
جانباز
موږ په هغه ډرامو چي د انتخاباتو د خپلواک کميسون لخوا په راډيو ګانو کې خپرېدلې تير وتي وو او د کميسون د غړو په خوږو او مکارو خبرو غوليدلي وو موږ په دې قانع سوي وو چې ټاکنې به شفافې ، مشروع او ازادې تر سره سي د درغلى زياته برخه مو سل سلنه آټکل کړې وه خو ټاکنې په سل کې يو هم مشروع نه وې دا زه په وعده وايم د انتخاباتو د خپلواک کميسون څخه هاخوا مو زيات باور پر کار کوونکو وو ، موږ په دې باور وو که څوک د درغلي لپاره هڅه هم وکړي دا افغان کار کوونکي چې هر يو به يې ددې حالاتو قرباني سوى وي په هيڅ قيمت چاته دا اجازه ور نه کړي چې درغلي وکړي وبه يې ځکه نه کړي چې دا د ملک او راتلونکي خبره ده او د هر افغان راتلونکى د هيواد په راتلونکي پوري تړلى دى د پښتو ډير مشهور متل دى واى ( ځنګل چې اور واخلي وچ اولانده ټول پکې سوځي ) نن چې دې افغانانو د ماډرن مداري لپاره کومه ګناه او غلا وکړه ايا دا ددې لپاره وه چې دوى به د هيواد د سولې په غم کې وو؟ نه بلکل نه يوازې د يو څو ډالرو لالچ او حرس پر سر اخستي وو .
داسې به فرض کړو چې ماډرن مداري يو ځل بيا راغلى او د ٥ نورو کلونو لپاره يې د ارګ په ماڼۍ کې خپلي ريښې ښخې کړې او د افغانستان حالات نور هم خراب سول ايا هغه څو ډالر چې دې مداري تاته د غلا لپاره درکړي هغه به تا د هيواد په دننه کې د لګيدلي اور په منځ کې و ژغوري ، په قبر کې به ستا د خلاصون سبب سي او که به د اخرت په ورځ ستا شفاعت وکړي
دا چې خبره راڅخه غوا نسي او تر يو اندازې مې پر خپل احساساتو واک تر لاسه کړى وي غواړم ددې ليکنې د ليکلو اصلي موخه درته څرګنده کړم .
په هلمند کې د ټاکنو ورځ هغه ورځ وه چې تر ټولو ورځو پکې زيات ويرې خپلې درنې وزري غوړولې وې . په هرو څو دقيقو کې به يوه توغندي د لښکرګاه ښار و لړزاوه . سهار مهال وو د لښکرګاه په زړه کې په کرزي لوبغالي کې جوړ ټاکنيز مرکز مخې ته تير سوم يوازې مې دوه درې عسکر وليدل چې هلته ولاړ وو د اړخ د دروازې څخه مې دننه طرف ته وکتل چې ټول لوبغالى د ماډرن مداري په عکسونو پوښل سوى وو او د هلمند والي هم په همدې مرکز کې رايه ورکړه ، خبره د همدې ځايه پيليږي هر څه هم داسې وو تيره ورځ راته يو ملګري کيسه کوله باور کړئ سترګي مي لندې سوې هغه کس خپله د مداري لپاره د غلا کوونکو په ډله کې وو .
ويل په بابا جي کې ټول ټال اتيا کسه د رايو لپاره ندي را غلي معلومه خبره ده څنګه به راتلل مخکې له مخکې زړه لړزوونکي اخطارونه ، د هغوى په وينا په باباجي کې په هم هغه ساعت د پوليسو او طالبانو تر منځ درنه جګړه په داسې وخت کې اتيا کسه هم ډير دي خو د هغوى په وينا چې څومره رايي پاڼې مو وړي وې ټولي د محل کارکوونکو د کرزي لپاره ډکې کړې او په صندقونو کې يې واچولې .
يوازي دا نه د چانجير کارکوونکو هم په ورته کار لاس پورې کړى وو ناوه او کلا بست سيمه خو پريږده .زړه مي دلته درد کوي چې ولې په يوې ډله کې هم داسې څوک پيدا نه سو چې پر دې هيواد چې موږ يې په غيږ کې لوبيدلي يو زړه خوږ کړي
د ملي امنيت کسان ، د يوناما کارکوونکي ، د انتخاباتو خپلواک کميسون ،عسکر او د محل ټول کارکوونکي .
يوه ملګري مې راته وويل چې موږ ته د يوناما کار کوونکي را غلل راته يې وويل چې زه د ولايتي شورا يو کانديد ته رايه اچوم که تاسو کرزي ته څومره کار کوئ زه کوم اعتراض نه لرم هغه وايي چې زموږ کارکوونکو ورسره و منل .
يو خبره دلته دا وه چې په هر مرکز کې ټول کارکوونکي ، څآروونکي او نور د کرزي د غلا د ګوند غړي وو خو د بل کوم کانديد استازي يا څارونکي نه تر سترګو کيدل که به وو هم د هغه سره به داسي کيدل يو بل کس راته داسي وويل .
په يوه مرکز کې د ډاکټر عبدالله عبدالله يو څارونکى ولاړ وو . لومړى مو هغه ته د اوبو يو بوتل ور کړ بيا مو ورته وويل (( ګوره اوبه هم د کرزي څښې خو کار عبدالله عبدالله ته کوې ، داسې وکړه ته چې څومره کسان را وستلاى سي د عبدالله لپاره او هر څومره کارټونه چې کاروې موږ څه نه وايو ليکن ته بۀ هم څه نه وايي )) په ناوې او چانجير کې د ولايتي شورا د کانديدانو لپاره د يوه کس په لاس صندقونه ډک سوي دي
اخير دا څه روان دي ولې د ټولو سترګې سر ته ختلي دي هيڅ حق ته تن نه ورکوي اخير ولې دومره مادياتو ته قايل يو .
هغه ملا امير اخند چې په حاجي وزير صاحب ورته خلګ وايي چې کله به په کمپايني غونډه کې دريځ ته و دريدى لومړى به يې د تجويد د اصولو سره سم د قران شريف څو اياتونه تلاوت کړه اوبيا به يې روانه ژباړه وکړه وروسته به يې خبري داسي پيل کړې (( ټاکنې د خداى نعمت دى د ټاکنو په ورځ به له کورونو څخه را وځى په پوره وياړ او افغاني غرور سره به رايه ورکوى داسې چاته رايه ورکړئ چې نور نو د دې وطن په درد وخوري د هلمند ديندار اولسه په دې کار کې غفلت ونه کړئ د هيواد سرنوشت ټاکل کيږي موږ افغانان يو ..........))
اى ملا اميره اخندازاده په تادې د قران کريم هغه اياتونه پسې سي چې تا خپل تور مخ ته سپين نقاب ګرځولي وو ، په تادې د افغاني غرور او ننګ ازار پسې سي چې تا د خپلو خبرو د ښکلي کولو لپاره ښې جملې بللې اخير دې خپله ناوړه څېره هلمند والو ته و ښودله چې زه څوک يم ، د وطن د شهيدانو بلا دې در پسې سي د هغه ماشوم خون دې ستا په غاړه سي چې په توغندي شهيد سو او بيا هم تا خلک دې ته مزدوران کړل چې کرزي ته غلا وکړي دا لوى مداري دي وژغوره ، دا لوى مار به ښامار سي او دا اولس په غونډ له ستوني تير کړي خو په دې ګوله کې به ته او ستا کورنۍ هم ددې ښامار خيټي ته شوه سي .
امير صاحب چې خوابدى نسې دا هرڅه مې ناحقه ندي ويلي په رښتيا زړه مې درد کوي ، زړه مې ښيرا درته کوي ايا ته د ټاکنو ټوله ورځ د خپلو مزدورانو سره په تماس کې نه وې چې يوه يوه ته به دي غصه هم وکړه چې (( هر کارټ څو څو ځله کاروى ، زه مو زيمه وار يم )) او کله چې د کرزي په رايو ډک ډک صندقونه پر ميدان را چپه سوه ټول هک حيران سوه خو ستا بيا هم تندى تريو وو .
زه نور ويل نه غواړم کاشکې دې تانو او دې ترخو ټکو يا دې حقيقت ويلو پر دې پلورل سوو کسانو تاثير کولاى سواى ، کاشکې يې ډبرينو زړو کڼو غوږونو زموږ ږغونه اوريدلاى سواى .
نو خپلې خبرې دې ټکي باندي پاى ته رسوم چې دا مظلوم اولس ازار لري ، هر چا چې دا اولس ازار کړى دى پر خير ندي پيښ سوي ، چاچې دوى ته چم کړى دى هغوى خپله په داسې ګردابونو کې ګير سوي چې بيا ورنه ندي راوتلي خداى پاک تر ټولو ښه فيصله کوونکى دى خداى ته پناه وړم د هغه څخه مرسته غواړم هغه چې څه غواړي هغه کيږي
په انسانانو کې خو مې داسي کس و نه موند چې زموږ زخمونه راته ټکور کړي
زما د وجود سيورى يې هر ځاى کې را پسې يې
انسانه ! تانه تنګ سومه ملګري به پيريان کړم