داناټومي عموميات

 Anatomy
 
اناتومي د ساينس هغه څانګه ده چي د يو جسم د نارمل اعضاوو له جوړښت څخه بحث کوي، کوم چي نارمل دندې لري.
دا يوناني نوم په حقيقت کي د دوه کلمو څخه مشتق شوى دى چي  Ana  د او چت او عالى او Tomy  د غوڅولو يا تسليخ په معنى دى.
لومړى فصل
داناټومي عموميات
د اناټومي تاريخچه:
د اناټومي په هکله ابتدايي تشريحات له ميلاد څخه ٣٠٠٠-٢٥٠٠ کاله وړاندي د کړکي پواسطه ليکل شوي دي، چي د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول له ميلاد څخه ٥٠٠ کاله وړاندي په پخواني مصر کي تدريس شوې .
بيا ډېر وروسته په يونان کي د  Hippocrate پواسطه چې د طبابت پلار او داناټومي د بنسټ ايښودونکو څخه بلل کيږي ، د انساني اناټومي په هکله يې څېړنې کړي او اناټومي په هکله د متعددو کتابونو د ليکلو تر څنګ يې دطبابت سوګند  هم بشپړ کړ.
له ميلاد څخه ٣٤٨-٣٢٢ کاله وړاندې Aristotle  لومړنى کس وو چي د Anatome  لفظ يې استعمال کړ. دا يو يونانى نوم دى، د عالي پرېکولو او يا ديوې برخي د قطع کولو په معنى دى کوم چي د لاتيني ژبې له Discecare سره مترادفه ده.
Visalius په دې عقيده وو چي اناتومي د طبابت اساس او چوکات يي جوړ کړى  دى.
Hieronymus Fabricius په ١٥٩٤ ميلادي کال کې د Pauda په ښار کي د اناټومي  د مشهور نندارتون بنسټ کېښود.
نوموړى چي د Wiliam Harvey  استاد وو د وريدونو د ننه يې وريدي دسامونه کشف کړل، چي نوموړي کشف د Harvey  لپاره زمينه  مساعده کړه تر څو د ويني دوران کشف کړي.
په ١٧ مه پېړۍ کي د اروپا په طبي څانګو کي انساني تسليخونو يوه مهمه بڼه غوره کړه او د اناټومي د متعددو نندارتونونو بنسټ کېښودل شو.
په ١٨ مه او ١٩ مه پېړيو کي د انساني بدن د انځورولو او مطالعې په اړه اناتوميستانو نوي او معياري اتلسونه او تحقيقات طبي ساحې ته وړاندي کړل.
د اناټوميک تسليخ او ښوونو لپاره د جسدونو کموالى ددې باعث شو چي په ناقانونه ډول انساني جسدونه تر لاسه شي ان تر دې چي د قبرونو د مسلکي غلو پواسطه به طبي مراکز  اکمالېدل چي ددې هدف لپاره به يې کله  ځيني کسان هم وژل.
په ١٨٣٢ ميلادي کال کي برتانوي پارلمان د اناتومي لپاره هغه قانون چي د تسليخ لپاره   انساني جسدونه چي لا وارثه او يا هديه کيږي په طبي مراکزو کي په قانوني توګه  ترې استفاده وشي. نوموړې مسودې په نورو هيوادونو کي هم عيني قانوني بڼه غوره کړه.
 
داناټومي اهميت:
کله چې د الله( ج)  دې پراخه هستي ته متوجه شو نو وبه ليدل شي چې هر يو شى ځانته يوه خاصه اناټومي (جوړښت) لري او کله چې د انسان رابطه له دې شيانو سره پيداشي نو تر ټولو ړومبى هڅه يي داوي چې ددې شيانو جوړښت وپيژني.
يو ماشوم د لوبو څيزماتوي او د اول صنف متعلم قلم خلاصوي او ماتوي يې تلوسه يې دا وي چې ددې شيانو اناټومي وپيژني.
حتى يو کارګر چې د ماشين تر شا دريږي نو ړمبى د ماشين په جوړښت ځان پوهوي او وروسته د ماشين د کار کولو طريقه زده کوي.
پس نتيجه دا شوه چې د هر علم ړومبى پوړ اناتومي ده.په ځاى خبره به وي که ووايو چې د هرې ژبې اناټومي د نوموړي ژبې د حروفو  څخه عبارت ده چې يو له بله سره يو ځاى کيږي ،او مکمله ژبه جوړوي.که ليرې لاړ نشو پخپل لاس کي پروت د اناټومى کتاب ته ځير شى دا پخپله يو ه اناټومي لري.
چون د طبابت علم له انسان څخه بحث کوي نو په کار ده چې لومړى انساني اناټومي وپيژنو او هغه طبيب چې په اناټومي نه پوهيږي او د انسان په تداوى بوخت دي دهغه شرير ماشوم  په شان دي چې د لوبو د شيانو په انبار کې ناست ده او يا دهغه ناپوه  او بې هنره کارګر په مثال دي چې د نوي،عصري او مغلق ماشين  نواقص ليري کول غواړي.
کله چې د يوې غضوې اناټومي(جوړښت) وپيژندل شوو نو د وظايفو پيژندل (Physiology) يي اسانيږي او بيا په وظايفو کې د زياتوالي يا کموالي پيژندل د (Pathology) په رڼا کې صورت نيسې.
لدې مثال څخه داسې څرګنديږي چې د طب ټول مضامين يو له بله سره د زنځير د کړيو په شان ارتباط لري چې ددې زنځير لومړنى کړى اناټومي ده.
 
داناټومي څانګې:
څرنګه چې اناټومي يو لوى مبحث دى او د وخت په تېريدو سره يي ډير انکشاف موندلى نو ځکه په لاندې څانګو ويشل شوي ده.
١- Ontogeny : د اناټومى هغه شعبه ده چې د يو ژوندي موجود د انکشاف او نشونما څخه د ژوند په مختلفو مراحلو يعنې القاح شوي هګى،Embryo ،طفوليت،کهولت او بوډاوالي کې بحث کوي.
٢-Embryology : د اناټومي هغې شعبې ته ويل کيږي چې د يو ژوندي موجود د نشونما ابتدائي مراجل د مور په رحم کې مطالعه کوي.
٣- Comparative Anatomy :د اناټومي هغه شعبه ده چې د نورو فقاريه خيواناتو ساختمان له انسان سره په مقايسوي ډول مطالعه کوي.
٤- Phylogeny : د اناټومي هغه شعبه ده چې د فقاريه حيواناتو له تکاملي تغيراتو څخه بحث کوي.
٥- Surface Anatomy : د اناټومي هه شعبه ده چې د داخلي اعضاؤ او نورو جوړښتونو د مطالعې په منظور د بدن له پاسه يښو ته وسعت ورکوي.
٦-Radiological Anatomy : د اناټومي له هغې شعبې څخه عبارت ده چې د بدن د اعضاؤ د مطالعې لپاره دX-Ray  څخه استفاده کوي.
٧- Racial Anatomy : د اناټومي هغه شعبه ده چې د مختلفو نژادونو تر منځ د جسمي توپيرونو څخه بحث کوي.
٨-  Statistical Anatomy : د اناټومي هغه شعبه ده چې د بدن د اعضاؤ له پخواني او اوسنيو اختلافاتو او اساساتو څخه په احصايوي ډول بحث کوي.
٩- Cross Sectional Anatomy : د اناټومي له هغې شعبې څخه عبارت ده  چې د بدن څخه مستقيماً يو مقطع د مطالعې په منظور اخيستل کيږي.
١٠- Anthropology : د اناټومي د هغه شعبه ده چې د انسانانو د مختلفو نسلونو د ظاهري ساختمان او اندازه ګيري تر خنګ د قبل التاريخ انسانانو د جسمونو جوړښت هم مطالعه کوي.
١١-Applied Anatomy : که چيرې د اناټومي له علم څخه د يو ژوندي موجود د معالجې لپاره استفاده وشي د Applied اناټومي  په نوم ياديږي.
١٢- Regional Anatomy : د اناټومي هغه شعبه ده چې يو جسم په ناحيوي ډول تر مطالعې لاندې نيسي.
١٣- Systemic Anatomy : د اناټومي هغه شعبه ده چې د بدن مختلف جهازات تر مطالعې لاندې نيسي او په لاندې برخو ويشل شوي ده.
A – Osteology: د هډوکو مطالعې ته ويل کيږي.
B _Arthrology: د مفاصلو مطالعې ته ويل کيږي.
C –Myology: د عضلاتو مطالعې ته ويل کيږي.
D _Dermatology: د اناټومي دا برخه د بدن د جلد له جوړښت څخه بحث کوي.
E –Ophthalmology: د سترګو د جوړښت څخه بحث کوي.
F _ Splenchiology : په دې بخه کې د بدن داخلي احشاوې تر بحث لاندې نيول کيږي چې دا برخه بيا په خپل وار سره په لاندې څانګو ويشل شوي ده.
a – Digestive system: د هضمې سيستم او د ملحقاتو له جوړښت څخه يي بحث کوي.
b –Respiratory system: د تنفسي سيستم د مختلفو اعضاؤ له جوړښت څخه بحث کوي.
c – Circulatory system: د قلب له جوړښت او په بدن کې د وينې له دوران څخه بحث کوي.
d-Angiology: پدې برخه د اناټومى کې د وينې او لمفاوي او عيي تر بحث او مطالعې لاندې نيول کيږي.
e –Reproductive System: د تناسلي اعضاؤ له جوړښت څخه بحث کوي.
f – Excretory System: د بولي سيستم د مختلفو اعضاؤ له جوړښت څخه بحث کوي.
g – Endocrine System: د بدن د هغه غدواتو له جوړښت څخه چې هورمونونه افرازوي بحث کوي.
h – Nervous System: مرکزي او محيطي عصبي System تر بحث او مطالعې لاندې نيسي.
١٤- Gross Anatomy : د اناټومي هغه شعبه ده چې يواي د سترګو په ليدو پور منحصر ده يعني د مطالعې لپاره دMicroscope  او نوروو الاتو څخه استفاره نه کوي نو ځکه د  Microscopic Anatomy  په نوم هم ياديږي.
١٥- Microscopic Anatomy : د اناټومس له هغې شعبې څخه عبارت ده جې د بدن د جوړښت د مطالې په منظور له Microscop څخه استفاده کوي دا برخه د اناټومي بيا په خپل وار سره په دوو څانګو ويشل شوي ده.
A – Histology: د بدن مختلف انساج تر بحث او مطالعې لاندې نيسي.
B – Cytology: په بدن کې مختلف حجرې تر بحث او مطالعې لاندې نيسي.
 
Anatomicomedical Terminology
Anatomical position:
دا يومنل شوى معياري وضعيت ده چې دبدن دمختلفو اعضاؤدموقعيت د تشريح لپاره پکار وړل کيږي. دبدن هغه وضيعت ته Anatomical positionوايي،چې دولاړې په حالت کې دواړه پـښې يودبل تر څنګ ،لاسونه په دواړوڅنګونو کې داسې موقيعت ولري چې دلاس ورغوي اومخ يې مخامخ لوري ته متوجه وي.دمخ منظره خنثى،خوله پټه اوسترګې خلاصې چې په يوه فاصله يوڅه ته متوجه هم وي.دOrbit دجوف سفلې څنډه دغوږ دخارجې سوري له پورتنى برخې سره په يوه عرضانى پلان واقع  شوى وي .په داسې حال کې چې دلاس غټه ګوته دنورو ګوتوسره 90  درجې زاويه جوړوي دپښو دګوتو څوکې بايد مخامخ لوري ته متوجه وي.
Anatomical planes :-
داهغه فرضي کرښې دي چې بدن په بيلا بيلو برخو ويشي.
1 –Coronal plane:-داعمودي پلان چې Sagital plane سره 90 درجې زاويه جوړوي اوبدن په دوه مساوي (Anterior & Posterior) برخو ويشي.
2 –Sagital plane:-دا هم يوعمودي پلان د‌ي چې د coronal plane سره 90 درجې زاويه جوړه اوبدن په ښي اوچپې برخو ويشې که نوموړي پلان دبدن له متوسطې برخې څخه تيراو بدن په مساوي (Right & left) برخو بندې وويشي ،د Median segital plane  په نوم ياديږي.
Transverse or horizontal plane:-دا يو عرضاني پلان دى چې پورته دواړه پلانونه قطع اوبدن په دوه (Superior &Inferior) برخو باندې ويشې.
 

 
هغه اصطلاحات چې موقيعت اولورى تشريح کوي:-
(Dorsal) Posterior (Ventral) Anterior:-دهغو جوړښتونو موقيعت په ګوته کوي چې دبدن مخې يا شاته واقع شوي وي.دمثال په توکه پزه په قدام اودملا تير په خلف کې واقع شوى.يادا چې پزه د دواړو غوږونو په په قدام (Anterior) او د ملا تير خلف (Posterior) ته واقع شوى دئ. Medial او Lateral-که چيري د يوه جوړښت موقعيت Median segital planeته نيږدې او جهت يې هغه لوري ته متوجه وي دMedial يا انسي اوکه موقعيت نسبت بلې عضوي ته له Median segital plane نه ليري او يا جهت يې مخالف لوري ته متوجه وي دLateral يا وحشي په نوم ياديږي .دمثال په توګه دلاس غټه ګوته دوړې ګوتې په وحشې کې موقيعت لري.پزه په Median segital plane کې د دواړو سترګو په انسي کې موقيعت لري.
Superior  اوInferior :-دهغو جوړښتونو موقيعت په ګوته کوي چې دبدن په عمودي محور کې واقع وي.دمثال په ډول راس (head) له اوږې څخه علوي (superior) او د زنګانه بند له hip joint  څخه سفلي (inferior) موقيعت لري.
Proximal اوDistal:-له کوم ځاى څخه چې يوه اوږده عضوه منشاُ اخلي هغه ځاي ته نيږدې برخه يې دproximal او ليرې برخه يې د Distal په نوم ياديږي. دمثال په ډول لاس (hand) د څنګلې دبند څخهdistal اوبيا داوږې بندد څنګلې له بند څخه proximal موقيعت لري.همدارنګه نوموړي اصطلاحات ديوه خطې جوړښت په اوږدو کې د شعباتو موقيعت ته عطف کيږي .لکه دشريانونو ،اعصابو او هوايې لارو هغه شعبات چې په نهايت کې ېي موقيعت لري د distal او د منشا ځاى ته نيږدې شعبات يې دproximal شعباتو په نوم ياديږي
Caudal اوCranial:-نوموړې اصطلاحات ځينې وخت د Superior او Inferior په ځاى استعماليږي .
Rostral:-دا اصطلاح په راس کې دساختمانونو دموقيعت له پاره په کار وړل کيږي.دمثال په ډول Fore brain له Hind brain څخه   Rostral موقيعت لري.
SuperficialاوDeep :-دهغو دوو جوړښتونو موقيعت په  ګوته کوي چې دوجود دسطحې په نسبت سطحي( (Superficialاوعميق ((Deepموقيعت لري.دمثال په توګه sternum دقلب څخه Superficial او معده دبطني جدار څخه Deep موقيعت لري.

 
متفرقه اصطلاحات
١-Ampula : ديو تيوب پړسيدلي قسمت ته ويل کيږي.
٢- Anular : حلقه ماننده ساختمان.
٣- Bursa : د ماي څخه ډکېسې ته ويل کيږي چې د جلد او يا وتر پواسطه احاطه شوى وي.
٤- Cortex : د يوې عضوي خارجي قسمت(قشر) څخه عبارت دى.
٥- Crus : يو پايه ماننده راوتلي ساختمان.
٦- Falciform : لور ماننده ساختمان.
٧-Fascia : نرى ټوټه،يا هغه ساختمان چې يو نسج د Bandage په شان پوښوي.
٨- Folicullus : وړه کيسه (خريطه).
٩- Frenulum :وړوکي پل يا اربطه.
١٠-Fundus : د يوې خالي عضوي هغه برخه چې د فوهي مخالف سمت ته يي واقع وي.
١١- Genu : زنګون يا زنګون ته ورته ساختمان.
١٢- Hilum : په يوه عضوه کې هغه ثره ماننده برخې ته ويل کيږي چې د وينې او لمفاوي اوعيي او هم اعصاب نوموړي عضوې ته داخل او يا خارجيږي.
١٣- Infundibulum : قيف ماننده ساختمان.
١٤- Isthnus : يوه تنګه او دره ماننده برخه چې د دوو ساختمانو تر منځ موقيعت لري.
١٥- Labium or lips : شوندې، يا د يو سوري راوتلو څنډو ته ويل کيږي.
د Anatomy اصطلاح چي د يوناني ژبي له Temnein څخه مشتق شوې او دپرې کولو په معنى ده. له دې څخه دا څرګندېږي چي د اناټومي زده کړه اساساً په تسليخ ولاړه وه ،لاکن اوس کولى شو چي ددې تر څنګ د اناټومي له پلاستيکي Model او د کمپيوټر په واسطه جوړ شويو اتلسونو، ثبت شويو ويديويي تسليخونو او تصويرونو څخه د اناټومي په زده کړه کي استفاده وکړو.
د اناټومي تدريس هم په Systemic اوهم په Regional ډول صورت مومي. په ناحيوي مطالعه کي بايد ټول بدن په جلا ناحيو ووېشل شي او بيا هره ناحيه په هر اړ خيز ډول مطالعه شي. د مثال په توګه د صدري ناحيې په مطالعه کي ټول هغه  ساختمانونه چي په صدر کي موقعيت لري لکه د صدر هډوکي، عضلات، اوعيې، اعصاب او هغه اعضاوي او ساختمانونه چي د صدري جوف د ننه واقع شوي. له هغې وروسته د بطن،حوصلې، سفلي اطرافو، علوى اطرافو، شا، راس او غاړي ناحيې په عين ترتيب او هر اړخيز ډول مطالعه شي. دا ډول مطالعه په جراحي عملياتونو او  تسليخونو کي له مونږ سره خورا مرسته کوي.
په  Systemic مطالعه کي بدن په مختلفوسيتمونو وېشل کېږي او بيا هر يو سيستم په جلا ډول مطالعه کېږي، د مثال په ډول کله چي قلبي وعايې سيستم مطالعه کېږي لومړى قلب او بيا وروسته اوعيې په ټول بدن کي مطالعه کېږي، په عين ترتيب نور سيستمونه لکه هډوکي، عضلات، مفاصل،  هضمي، تنفسي، بولي، تناسلي، اندوکراين او عصبي سيستمونه هم لکه پورته سيستم په څېر په مکمل ډول او په ټول بدن کي مطالعه کېږي.
دا ډول زده کړه خورا سريع وي خو په جراحي عملياتونو او تسليخونو کي يې تطبيق ستونزمن وي.
همدارنګه  داناټومي په تدريس کي بايد Clinical Anatomy او Surface Anatomy ته هم پاملرنه وشي.له همدې امله داناټومي دمعياري نورمونو په نظر کې نيولوسره داناټوي تدريس به له تنې څخه پيل کړو.دتنې پورتنئ برخه دصدر (Thorax )څخه عبارت ده.