نوی ولسمشر او زړې هيلې

 په هغو ټولنو کې چې ددولت سیستم د خلکو په ارادو ولاړ وي نو پرته له شکه چې خلک له خپل دولته نه یوازې د کار د کولو هیله لري بلکې دا د دولت دنده او مسوولیت ده چې د خلکو رايې ته مثبت ځواب ووایي، او هغه څه وکړي چې دخلکو او اولس غوښتنه ده، همدا لامل دی چې په نړۍ کې خلک د دیکتاتوري او استبدادي رژیمونو څخه په منډه کې دي. دا چې وروسته له لنډې مودې به د ارګ په ماڼۍ کې یا اوسنۍ اولسمشر او یا هم کوم بل نوی اولسمشر خپلې چارې پیلوي ، نوي کابینه به جوړوی، د هیواد د ترقۍ او دخلکو د ژوند د ښوالي په موخه به خپلې کړي وعدې پر ځای کوي ( خداي (ج) دې وکړي.) له هیواده به ګل او ګلزار جوړ وي خو اولس دا ځل له دوی څخه نه دومره لوړې هیلې لري او نه هم په دې باوري دي چې دوی به وکولای شي چې د  خلکو د ستونزو د حل له پاره به په خپل بوخت مهال ویش کې ځای ورکړي،  د خلکو د ستونزو د هواري څخه د مخه لا نورې ډیرې مهمې او لوړې چاري دي ( البته د دوی له پاره) ترڅو هغه تر سره کړي خو نوی اولسمشر باید په دې پوهیدلی وي چې د خلکو غوښتنې نوي او په وخت تېرې نه دي، په بله خبره اولس هغه پخوانۍ خبري او ژمنې پر ځای کول غواړي کومې چې لا له پخوا ورسره شویدي د مثال په توګه خلک په هیواد کې د سالم او متوازن انکشاف له پاره امن او ثبات غواړي ځکه چې پرته له امن او امنیت په هیڅ ځای او ټولنه کې د پرمختګ د کارونو لیدل هسې یو خوب او خیال دی، نو د ډاډمن امنیت راوستل د اولس پخوانۍ او ننۍ غوښتنه ده ،دا چې څه ډول به امن په وجود راځي نو ممکن تاسو ته یې چل درځي ځکه چې په دې اړه ستاسو ژمنې ښکاره دي.
اولس د بیکارۍ له ستونزې څخه تر پوزې راغلی، همدا د بیکارۍ ستونزه ده چې د هیواد ځوان قشر یې د ډول ډول جرایمو ارتکاب ته هڅولی، او همدا بیکاري ده چې زیاتره ځوانان په وجود کې پراته انرژي د نورو هیوادونو په رغونه او ابادونه کې مصرفوي نو، دا اولس بیا هم هغه پخوانۍ غوښتنه لري تر څو ورته د کار زمینه برابره شي یانې د هیواد په داخل کې دې کارخانې ورغول شي د کارخانو د چلونې په موخه دې د برق او بریښنا حیاتې ستونزه حل او په اړه دې جدي قدم واخیستل شي نو نویه اولسمشره ! دا هم د اولس نوي هیله او نوي غوښتنه نه ده بلکې همغه پخوانۍ غوښتنه ده چې خلکو درلوده او لا یې هم لري.                                        
د دریو لسیزو جنګ په جریان کې د مادي زیانونو ترڅنګ مونږ داسې ماناوي زیانونه ولیدل چې جبرانول يې رښتیا هم وخت او امکانات غواړي،درې نسله مو د علم د رنګینې ډیوې څخه لیري پاتې شول او بالاخره يې په مغزو د جهالت کرغیړنې بلا خپلې ناوله منګولې خښې کړې، همدا لامل دی چې نن د ستونزې د هواري هره لار د ټوپک په شپیلۍ کې لټوي. د اولس غوښتنه هم په هیواد کې د  ښوونې او روزنې د بهیر ګړندي کول دي، په ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو د ګمارلو ترڅنګ د هغوی د ژوند اقتصادي ودې ته هم پام کول په کار دي،کله چې د ښوونکي اقتصادي ستونزه ورحل شي نو وبه کولای شي چې په ساړو مغزو سره د درسي پلان ښوونځي ته ولاړ شي او بالاخره به له یوې خوا زمونږ راتلوونکی نسل سمه روزنه بیامومي او له بلې خوا به په ښوونځیو کې د علمي کچې په لوړوالي کې ښکاره بدلون راغلی وي،دا هم په داسې حال کې چې د یو هیواد وده او پرمختګ په علم او پوهه پورې تړلی ده، نو نویه اولسمشره! د اولس دا غوښتنه هم کومه نوي غوښتنه نه ده بلکې همغه غوښتنه ده چې کالونه وړاندې یې لرله .                                                                             
نویه اولسمشره ! هیواد، خلک او دولتي ادارې، اداري فساد د سرطان د ناروغۍ په څیر نیولي کوم چې ددې لامل ګرځیدلی چې خلک د دولت له همکارۍ لیري وساتي او په پایله کې خلک د هغې دولت سره واټن پیدا کړي کوم چې يې په خپلو رایو ټاکلی و، همدا اداري فساد ده چې ملت یې د دولت په هره اداره بې باوره کړی نو هڅه کوي چې قانون ته د مراجعې پرځای ستونزه د کلي د جرګې او مرکې له لارې حل کړي او دا د دې لامل شوی چې د قانون واکمني د سیورې لاندې راولي ، هغه کار چې قانوني جنبه لري هم پرته له رشوته نه ترسره کیږي نو اوس ته فکره وکړه چې د خلکو زړونه دې له دولت سره پیوستون پیدا کړي که بیلتون ؟                                
راتلونکیه اولمشره ! هیواد مو په مستقیم ډول د فرهنګي یرغل لاندې دی، که چا د افغانانو په خاوره یرغل کړی نو افغانانو په میړانه د هغې مقابله کړي او ماته یې ورکړي خو فرهنګي یرغل دومره خطرناک دی چې زمونږ وینه او جذبه ،زمونږ احساس او ژبه را وژني، په داسې حال کې چې د هر قوم د وژنې تر مخه د هغې قوم ژبه وژل کیږي کله چې د یو قوم ژبه ووژل شوه نو څه ډول به هغه قوم ژوندی پاتې شي نو ښاغلیه نویه اولسمشره! دا خاوره او دا باتور ملت په کلکه افغاني میړانه او شهامت د فرهنګي یرغل څخه وژغوره. دا هم د ملت هغه غوښتنه ده کومه چې ډیره پخوانۍ ده یانې ملت بیا هم له تا کومه نوي غوښتنه نه لري.                                
نویه اولسمشره ! هیواد په ملي روحیه او قوي احساس جوړیږي ،هڅه وکړه چې ټولې هغه منفي تربګنۍ چې د هیواد او خاورې دښمنانو ددې باغیور ملت ترمنځ د زهرو په شان پاشلي له منځه یوسې ځکه چې د یو هیواد بقا او پایښت په یوالي پورې تړلی  ده، دا هم د هر هیوادپال او په هیواد مین افغان پخوانۍ غوښتنه ده . د ا چې موضوعات لا نور هم زیات دي خو د انټرنیټي لیکنې اصولو ته په پام سره نورې خبرې په بله لیکنه کې کوو خو که په رښتیا ددې ملت په غم او درد اندیښمن وې نو د مهربانۍ له مخې د خلکو پر بنیادي ستونزو فکر وکړه او د خپلې پالیسۍ په چوکا ټ کې د اولیت حق ورکړه او بس .                                                                     
میرولي جان لکڼوال