د یتیمانو هېلې

 
 
هیلې د هرچا دژوند یوه برخه ده، تاسو به هم ډیرې هېلې لرلې،ځینې هېلې به مو پوره شوي وي او دځینو دپوره کیدولو لپاره به مبارزه کوئ،ماهم په همدې دوه،دوه نیمو جګړه ییزو لسیزوکې نړې ته سترګې غړولي ،دمهاجرت سختي شپې ورځې راته نه یادیږي،خوهغه ورځ راته ډیره ښه په یاد ده چې دیو نږدي دوست سره چې زموږد ولسوالۍ په لېسه کې ښوونکی ؤ ښوونځې ته لاړم اودخپلو ګڼ شمېر هېلودپوره کیدلو په موخه مې په لومړي ټولګي کې زده کړې پيل کړې،دخدای(ج) فضل دی دوالدین سیوری پرسر لرم، ددوی تشویق،هڅونې اومینې مې ډیرې هېلې او ارمانونه پوره کړل،ډیرې نورې هغه چې په هېواد کې تل پاتې سوله ،ثبات،پرمختګ،عدالت اوهوساینه شامله ده الله(ج)دې نیمګړي نه پاتې کوي.
رښتیا چې اصلي خبره رانه پاتې نه شي ،تېره ورځ په لغمان ولایت کې د کار ټولنيزو ، شهيدانو او معلولينو چارو رياست په چوکاټ کې د HHRD موسسې لخوا د لغمان ولايت مقام په هدايت سل تنو يتيمانو زده کوونکو ته چې انجونې او هلکان په کې شامل و د درسي لوازمو او نقدي افغانیو مرسته وشوه. معلوم ده چې دوی ټولو یا یوازې دپلار دترحم سیوري پرسر نه لاره او یاهم ددواړو له میني بې برخې وه،سره له دې چې دوی د والدینو له میني بې برخې ،داقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګریوان خوبیايې هم لوړو هېلو،ارمانونو اوتوقعاتو بېخې حیران کړم،خدای دې ددوی هېلې او ارمانونه تش خیال نه پاتې کوي.
د لسو او دولسو کلونو په شاوخوا کې یتیمو ماشومانو هیله لرله چې دګران هېواد دپرمختګ او هوساینې په موخه  په راتلونکي کې ښوونکي ،انجنیران، وکیلان، جنرالان،وزیران،پېلوټان،والیان... اونور لوړپوړي چارواکي شي.تر څو دخپل جګړه ځپلې هېواد لپاره چې  لسیزو جګړو ددوی په شان په لکونو نور تنګي ګلان هم د والدینو له ستر نعمت محروم کړي  اوهېواد يې دسترو بدبختیو سره مخ  کړیخدمت وکړي او د تورمخو دښمنانو لاسونه دګران هېواد څخه د تل لپاره لنډ کړي.
 
C:UsersDotComDownloads12068945_868546566568489_2332188221920440367_o.jpg
 
دوی اوسني مسؤلین وننګول چې دهېواد په دې حساسو امنیتي ،اقتصادي،ټولنیزو اوناوړه شرایطوکې دولس پرځای یوازې دځان په غم کې دي،دملي ګټوپرځای يې شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکړی،زموږپه شمول دهېواد په لر او برکې  لکو نو یتیمو او بې سر پرستو  مجبورو ماشومانو ته چې دخپل ورځني ژوند دپرمخ بیولو لپاره ټوله ورز درانه کارونه کوي،له تعلیم بې برخې او په ښارونوکې کاغذونه ټولوي هیڅ پاملرنه  نشته،په اصل کې خو زموږ والدینو هم په همدې هېواد کې د ډاډمن امن دټېنګښت،عرضي تمامیت ساتنې اوددښمنانو دځپلو په لار کې سرونه قربان کړي، ولې بیاهم زموږ ستونزو، پوهني، روغتیا او اړتیاؤ ته هېڅ پاملرنه نه کیږي،دوی له لغمان والي مننه کوله چې د راتګ سره سم يې دوی ته پاملرنه زیاته کړي او دستونزو دحل په برخه کې هڅې کوي.
 
C:UsersDotComDownloads10669203_868546669901812_6892399522021841915_o.jpg
 
وروسته لغمان والي یاد ماشومان دخپل کار دفتر ته یوړل،دوی ته يې دهر راز  مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ،درس او زده کړو ته يې وهڅول،په همدې ورځ جوړه شوې امنيتي جلسه يې پرې  له نږدې وکتله او دوى ته يې د ولايت د ادارې،مسوولينو او دندو په اړه لازم معلومات ورکړل.
راځئټول ددوی دهېلو دپوره کولو لپاره دوی ته دهر راز بشري مرستې برابرولو ترڅنګ،دښوونې ،روغتیا، اقتصادي پرمختیا او سوکالتیا په برخه کې خپلې مرستې وکړو  او ددوی اوښکې پاکې کړو.
ارمان عابد