د سرتیري حق شهزاده ته بښل بې انصافي ده !

 
هر ورځ د فیسبوک استعمال راته عادت ګرځیدلې دي خو دا وار راته د فیسبوک آن کول بیخې عجیب و کله چې مې فیسبوک چالان کړ نو د ولسمشر غني په انځور مې سترګې ولږیدې چې د هیواد یوه سترتیرې ته په ټټر مډال ټومبې  خوشحاله شوم چې ولسمشر ښه کارونه هم کوي دا مهال مې د انځور شرحې ته پام شو داسې یې لیکلې وو(د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم دوه ځامن بابر دوستم او مصطفی دوستم چې د فاریاب او سرپل ولایتونو ته له خپل پلار سره یو ځای د ځانګړو عملیاتو لپاره تللې وو د ولسمشر غني لخوا د شجاعت مډالونو ورکړل شول )
له اوفففففف ویستلو ورسته مې کړل چې ایا په دې جنګ کې یوازې د دوستم زامن وو؟
په دې جنګ کې خو یو لښکر سرتیري ول ایا هغوې ددې مډال وړتیا نه لرله؟
مطمئن یم چې له دې دوه شهزاده ګانو به ډیر سرتیري مخکې ول هم به یې ددۍ ساتنه کوله او هم به یې جنګ کوه دوۍ خو یوازې یو نمایش ته تللې ول ؛ دوۍ خو فلمونه ډکول ؛ که داسې نه وي نو ولې هغه والسوالۍ چې دوی له وسلوالو ونیولې په یوه جمعه کې بیرته ود وسلوالو لاس ته ورغلې .
او بیا ولسمشره !
 ستا دې انصاف ته دې خیر وي تانه لکچې خپلې کړې ژمنې له یاده ویستلې زه درته په یادوم ویلې دې وه چــــې ((یو افغان پر بل افغان بهتري نه لري )) نو بیا دا څه دې؟
ته په خيلې یوې ژمنې هم نه یې ولاړ وعده خلاف یې ولسمشره  !
د ببرک خبره دا سمه ده چې سرتیری دې د شهزاده ساتنه وکړې خو دا بې انصافي ده چې د سرتیري حق دې شهزاده ته ورکړل شي .
او که ته دا وایې چې دوی د مډال حقدار دي نو سمه ده موږ یې درسره منو  دوۍ دې هم د نورو سرتیرو په څير هلته په فاریاب کې شپې تیرې کړې لکچې نو سرتیري یې تیروي !
دوۍ دې هم په لوږه او تنده هلته پاتې شي !
دوۍ ته دې هم د هغوۍ په څير مهمات په وخت و نه رسیږي بیا به وګورو چې څو شپې کولی شي .
ولسمشره ! سرتیرې هغه دی چې اوس هم په فاریاب کې جنګیږي !
ته دوی ته مډالونه په سینه ټومبې او هلته  د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ اړوند د خواجه ګوهر ؛خواجه کنتي او شاخ کلي د وسله والو طالبانو په لاس کې دي او تر څنګه یې د غور ماچ ولسوالۍ هم دای سقوط وکړ اوس نو ته ووایه چې تا انصاف کړی؟
بیا مې هم خبره تکراروم که دې فکر نه وي شوی اوس به دې فکر شي ورته د سرتیري حق شهزاده ته بښل بې انصافي ده!
اظهار الله خوشحال