ولسمشر غني د ولسمشر کرزي په پل پل کېښود.

 
د ملګرو ملتونو په نوښت د بن لومړی کنفرانس د۲۰۰۱کال د نوامبر په ۲۷ د بن په ښار کې وشو، په کنفرانس کې د افغانستان یو شمیر جنګي ډلو، د روم او قبرس بهیر او له پیښور څخه د افغان مهاجرینو یو شمیر استازو ګډون درلود.
په بن کنفرانس کې د یو شمیر نورو مهمو پریکړو ترڅنګ په افغانستان کې د حکومتوالۍ لپاره هم په یو چوکاټ باندې هوکړه وشوه. د بن په پریکړو کې د یو خپلواک حکومت د جوړیدو لپاره د سرتاسري ټاکنو په ترسره کیدو هم پریکړه شوې وه او هغه و چې له همغې ورځې تر اوسه درې ځله په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوي دي. د ولسمشرۍ په لومړۍ او دویمه دوره ټاکنو کې حامد کرزی د افغانستان دولسمشر په توګه وټاکل شو.  
په ټاکنیزو حکومتونو کې یو دود دادی، چې په انتخاباتو کې د خلکو په اکثریت رایو بریالۍ ډله د حکومت جوړیدو صلاحیت لري او په دې برخه کې هیڅ ډول شراکت او ایتلاف ته اړتیا نه لیدل کیږي. په ځانګړې توګه باید وویل شي، چې د افغانستان نظام ریاستي ده او په دې نظام کې خو ګټونکی د هیڅ ډول ویش او شراکت لپاره مجبوریت نه لري. په داسې حال کې چې په لومړۍ دوره ټاکنو کې ولسمشر حامد کرزی د افغانانو په پاکو رایو راغی او تر ډیره یې د پښتون میشتو سیمو ملاتړ له ځان سره درلوده خو ولسمشر برعکس هغسې مصلحت غوره کړ لکه څنګه چې  په بن کې د موقت حکومت د جوړیدو لپاره شوې وه.
که څه هم شمال ټلوالې او نورو تنظیمي او جنګي ډلو په ټاکنو کې خپل نوماندان درلودل او  په ټاکنو کې یې ونډه هم اخیستې وه، خو ولسمشر کرزي د ستر مضر مصلحت  له مخې په ټاکنو تر بریالیتوب وروسته همدغه ډلې چې په ټاکنو کې یې پر د کرزي وړاندې مخالفت درلود په حکومت کې شریکان کړل او د حکومت خوښنه برخه يې همدي ټوپکمارو او جنایت کارانو ته ورکړه. دغه راز پخواني ولسمشر حامد کرزي په دویمه دروه ټاکنو کې هم تر ډیره په حکومت کې پخواني قومندانانو ته ونډه ورکړې وه او ولسمشر خپله دغه غلتې پریکړې ته د ملي مصلحت نوم ورکړی و، چې په اصل کې د نوموړي دغه مصلحت د افغانستان د پرمختګ لپاره ډېر مضر تمام شو.
په دریمه دوره ټاکنو کې محمد اشرف غني  ښکاره بریالۍ و، خو د شمال  ټلوالي جنجالونو او نړیوال فشار غني مجبور کړ چې د ملي یووالي په نوم یو شریک حکومت جوړیدوه ته يي غاړه کېږي. د غني په راتګ تر ټولو ستره هیله دا وه چې نوی ولسمشر به وکولای شي دا مسخره مصلحتي، غیرقانوني او مضر چلندونه له منځه یوسي او په بشپړ ډول شایسته سالارۍ ته پام وکړ، خو له بدمرغه غني په دې برخه کې پاتې راغی.
د مصلحتونو په نوم سیاست چې دولت د اشرف غني په مشرۍ، په تېر ۱ کال کې په ملي کچه چلولی په ډيرو برخو کې يي دولت ته له ناکامیو ، بدنامیو او رسواییو پرته، بله پایله نه ده لرلې . غني د ملي مصلحت تر نوم لاندې غله او ډاکوان پر ملت واکمن کړل . د مصلحت تګلارې، دولت په لټۍ ، فساد او خلکو سره په تربګنۍ روږدی کړ . مصلحت ، د جنګي مجرمینو او د انتقالي عدالت د پلي کولو مخه ډب کړېده . همدې سیاست ولس له دولت څخه لری کړی او د ولس او دولت تر منځ يی لوی واټن رامنځته کړی دی. ملي مصلحت چې په حقیقت کې د جګړه مارو او جهادي ــ مافیايي کړیو واکمني ته د ادامې یوه وسیله وه، ولس له دولت څخه مرور کړی او خلک يي په لویلاس د وسلوالو مخالفینو د لیکو پیاوړتیا ته ورشیوه کړې دي . په ملي کچه د ناوړه مصلحت تګلارې نه یوازې دولت کمزوری کړی بلکې په سیمه یزه کچه، پاکستان او ایران سره هم داسې تګلارې، دولت له ډېرو پوښتنو او سوالونو سره مخ کړی دی.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د ناوړه سیاسي مصلحتونو له امله وخت پر وخت داسي مقرري کیږي چه په هغو کې د افغانستان د ملی ګټو خیال نه ساتل کیږي. ولسمشر غني څه موده د مخه ویس برمک یو ځل بیا په داسی حال کې د استرار کمېټې د مشر په توګه وټاکه، چه پوره پنځه کاله د ولسمشر کرزي د حکومت پرمهال وزیر پاتی شوی و او د ملي یوالي حکومت د مشرانو د سیاسي هوکړې خلاف دی چې د پخواني حکومت د کابینې ډيری غړي چې وزیران پاتي شوي په مهم پوسټونو کې نه راولي. دغه راز  ولسمشر غني په دې نږدې وختونو کې یو ستر جنایت کار میرامان الله ګذر چي له تیرې درې لسیزې راهیسې په چور چپاول او د خلکو په زورونه بوخت دی او څو کاله وړاندې په یوه لاریون کې د کابل یو شمیر سیمو ته اور ورته کول او د مارکیټونو او هټیو چورول یې د جنایتونو ښه بیلګه ده، خو غني نومړی یو ځل بیا په نظام کې شامل کړ او پر دنده یې وګماره. د ولسمشر دغه ډول کارونه د مضر سیاسي مصلحت نتیجه ده او دغه ډول کړنې د ولس په شکست تمامیږي.
که څه هم اوسنی حکومت د خلکو د ارادو خلاف رامنځته شوی دی له همدې سره همداوس په افغانستان کې مصلحتي ټيم حاکم دى او ولسمشر غني هم چې د شمال ټلوالۍ په انحصار کې ولوید په خپلو وروستيو فرمانو کې يوځل بيا د ملي ارزښتونو او ګټو پر ځاى د خپلو مخالفو او د افغان ملت د ښمنانو ګټې په پام کې نيولې دي.
مړه دې وي هغه کسان چې د افغانانو د ارادو خلاف اعمال ترسره کوي.
ژوندۍ او رپانده دې وي د لوی افغانستان د جوړیدو هیلې.