان ګاللونه وروسته دکرنل عازب پنجابي په تبادله کې دتحربک طالبان دامیر: بیت الله مرحوم اوحکیم الله مرحوم په هڅو الله تعالی را ازادکړم، له امارت اسلامي، القاعدې ، تحریک طالبان اونورواسلامي تنظیمونوسره موښې اړیکې وې چې دټولوتفاصیل اودهریوښه اوناښه اړخونه به هم په یوکتابي شکل کې لوستونکي ان شاءالله ولولي. کله چې دابوبکربغدادي ترمشرۍ لاندې دخلافت اعلان وشو،دازمونږپخوانی ارمان و اوپه دې هکله څوکاله مخکې د(ملاک الامجاد)په نامه یوکتاب هم ماپه عربي ژبه لیکلی دی. مونږورسره بیعت وکړاودخلافت له پلوه داورکزوحافظ سعیدخان دخراسان والی شو. اګرچې سعیدخان له دې پرته چې یو مسلمان دی، نورهیڅ کوم پیاوړی استعداد نه لري، نږه بې سواده اوامي دی . خو داسلامي امت دسرلوړۍ په موخه مونږدهغه ولایت ومانه. مونږګومان کاوه چې ټول امت اوپه ځانګړې توګه افغانانوته به دایودخوشحالۍ، سوکالۍ، ودانۍ، علم اوهرې نېکمرغۍ زېری شي اوزمونږمجاهد ولس به دډېروکړاوونوله ګاللو وروسته دارام سا واخلي اوستونزې به يې حل شي. خوله بده مرغه دسعید خان دبې کفایتۍ اونورومغرضواړخونودناولولاسونودرا اوږدېدوله کبله دسعید خان ولایت په داسې ګړنګونوسرشوچې بې له دې هیڅ چاره نه وه چې مونږ ترې راجلاشو. لوی ناورین دادی چې پاکستاني مجرمانوپه سیمه کې داسې ملانماګان ګمارلي دي چې هغوی دافتوې ورکوي چې انګرېزي پاکستان کې جهاد ناروا اوافغانستان کې فرض عين دی!!!. مونږافغانستان کې هریرغلګر او داسلام دښمن سره جنګېدلي یواوجنګېږو، خود(ای ایس ای) مفتیان وايي : (الجهاد ماض الی یوم القیامة فی افغانستان) (جهادبه ترقیامته په افغامستان کې روان وي) (فی افغانستان)(په افغانستان کې) جمله ورسره دپاکستاني (ای ایس ای) مفتیانوورزیاته کړې ده . په ملانماګانوسربېره مفتي عمران خان کرکټي هم همداسې فتوی ورکړې ده!!!. بېرته دې خبرې ته راګرځم چې سعیدخان حافظ په ځان پوهېږي اوکه نه؟ خوددغه مفتیانوله فتوې سره سم کاريې روان کړی دی، پاکستان يې پرېښوداوافغانستان ته راغی، بیا کاشکې چې دشریعت په رڼاکې يې في سبیل الله جهادکولی، دجهادپه نامه يې فساد پیل کړ. نوهغه سره زمالومړنی اختلاف همداوچې پاکستان يې پرېښود اوافغانستان ته راغی. اوس په ځان نه پوهېږي خلک يې غولوي اودچندوپه نامه ورته ځينې استخباراتي کړۍ دفساد لپاره پيسې رالېږي او افغانستان کې يې بوختوي . خودبې وزلواوبې دفاع خلکونيول، تنګول، جریمې ترې اخیستل، بونګې لپاره دعواموتښتول، ناروا وژنې، دعلمي مرکزونوتړل اونور... هيڅکله جهاد نه شي ګڼل کېدی . کله يې چې کوټ نه دوه کسه پورته کړل، ماځواب ورولېږه چې راخوشې يې کړي خوهغه په ناروا ووژل، اوبیاچې دمامند په تختوکلي کې ما ورته درې نبوي حديثونه وړاندې کړل نودحديثونوسپکاوی يې وکړ. زما اودهغه ترمنځ ډېرې ترخې خبرې تبادله شوې . زه بل لوري ته لاړم اوسعیدخان دمامند بې ګونا نيول شوي خلک په ناروا او وحشي ډول ووژل . داچې چا داسلامي امارت طالبانوته چای، ډوډۍ اوشپه ورکړې وي، کوم جرم نه دی. مسلمانان اوبیا زمونږ افغانان خو مېلمه پال خلک دي اورسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (من کان یؤمن بالله والیوم الاخر فلیکرم ضیفه)(چاچې په الله اودقیامت په ورځ ایمان راوړی وي هغه دې دخپل مېلمه عزت وکړي). نودوی خوتاته هم ډوډۍ درکوي که داسې په ډوډۍ اوشپې ورکولوخلک وژل رواشي خوافغانستان لاڅه چې په نړۍ کې به هیڅوک ژوندی پاتې نه شي . په دې هم دچاوژل روانه دي چې دهغه دکورله پلوه په ماډزشوی دی . که داکار روسانواوامريکایانوکولی اوس به ټول افغانان وژل شوي وو. بله داچې د مکتبونواولېسو بندول هم يو ناوړه اوله اسلام خلاف کاردی . سعید خان اومقبول سره په تیراکې هم زمادابحث راغلی و، ما ورته ویلي ووچې دکېمیا، فزیک، بیالوژي، حساب، هندسې ، ژبو اونورو طبیعي علوموزده کول خوناروا نه بلکې مطلوب دي، ځکه چې مونږډاکټر، انجینر، پيلوټ، اداري اوداسې نوروکدرونو ته اړتیالرو اودا له همدې لارې منځ ته راځي. نوځکه باید ښوونځي اوتعلیمي مرکزونه ونه تړل شي . ما دافغانستان ښوونيزنصاب مطالعه کړی دی اوله اسلام خلاف هېڅ پکې نشته، فرضا که څه وموندل شوهغه به ترې وباسوو. مسلمان لاڅه چې کافرنه هم دامطلوب مضامین زده کولی شې. اسلام کې دښوونې او روزنې اهمیت دومره زیات دی چې دبدردغزوې ځينوبندیانوته رسول الله صلی الله علیه وسلم مالی فدیه وبښله اودايې فدیه شوه چې هغوی به دصحابه کرامورضي الله عنهم بچوته لیکل او لوستل ورزده کوي. سبحان الله! مدینې منورې کې دصحابه کراموبچوته رسول الله صلی الله علیه وسلم په جنګ کې نیولي کافران استاذان نیسي اوبیا ددې استاذۍ مزدوري اوتنخا داورکوي چې ازادوي يې!!!. که زمونږله وسه داپوره نه وي چې ددې خلکوبچوته دتعلیم اوتربيې انتظام ونيسواوداتیارانتظام ورباندې بند کړو نودانسل به جاهلان پاتې شي اومسئولیت به يې دهغه چاپه غاړه وي چې ددې جهالت سبب جوړ شي. زمونږمخې ته یوه داسې ورځ راروانه ده چې دالله تعالی په مخکې به اودرېږواود ذرې ذرې حساب به راسره کوي، نوځکه باید ډېراحتیاط وکړو اوهرقدم چې مخکې ږدو، باید داسلام له لارښوونوسره سم يې کېږدو. دسعیدخان ټول کارونه جاهلانوته حواله دي. ماورته په یولوی مجلس کې دیومنظم تشکیل نقشه جوړه کړه چې له کبله يې شپه او ورځ کارکولوته اړتیاوه، خودسعیدخان اوټولوخلکومخکې يوتورمخي جاهل وویل چې : درسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې داسې نظم نه و .....!!! ماهغه چپ کړ خو وروسته کارونه دهماغه جاهل له غوښتنې سره سم بې نظمه اوګډوډ روان شول. په مونږ دراتپل شوې کرښې دواړوغاړوته په اسلام میین مسلمانان اوسېږي، اود ناپوهۍ له کبله چې پکې کوم ناوړه دودونه دي، دهغواصلاح په خوږه ژبه، ښواخلاقو، نرمۍ اودښېګړوپه کولوممکن دي. اوبیا افغانان هغه ننګیالي، مېړني، اوتوريالي مسلمانان دي چې تل يې اسلام اواسلامي ارزښتونولپاره خپلې وینې، مالونه اوهرڅه قربانۍ لپاره وړاندې کړي دي، چې په ميليونونو شهیدان، مهاجرين، یتیمان، کونډې، معلولين، ړنګ شوي کورونه، نړېدلې کنډوالې اوماتې خوړلي غلیمان ددې خبرې پاخه دلیلونه اوګواهان دي. اوس دې ته اړتیاده چې مونږدشهیدانودوارثانواویتیمانو اوښکې پاکې کړو، بې وزلوته ډوډۍ ورکړو، ړنګ کورونه اونړېدلي دېوالونه يې ودان کړو، بچوته يې دعلم دروازې پرانيزو، مظلومان يې له ظلم وژغورو اودهرډول خيراوښېګړې دوررسولوپه لارکې خپل ټول وس په کارواچوو. ماسعید خان ته وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : (یسروا ولا تعسروا بشروا ولاتنفروا)(اساني وکړئ اوسختي مه کوئ، زېری ورکړئ،خلک خوشحاله کړئ اوکرکه کې يې مه اچوئ) . خو افسوس چې ددې په خلاف هغه هره ناړامي اوسختي وازمېیله. دچاپه خلاف چې دسختۍ کولو امر ورته په قران کې شوی هغوی يې پرېښودل اوپه بې وزلو مسلمانانويې سختي راواخیسته!. نوځکه مونږدې ته اړشوواوداموخپل مسئولیت اوفرض وګڼل چې له داسې ناوړه ډلګۍ نه راجلاشو. مونږ داټول داسلامي بنسټونوپه لارښوونه کړي اوکوويې، اوله الله تعالی پرته دهيچاپروانه کوو. اوداځکه چې زمونږ پوخ اونه ماتېدونکی تړون الله تعالی سره دی اود همغه جل جلاله له سپېڅلي کتاب قران اودهغه جل جلاله دپېغمبرمحمد صلی الله علیه وسلم له سپېڅلیوحدیثو(اسلامي شریعت)نه به په هرقدم، هرې پوړۍ اوهرپړاوکې هدایت اخلو. عبدالرحیم مسلم دوست الافغاني