د اسیا زړه

 
افغانستان چې د تیرو څو لسیزو راهیسې له ډیرو ناخوالواو نه هیریدونکي ظالم تاریخ سره مخ دی چې رنګ یې په وینه، عادت یې په ژړا، خوراک یې په غم، مشغولتیا یې په مړي ښخونه او ناوې یې کونډې، بچي یې یتیمان، میندې یې بورې او پلرونه بې اسرې پریښودل.
 
پړه یې په چا ورواچوو. چاته مخ واړوو. چا ته یې ګیله یوسو. نو راځۍ له یوې بلې خوا وڅیړو.
 
له اسیایي هیوادونو یې پوښتنه کوو.
 
اسیا یو له هغو لویو وچو څخه ده چې دشاوخوا ۵۰ ازادو هیوادونو درلودونکې ده چې یو له دې هیوادونو څخه  افغانستان چې د اسیا زړه یادیږي نومیږي.
 
 زړه دغوښو یوه غټه عضله او دالهي خلقت یو ډیر ظریف تخنیک دی چې بیله تفریح څخه ټول عمر کارکوي . ددغې عضلې له کاره لویدل د ژوند دپاې ټکی دی ځکه نو په بدن کې دډیرو نجیبو غړو په ډله کی ځای لري. داغړی چې په نه دریدونکي ډول دایما په حرکت کې دی ، پراخیږي اوسره ټولیږي یانې انبساط او انقباض کوي.او په داخلي برخه کې څلور خانې ( کامرې ، خونې ) لري . دوې خانې یې ښي خوا او دوې نورې کیڼې خواته دي . دکیڼ او ښي خوا خونې یو بل ته لاره نلري مګر په خپل منځ کې یې یو بل ته لاره شته . په هره خوا کې یوه خونه لوړه او یوه کښته ده . پاسنئ خونې یې ډاکتران اذین یا دهلیزونه او کښتني یې بطین بولي . د زړه اصلي دنده په دوو دورانو کې د وینو انتقالول دې.
 
چې دا د وینې دوه دورانونه مو د ژوند لپاره ډیر اړین دي.
زړه نه يواځې چې په فزیکي توګه یوه اړینه عضله ده بلکه دهغه معنوی دروندوالی هم د انسانانو د پاره د پام وړ دی. که د شاعرۍ له پلوه یي وګورو نو ډیر شاعران وینو چې د شاعرۍ ښکلا په زړه سمبالوي.   لکه  فاروق فردا وایي:    
  په وينو سور زړه مې د تا سره خبرې کوي  
                       د خندا کړس کې د ژړا سره خبرې کوي                     
 
عبدالرحمان بابا وایي:                                                                                    
 زړه مې بې له خپل نګاره آرام نه کا
 کامراني راڅخه غواړي ناکام نه کا   

که هر څو ورپسې مخکې ولاړ شو.  نو دې نقطې ته رسو . چې ژوند له زړه څخه عبارت دې.نو پدې خاطر د اسیایي هیوادونو څخه غوښتنه کوو.
 
C:UsersAdministratorDownloadsasia_map.gif  
 
 چې افغانستان مو زړه دی .او زړه مو هغه ډول دندي لري چې زمونږ ژوند یې په لاس کې دی. پس نو ولې مو د خپل زړه خيال نه ساتو. ایا پوهيږو؟؟؟ یا مو ځان غلې نیولي.  ایا کله مو هم فکر کړی؟؟؟     یا بشپړ فکر نه لرو.      
که مو زړه (افغا نستان) د دغې ورپیښې ناروغۍ له کبله خپله وړتیا د لاسه ورکړی .    
  څه به ووینو؟؟؟ بس ژوند به له لاسه ورکړو.    
           نو اسیا! د خپل زړه د درد دوا شه..                                                                       
که دې نیت وي د کعبې و جوړولو                                                                                                                              د بې وزلو مدد وکړه دا کعبه ده.