
د کندوز والي شمشاد سره په یوه مرکه کې ومنله چې، د ولسي جرګې د مشر عبدالروف ابراهیمي شپانه هم په درنو وسلو او ټانګونو سمبال دي.
محمد عمر ساپي په وینا د اربکیانو تر نوم لاندې د ابراهیمي شپانه د حکومت په پیسو تغذیه کېږي او دغلته شپانه وسلې ګرځوي.
ابراهیمي په کندوز ولایت کې شوقي اسونه ،رمې او چرګانې لري چې همدا شپانه یې په غرونو او دښتو کې څروي.
ابراهیمي د کندوز په تړاو لومړنی کس وه چې بغارې یې وهلې او نن د ولسمشر غني سره یې په ټیلفون داسې خبرې کولې لکه خپل اربکي شپون سره چې خبرې کوي.
والي د کندوز سقوط دغلته د خپل سرو وسلوالو لامل یاد کړ چې د دې ډلو ملاتړ یې له ځان سره درلود.
د حامد کرزي د حکومت پخوانی مرستیال مارشال فهیم هم په دې ډول شوق اخته شوی وه چې له انسانانو یې حیونات ښه ساتل.
سره له دې چې د مارشال هډوکي به هم خاورې شوي خو یوازې الله پاک پوهیږي چې په قبر کې به هغه په کومه ګناه بندي پاتې وي.
مارشال د ابراهیمي پر څېر سلګونه اسونه او شوقي سپیان ساتلي وو او کله کله به یې سپیان د خپلو تنظیمي قومندانانو له سپیو سره په جنګول.
د هغه توپیر د ابراهیمي سره په دې وه چې د اسونو دانه یې کېلې او د سپیو سهارنۍ به شیدې وې او مارکېټ کې به د دې دانو لومړی موټر د مارشال و.
داسې هم نه وه چې په اسونو ، چرګانو او سپیو خوراک به د مارشال شخصي شتمنۍ مصرفېدله خو په کرزي یې دا قلنګ وو چې د ده اسونه باید ژوندي وي.
اوس چې عبدالروف ابراهیمي له خپل پوسټ څخه دا ډول استفادې کوي توپیر یې له ترهګرو سره څه ده چې یو نظام ړنګوي او بل د نظام ریښې ځبېښي؟
مونږ وایو هرڅوک چې دا ډول د ملت شتمنۍ بې ځایه مصرفوي او خپلې چړچې پرې کوي دا د دې مظلوم ملت سره لوی خیانت ده چې د یوې مړۍ ډوډۍ پسې شپې او ورځې تېروي خو د دوی په حقونو حیونات روزل کېږي.
څوک چې ځان رهبر اومشر بولي پکار ده چې د ملت شتمنۍ په اوبو لاهو نه کړي هغه لګښتونه چې په سپیو او ژوو کېږي باید غریبو سره مرسته وشي چې د نن او سبا نه لري .
ولسمشر غني اواجریوي رییس سره د ملي شورا د ښاغلي ابراهیمي پوښتنه وکړي چې د اربکیانو په نوم پیسې د چا جیبونو ته لویږي؟
بل دا هم مالومه شي په کندوز کې څوک ډېر حاکم دي ځکه ویل کېږي خو دا چې د ولسي جرګې مشر ورونه او خوریونه په غټو پوسټونو ګمارل شوي.
اوس که ریښتا هم ښاغلی ابراهیمي شخصي ملیشې لري او د والي خبرې صدق وي باید حکومت سم له لاسه د ولسي جرګې مشر ونیسي او څارنوالۍ ته یې د څېړنو لپاره واستوي که داسې ونه شي خلک به د حکومت پر وړاندې غلي پاتې نه شي.
اوس د افغانستان خلک په دې پوهیدلي چې خپلې ګټې او د هېواد ثبات څنګه او په څه ډول وساتي.