
ځکه دوی افغانستان ته صادقانه نه وو راغلی هغه شعارونه چه ورکول چه ګویا افغانستان ته به امن راولی فساد او مخدره مواد به د منځه وړی او ددوی په اصتلاح تروریزم سره به مقابله کوی افغانستان به په خپلو پښو ودروی او داسی نوری ډیری وعدی دا ټول کاذب شعارونه وو.
بلکه د ټولو په خلاف یی د ۱۴ کلونو په اوږدو نا امنی ورځ تر بلی زیاته شوه جنګونو پوره زور واخیست او د افغانستان مسلح مخالفین ورځ تر بلی زیات او قوی شو او د نړی په سطحه د مخدره موادو اصلی مرکز افغانستان وګرځید ځکه دغرب مستو ځوانانو تقاضا دی منحوس توکی ته زیاته وه.
نو دوی په مرسته ددی توکی کر او قاچاق پوره وده وکړه اداری فساد او رشوت خوری ډیر انکشاف وکړو چی لوی مالی او اداری فسادونه دوی او د دوی په واسطه تر سره شو او افغانستان یی د نړی د فاسدو هیوادونو په لومړی قطار کی راوست تروریزم سره مقابله یی د داعش په ایجاد بدله کړه چی اوس روسان په سوریه کی داعش په مرکزونو بمبار کوی چی دوی په خفه او اعترازونه کوی د وعدو خلاف یی افغانستان په خپلو پښو وندرولو بلکه د پښو یی وغورځاوه چی اوس حتی د خپلی عادی بودیجی نیمایی هم خپله نه شی پوره کولی د معاش په مقابل کی یی اجیر فوځ جوړ کړو که سبا دوی نه وی نو دا عسکری قطعات فورا متلاشی او خواره واره دی ځکه معاشات ، وسایل، تیل،مهمات، او نور ضروریات حتی اعاشه به یی د افغانستان د حکومت په وس کی نه وی زمونږ ګاونډیانو چی څومره ظلمونه مونږ سره وکړل مداخلی یی وکړی دوی پری سترګی پټی کړی او بل مقابل یی ورسره مرستی وکړی او زمنږ د خاوری تاریخی برخی پاکستان ته پدی خوشحالی وسپارلی چی دوی ورته د افغانستان ته د راتګ زمینه برابره ګړه چی نن پوری یی اکمالات د دوی د هوا او ځمکی د لاری کیږی په نهایت کی ویلی شو چی څومره امریکایان په افغانستان کی نور هم پاتی کیږی نقصان او مشکلات به زیاتوی او هیڅ ګټه به ونلری د حل په متبادله او معقوله طرحه فکر په کار دی.
والسلام
مولوی عطاالله لودین