دکندوز جګړی ترشا کوم اهداف؟

 
که  تیرو دری نیمو لسیزو ته ځیر شو د جنګ او جهاد دوران ته یو وړوکی شانی نظر واچوو د افغنستان او نړی د جنګونو په اړه مو ډیری پوښتنی ځواب کیږی.
امریکا  روسیه او په هغوی پوری تړلی هیوادونه (ناټو او وارسا)او د دی هیوادونو استخباراتی اداری دافغانستان پدی پنځه دیرش کلن جنګ کی مستقیما داخل دی او انکار تری نشی کیدای د دی جنګ څارنه کوی وسایل ورته برابروي.
پخوا به همدغه هیوادونو ددی جنګ ملاتړ دمالی او نظامی وسلو او پیسو په ورکولو کوه خو اوس امریکا او دهغی متحدین دا څوارلس کاله عملا دجنګ په میدان کی حضور لری داچی ولی نوری نړی ته افغانستان داسی په شاتو لړلې ښکاری؟ په دقیق ډول ځواب ورکول ناشونی دی او ددی پوښتنی دقیق ځواب ددی هیوادونو داستخباراتی شبکو سره دی. 
کله کله امریکا او دهغه متحدین دنورو واړو او کمزوریو هیوادونو سره ددوستی په نوم او دځینو نورو هیوادونو  سره ددښمنی خپل اهداف پالی اوخپلو موخو ته درسیدو لپاره له هر ډول امکاناتو کار اخلی چی ددی ادعا دثبوت لپاره دهغه وخت شوروی اتحاد دی شوروی اتحاد اوسنی روسیه یی دافغان مجاهدینو سره په جنګ واچوه او تر اخیره یی دافغان مجاهدینو حمایت وکړ ان تر دی چی شوروی اتحاد یی دمالی ستونزو سره مخ او په شپاړسو ټوټو وویشه. دهغه وخت شوروی اتحاد هم دویر او غم په ټغر کښیناست او دخپلو ټپونو دتداوی په فکر شو او ورو ورو یی ددی حالت څخه ځان وایست خپل ویجاړ نظامی او مالی سیستم یی بیرته جوړ او په هماغه شان  وشوکت میدان ته راووته چی اوس اکریکا او ناټو ته ګواښونه کوی
امریکا هم دروسیی سره دجنګ پرځای خبری او دیپلوماتیکی اړیکی ښی بولی امریکا پدی پوهیږی چی دروسیی سره جنګ به ورته په لوړه بیه تمام شی ترڅو هغه دویتنام تیر تاریخ بیرته ورته تکرار نشی کوم چی امریکا ته یی ماتی ورکړی وه
که دعراق افغانستان  یمن سوریه لیبیا او نوری نړی جنګونو ته وګورو دواړه هیوادونه (روس او امریکا )ددی هیوادونو په نا امنیو کی  لاس لری اویا مستقیما په جنګونو کی ښکیل دی او ددوی دلاس وهنو نتیجه ده چی جنګونه یی پای نلری
که چیری په یاد شویو هیوادونو کی دروس او امریکا لاس وهنی بندی شی په زیات احتمال سره ویلی شم چی پدی هیوادونو کی به جنګونه یوه هفته هم دوام ونکړی
ځکه همدا جنګونه ددوی په پیسو او وسلو پرمخ وړل کیږی او همدا جنګونه ددوی له لوری رهبری کیږی
دتیرو دری نیمو لسیزو راهیسی  په افغانستان کی هم جنګ روان دی
روسانو په افغانستان تیری وکړ او ټول نړیوال اصول یی تر پښو لاندی کړل دهغوی اهداف چی هرڅه وو خو زمونږ په ګران هیواد کی یی دجنګونو اورنه بل کول چی ترنن ورځی پوری ددی اور دسوند مواد افغانان دی
افغانانو هم دروسانو دتیری پر وړاندی وسلی ته لاس کړ او څوکاله مسلسل یی دهغوی پر وړاندی مقاومت وکړ او روسان شول چی افغانستان پریږدی او په بی شمیره ستونزو اخته شو
چی تر نن ورځی پوری لدی ستونزو ځوریده
په 2001 میلادی کال کی امریکا هم پدی بهانه چی دلته القاعده مشر اسامه بن لادن دی او ددی شبکی له لوری داسی تروریستان روزل کیږی چی امریکا هم تری په امن کی نده برید وکړ او دطالبانو نظام ته یی دپای ټکی کیښود
او په اصطلاح یو دیموکراتیک نظم یی تولد کړ
دامریکایانو په راتګ سره دوی هڅه وکړه چی پښتون قوم بی وسلی کړی او هغسی یی وکړل پښتون قوم یی خالی سلاح او ښه وټکوه دبګرام او ګونتانامو زندانونه یی دهمدی پښتون قوم له ځوانانو ډک کړل او دجهاد وخت ورپاتی وسلی هم تری واخیستل شوی کله چی امریکا او دهغه متحدین پدی پوه شول چی لوی قوم بی وسلی او له مقاومت ولویده نو پخپل لاس یی جګړه دافغانستان شمال ته یوړه  داچی دوی  دکومو اهدافو لپاره جګړه دهیواد شمال ته یوړه داسی پوښتنه ده چی راتلونکی وخت به ورته ځواب ووایی. 
خو زما په اند شمالی سیمو ته دجګړی وړل ددوو هدفونو لپاره ده
لومړی داچی امریکا او ناټو هیڅکله نه غواړی چی افغانستان خوشی کړی او همدا جنګونه دی چی ددوی لپاره دوخت داوږدیدو ښه چانس په لاس ورکوی او وایی چی دلته اوس هم تروریستان دی چی باید له مینځه یوړل شی او ددوی دمینځه وړل وخت ته اړتیا لری او ترهغی باید دلته نظامی حضور ولری او افغانان له داسی برخلیک سره مخامخ کړی چی پخپله افغانان ددوی شتون یو ضرورت وبولی
دوهم داچی شاید دامریکا یوه موخه داهم وی چی دمنځنی اسیا هیوادونو او روسیه باندی فشار راوړی تر پخ سوریه او یمن کی ددوی له مخالیفینو له ملاتړ لاس واخلی اویا دمنځنی اسیا هیوادونو ته داسی سر خوږی پیدا کړی چی ددوی سره مخالفتونه شاته واچوی
نور بیا
محمدالف فروتن