هاشمزاده، د هیواد  د ازادۍ د لارې  اتل شهید

                                                             انا لله و انا الیه  راجعون
                                           هاشمزاده، د هیواد  د ازادۍ د لارې  اتل شهید :
نن یوځل بیا د هیواد په ازادۍ مین ،   نامتو او تکړه  خبریال ،ژورنالست  او لیکوال ، دروند جان الله هاشمزاده د یوشمیر نامعلومو کسانو  له اړخه  په داسې حال کې په شهادت  ورسید  چې د خپل کار په لورې  روان و .  انا لله و انا الیه راجعون .
 شهید جان الله هاشمزاده  د هیواد  د ازادۍ او استقلال په لاره کې یو ولاړ  او ټینګ  سنګر و .  په  ګران  هیواد د روسانود سرولښکرو  د تیري  او  د اشغال په وخت  کې ځوان  هاشمزاده چې نوې  نوې  خبري  رسنیو  او ژورنالیستکي  بهیر سره یو ځاې  شوې و د خپل ټاټوبي  د ازادۍ  او د هیواد  د سرلوړۍ  له پاره     شپه  او ورځ  نه هیریدونکي  خدمتونه  تر سره کړي ،  هیڅکله هم  ګواښونو ته  نه و تسلیم  شوې  او  اوس   چې په خپله  دنده کې  یې پوره  تجربه  پیدا کړې  وه   نو په  پوره  مټ او  متانت   سره   یې  د هیواد  د سیاسې  استقلال  ددښمنانو په  مقابل کې  خپلې  قلمې  مبارزې  ته  دوام ورکړ .
 په داسې حال کې  چې شهید هاشمزاده  له هیچا سره   شخصې  دښمنی  نه درلوده ، د ټوپک  په  ځاې  یې  قلم  په لاس کې  و  او د خپلو  مظلومو  هیوادوالو د  غږ  د  پورته کولو  له پاره  یې  هیڅ ګړۍ  له لاسه  نه ورکوله    نود هیواد  د ازادۍ او استقلال  ددښمنانو په سترګو کې    تل پاتې   اغزې  ګرځیدلې و  نودا دې  د همدې  ډول  دښمنانو  نښه  وګرځید.
  دا په داسې حال کې  چې زمونږ هیوادیو ځل بیا د بهرنیو نیواکګرو په لاسو د یو ستر تاریخي ازمیښت  څخه تیریږي او هیوادوال  مو  د ډیرو  بدو  ستونزو  سره  لاس  وګریوان  دي او هره ورځ  په کې د بې وزلو او مظلومو انسانانو  وینی  لکه د اوبو په څیر پریمانه    بهیږي ،  دځوان جان  الله هاشمزاده  پاکو وینو   دغه  غمیزه    نوره  هم  غم لړلې کړه  .
 هیوادوال  باید په یاد ولري  چې زمونږ د ولس  سوګند خوړلي دښمنان  غواړي  زمونږ  د ولس  دغسې روڼ  اندی، په ازادۍ  مین     جوړونکې   وګړي  او شخصیتونه   له منځه  یوسي .
زه په داسې حال کې  چې دشهید ویرجني  کورنۍ  ته د  دروند او اتل  شهیدد شهادت  په  هکله د زړه  له کومې دمخلوقاتو د پیداکونکی د ستر  ذات  څخه  د زړه  صبر  او  اجر غواړم د   پژواک  د خبري اژانس  او ټولو  هغو خبرې  ارګانونو او  ورځپاڼو ته  چې  شهید  ورسره  نژدې  همکاري درلوده ، د زړه  له کومي  تسلیت  وړاندې کوم.  روح دې  یې ښاد وي . 
قریب الرحمن  سعید
د حزب اسلامي  پخوانې  ویاند او د افغان  خبری  اژانس  پخوانې  مشر .
۲۴ اګست ۲۰۰۹