
څو ورځې وړاندې مې د خپل کلي، چیرته چې زیږیدلی یم هلته، پلارنی ټاټوبی مې، د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د عربانو ښکلي او شنه درې په اړه چې دم ګړ.ۍ په ظلم او د یوه ظالم وحشي انسان ( ملا قاسم) تر ولکې لاندې ده خپل درد او د سترګو لیدلی حال مې ولیکلو .
وردګ ولسونه همدا شیبه د اور په لمبو شپې او ورځې سباکوي، له چک ولسوال.ۍ نه تر نورخیلو سیمې پورې اردو ملیشې پرتې دي ، له نورخیلو پورته نور ټول وردګ د طالبانو په ولکه کې دی.
ځاي طالبان او مشران یې خپلو کلیو او سیمو کې خلکوته آسانه ژوند اوهوساینه غواړي که څه هم ډلې ډلې دي او په ډلو کې مختلفې مفکوري کار کوي، ځیني کاملا وحشي دي او د لیوه خصلت لري، وظیفه یې چور ، غلا ، مردم آزاري ، تجاوز او بې عدالتي ده، لکه ( ملاقاسم) چې اوس مهال عرباني ولسونه یې مرګ ته راضي کړي دي.
خو ځينې نور یې بیا ملي مفکورې او اسلامي لارښونې یې ورځنی چاري تشکیلوي اما دولسونو په زورلو کې لاس نه لري، خلک نه آزاروي بیګناه کسان نه بندي کوي او بې عزتي نه غواړي،
دې خواته د اردو تر ولکې لاندې سیمې بیا ترټولو خطر ناکې سیمې دي هرشیبه د اردو د برید او توغندیزو حملاتو تمه کیږي او په لس ګونه بې ګناه او ملکي وګړي د دغه متعصبې ډلې په راکټونو شهیدان کیږي، خپل باغ او پوله کې ناست یې چې راکټ راځي او ژوند درنه اخلي، نو اوس وردګ بیچاره ولسونه چاته وژاړي او چاته شکایت وکړي،
تر ټول مهمه خو دا ده چې طالبان وايي دوی شریعت نافذوي، پوښتنه داسې پورته کیږي، چې دبیګناهو انسانانو وژنه کوم شریعت دی؟ بندې خانې او سمڅوته د مسلمان بیګناهه کسانو ور اچول کوم نظام او کوم قانون او د څه لپاره تر سره کیږي ايا شرع همدې ته وايي؟
دابه ومنو چې حالات په هیواد کې انقلابي دي هرڅوک خپل دښمن لټوي ، مګر عام وګړي خو دچا دښمني نه کوي ولې له بیطرفه عام وګړو سره ظلم کیږي ؟ که داظلم اردو یا پولیس وکړي خو ښکاره ده چې دوی فاسد او بهرني کړۍ او ملاتړ لري خو طالبان چې وايي دوی مسلمانان اوپاک وګړي او مبارزه یې پاکه د خاص د خدای لپاره خو تر سره کوي هغه اعمال چې کوي یې کفر ولې ؟ زمونږ بیچاره او بې طرفه ولسونو ملامتي په څه کې ده ؟ آیا ملامت یو چې ځای مو درکړی؟ جومات کور مهمان خانې او دسترخوان مو ستاسې په خدمت کې دی چې ګواکي تاسې مجاهدین یاست ، اما جزای راکوی نه بدیل یې چې شکران دی
که چیرې دا راشه درشه له دولت سره وشي شک نشته چې شکایت به مو دې حد کې نه وي اما ستونزې به وي اوس دې جوته شي چې ولسونه څه ملامتي لري؟ ولې ولسونه ځورول کیږي؟ ولې ولسونه قرباني کیږي؟ ولې د دې ولسو بې عزتي کیږي؟ ولي پر نارینه او ښځو باندې د حیوان ګمان کیږي ؟
د دې خبرې ښګاره مثال دچک ولسوالۍ دعربانوپه کلي کې د یوه خایین جاسوس او اجیر انسان ( ملاقاسم) فعالیت دی چې خلک یې مرګ ته راضي کړي دي، زه په ښکاره او بربڼده توګه لیکم او وایم چې ( ملا قاسم ) جاسوس دی، که نه وي ولې د نورو سیمو په لسګونه بې آزاره او ریښتیني طالبان د امریکایي ځواکونو په عملیاتو کې وژل کیږي او هر ورځ یې پرکور او مینه چاپې دي؟ مګر پرده او پرده پورې تړلو وحشیانو نه چاپه شوې ده او ه یې څوک وژل شوي دي. مګر دوی دي چې ورځ تر بلې د ملکي بیچاره خلکو پر وژنې او ربړونې آخته دي، (ملاقاسم) د وردګو ولسونو د ۸۰ فیصده مرګونو او د سترو کادرونو د وژنې ستر عامل دی، ( ملاقاسم) ستر جاسوس او مفسد انسان دی که چیرې امارت یې پلتڼه وکړي دا حقیقت ته لاس رسی پیداکوي ( ملاقاسم ) هم امریکايي دی او هم په امارت کې دننه امتیاز تر لاسه کوي او خپل اهداف.( طالب مشران دې بیدار وی)
له دې حقیقت نه ولې سترګې پټې کړو، ولې طالبانو او د دوی رهبري د خپلو لیکو او مشرانو له کاري چارو او دهغوی له صداقت میړانې او وفادارۍ څخه ارزونه نترسره کوي؟ که چیرته طالبان واي چې دوی برحقه دي او دخدای د دین او نبي کریم (ص) لاروي دي نو د داسې جاسوسانو او مفاسدو حضور ولې په خپلو لیکو کې مني او سترګې تر پټوي؟
د ( ملاقاسم) په نامه د یوه وحشي انسان او بیا د طالبانو په لیکه کې د ده فعالیت کول نه یوازې داچې طالبانو ته سپکاوی دی بلکې اسلام مبارک دین ته هم ستره ضربه ده راتلونکي نسلونه د داسې اجیر او بې هویته افراد له آدرس څخه اسلام په وحشت او دهشت کې ویني او کاردې حد ته رسیږي چې دوی له اسلام څخه نفرت وکړي او کفري هیوادونوته مخه وکړي. چې عملي داسې کیږي.
د مثال په توګه : د همدې ستر اختر په عرفې ورځ کې کله چې زه کورته روان وم او زما فامیل ، میرمن مې دوه زامن مې یوه لور مې راسره ول، مشر زوی مې ۱۷کلن دی اوکله چې د ملاقاسم د کسانو له خوا ونیول شوم او دهغوی پروړاندې وټکول شولم او سترګې یې راباندې وتړلې، لاسونه یې را باندې پشا ولچک کړل او په وهلو وهلو یې لومړی غوجلې ته بوتلم او ساعت وروسته سمڅې ته.اول خو مې کورنۍ داګمان وکړ چې پلار یې جاني او په ریښتیا ستر مجرم دی چې داسې چلند ورسره وشو .
بچیان مې داسې بوغې او نارې کولې چې زیاتې ما فکر کولو چې مړیم.موټرچلونکی پردی سړی وو ، زماکورنی او دغه چلونکی په دې سیمه کې یوه شپه تیره کړه په داسې حال کې چې هیچ څوک مو دلته نه پیژندل .
خو کله چې معامله وشوه او ما له ۲۰۰ نورو کسانو سره ټول اختر په غار کې ( دملاقاسم ) په زندان کې تیر کړ جرم مې داوو چې زه معلم وم، اوزما په شان ډاکتر ، کار ګر ، دوکاندار ، محصلین خو بې شماره وو او د( ملا قاسم ) په قانون کې مجرمین وو او اختر مو په زندانونو کې د ده په لارښونه او هدایت تیر کړ، بلاخره مونږ ټولو پیسې ورکړې د ( ملاقاسم) قاصد راغی او ویل یې چې اسلامي امارت پر تاسو شفقت وکړ او تاسې آزادوي خو شرط لري، چې دا شرط نقدې پیسې وي او له ټولو یې جوبونه وشکول او قیمتي شیان یې ترې واخیستل بیا یې خوشی کول.
نو زما زامن راته واي چې پلاره کور اوژوند خرڅ کړه اونور په دې وطن کې مونږ نه ځایږو او باید خارج ته لاړ شو، اوس زما او زما د کورنی ترمابین سخت مشکل پیدا شوی ، دوی وايي ځو او زه وایم نه نځو وطن مې دی جوړيږي.
دوی واي اسلام کې ظلمونه دي او زه وایم نه مونږ ظالمان یو، اوس د طالبانو مشرتابه ته دا حقیقت اودې ورته لسګونه حقایق نور په دې سیمه کې پراته دي چې وې ارزوي او حق حقدارته ورکړي که چیرې له خدای ډار او اسلام ته صداقت لري.
د عربانو په سیمه پورې د تړلو کلیو خلک چې د (ملاقاسم) تر ولکې لاندې ژوند کوي تولو له ډاره د ده په اړه حتی خپلو منځوکې خبرې نه کوي او حتی دده نوم ژبې ته نه وروړي، ځکه دی ظالم دی او له خلکو سرغوڅوي. او یاي له مرګه باسي.
زه یوځل بیا د طالبانو پر مشر(ملا اختر منصور) باندې غږ کوم چې وردګ ولسونه چې بیچاره او مظلوم دي هریو ماغوندې ژبور او خلور نه دی چې خپل درد ولیکي که چیرې ولیکې خپل ژوند او یا دوکورنۍ ژوند تباه او له لاسه یې ورکوي، ستاسې ملګري او ظالم طالب قوماندان( ملاقاسم) ستر ظلمونه او خیانتونه کړي دي د دې ټولو پوښتنه وکړئ او خپل مظلوم هیواد وال له ظلم او ستم نه وژغورئ. بله جرجعه خو نشته حکومت خو هسې فاسد دی .
داسې صالح او پاک خلک راولي چې داسلام نوم بد نه کړي، مبارزه وکړي مګر بدیل یې له الله وغواړي جاسوس نه وي خاین نه وي، زه دخدای په ستر نامه قسم یادوم چې (ملاقاسم) ستر جاسوس دی که نه وي هغه امکانات او هغه موټر و پیسې چې له ده سره دي قسم په خدای که له طالب ستر واک دار سره وي، تاسې به د دې خبرې حقیقت هغه مهال ترلاسه کوئ چې نور وردګ ولسونه تاسې شا در اړولي او نور نو دیو غنم په اندازه ځآی ونه لرۍ ورګوکې مخکې له دې چې دې حالت ته ورسیږي( جاسوس ملاقاسم ښه سم او درست وپیژنئ ) ستاسې دضعف یوه ستره ښکاره تیر وتنه به همداوي چې د ده په اړه غلی پاتې شئ.
لسګونه وردګ بیچاره طالب مبارزین په نورو سیمو کې مړه شول چاپې پرې وشوې مګر پرده باندې هیڅ نه دي شوي، حتا د عربانو په غرنیو سیمو کې دلپاره له هوا څخه اکمالات کیږي او نقدې پیسې ورته تحویلیږي، پلټنه وکړئ او دا رازونه ترلاسه او کشف یې کړئ ډا ډیر مهم دي. زه نه طالب یم اونه دولتی دلوی الله په نامه قسم یادوم چې بې طرفه او مظلوم انسان یم خو جرآت کوم حق ولیکم.
طالبان کورونو ته د یوې مړئ ډوډۍ لپاره درې وخته راځې مګر دی هره ورځ مزې کوې او غوښې دي پسونه حلالوي او میلې کوي آیا تر دې دمه تاسې له دې حقیقت څخه خبر وئ؟ له شک پرته چې نه...
(ملاقاسم) په سیمه کې نه والي پيژني او نه نظامي کمیسیون پرټولو باندې دی حاکم دی، د ده له دې واک دارئ نه طالبان په ډار کې دي حتی خبریم چې والي یې یوځل په مرګ ګواشلی وو داحقایق دي او دردونه، پلټنه یې وکړئ
نو وردګ ولسونه په تیره بیا د (ملاقاسم) تر ولکې لاندې سیمې نورنوخپل مرګ ته راضي شوي دي، زه سبب شوم چې د یو رابط پول په توګه یاد دردونه او شکایات تر تاسو وروسوم او ځغرده دا وایم که چیرې د(ملاقاسم) له عذابه ولسونه خلاص نه شي نو دوی لوېې او سترې برنامې لري چې په کارولو سره یې طالبانو تحریک ته ستره سرګرداني او جنجال جړونکې اقدام عملي کیږي ، ما خو په دوه لیکونوکې دا غوښوتنه او روان ظلم او ستم له دې لارې تر خلکو او طالبا چاروکو ورسولو.
الله دې وکړې چې مونږ بیچاره ولسونه چې زه یې د لسګونو نمونه او استازی یم قرباني او مظلوم واقع شوي یو درک کړئ او پرمونږ ظلمونه بند او مونږ له داسي جاني او فاسدو کسانو وژغورۍ.
زه دهغه مشرانو او عزیزانو کوروداني کوم چې په ایملونو کې یې ډاډ راکړ او وعده یې وکړه چې مونږ به له دې غمه خلاصوي.
معلم نواز نوري