
كه څه هم نن سبا نړیوال مطبوعات او رسنۍ د داعش او نورو سخت دریځو ډلو په هکله راپورنه وړاندي کوی او د خپلو ټولنو لپاره يی د تهدید مصدر بولي خو زمونږ ټولنه او هیواد بیا د نورو ډیرو مشکلاتو تر څنګ تر ټولو خطرناک تهدید سره چی مخ ده هغه شیعیزم دی ځکه چی مونږ ورته د تهدید په سترګه نګورو او ورځ تر بله پرمختګ کوي.
په افغانستان کي د شیعه مذهب مشهور مبلغ او دعوتګر غلام حسین موحدي د (امام مهدی) ویبپاڼی سره د ۲۰۰۹ کال د جون میاشتی په دولسم تاریخ یوې مرکې کې وویل:(( چی اوس نور مونږ په افغانستان کې د شیعه مذهب د نشر او خپراوی په وړاندی هیڅ قسمه خنډ او ستونزه نه لرو؛ اساسي قانون شیعه مذهب په رسمیاتو پیژني، نو باید ددغه طلایی فرصت نه په استفاده مونږ باید خپل مذهب خلکو ته ورسوو، او په سیاست، اقتصاد، کلتور، ټولنی او نظامي او دینی اړخونو کې خپل حضور قوې او مضبوط کړو، خو که بیا هم زمونږ څخه څه تقصیر او کمی کیږی نو دغه به مو دخپله لاسه وی چی مونږ خپل منځ کی اختلافات درلودل، او د خپل مذهب د خپراوی غم راسره نه و))
په رشتیا هم د ښاغلی خبره د ګران هیواد واقعیت بیانوی، ځکه هغه سیاسي او فکري بدلونونه چی د امریکا د یرغل نه روسته افغانستان ته پیښ شول د دي ګواهی ورکوی چی شیعګان اوس د هیواد په سیاسي، اقتصادی، تعلیمي او اجتماعي اړخونو کې رغنده رول لري، دوی په منظمه توګه مخی ته روان دی او د غرب او ایران د ښکاره ملاتړ څه برخمن دي.
او که روانه وضعه همداسی جاری پاتی شی، نو هغه ورځ لرې نده چی دشیعګانو فعالیت به د افغانستان او سیمه لپاره به بیا ډیر خطرناک عواقب لري ځکه مونږ د ایران سره سرحد لرو، او هغه څه چی ایران په یو بل ګاونډی عراق کی د خپل لاسپوڅی شیعګانو په لاسونو تر سره کړل دلته یې هم انتظار وکړئ.
د شیعګانو ورځ تر بلې مخ په زیادت نفوذ او هغه څه چی تری پیښیږی دسیاسی او نظامي تړونونه هغه برخه تشکیلوی چی د لوي قوتونو سیاسی لوبه یی ایجابوی.
موجوده احصاءات ښايي چی شیعګان د ټول افغانستان په سلو کی د ۸ -۱۰ ترمنځ نفوس تشکیلوی خو کوم اثر رسوخ چی دوی یی ده سیاست، اقتصاد او تعلیمي او تولنیزو میدانونو کی لری د خپل حق څخه ډیر زیات دي.
غواړم چی په ګران هیواد کې د شیعګانو ځینیو مهمو فعالیتونو ته ستاسو نظر راوړوم
لومړی: سیاست او شیعګان
که غواړی په رشتیا د شیعګانو په سیاسی برخه باندی وپوهیږی نو اوسني پارلمان ته یوه کتنه وکړئ د ولسی جرګی تقریبا څلورمه برخه شیعګان دی د ولسمشر او اجرائیه رئیس دوهم معاونین شیعګان دی ځینی وزیران ، والیان مو شیعګان دی ډیر شیعه سیاسی ګوندونه لرو، ده سیاست په نوم ښه کاره فعالیت کوی شعارونه ورکوی،غونډی او دمراسیم پر ځای کوي.
په لومړي ځل مو شیعه مذهب ده یو رسمي اسلامی مذهب په نوم د سني حنفی مذهب تر څنګ په قانوني توګه ومنه او د احوال شخصیه قانون مو ورته تصویب کړ.
دوهم: د افغاني شیعګانو بهرنۍ آړیکې:
افغاني شیعګان د امریکا بریطانیا سره تعلق لری خو په سر کې د خپل سرپرست او ساتونکی ایران سره ښی ژورې هر اړخیزې د حکومت او اداراتو ترڅنګ د دینی څیرو پوری آړیکې پالې، دوی همدارنګه د عراق سره هم رسمی او مذهبی اړیکې ټینګې کړې دی چی د کرزی په دوره کی د عراق مشهور شیعه ملا آیت الله سیستانی او ورسره ملګری پلاوی افغانستان ته راغی او د ولسمشر او نورو رسمی مسولینو سره لیدني کتني وکړی.
د امریکا او بریتانیا او په ځانګری توګه د جاپان سره د دوی د آړیکو په نتیجه کی د شیعه میشتو سیمو لکه بامیان د غزنی ځینی ولسوالی د ځینو غټو پرمختایی پروژو شاهدانی دی لکه پوهنتون جوړونه، روغتیایی خدمتونه او داسی نور.
د ټولنیزو رسینیو په مخ مو هغه ویډیو ګانې ډیری تر سترګو شولی چه افغانې شیعه ملیشی تر سوریی رسیدلی او دکتاتور بشار تر څنګ د سنیانو عام وژنې ته ملا تړلې، او بیا افسوس پدی چی میډیا ورته مرتزقة الآفغان خطاب کوی.
دریم: خپرونې او افغاني شیعګان
د افغانستان شیعګانو د وخت د مهمې وسلې اهمیت پیژندلی دی دوی پوهیږی چی خپرونې میډیا د وخت وسله ده او په همدغی بنسټ ورسره چلیږی.
دوی د بهرني مرستو په مټ که هغه د امریکا بریطانیا او فرنسی له طرفه وی او که د ایران د حکومت او ملت له لوري د میډیا او خپرونو په سکتور ډیره پانګونه وکړه او اوس تر ټولو ډیر فعال دي .
دمثال په توګه ځینی مهم تلویزونی چینلونه ده دوی دی، ښکاره مثال يي طلوع او لمر چینلې دي چی د سعد محسنی لخوا اداره کیږی او ده (USAID) رابرت مورداخ یهودی او کریم اغاخان اسماعیلی شیعه او د ایران لخوا په میلونونو ډالرو تمویلیږی ، د آریانا تلویزیون بیا شیعه تاجر احسان الله بیات چلوی خو د ټولو نه خطرناک چینل چی زمونږ دین او مذهب ته خطر دی هغه د تمدن تلویزونی چینل دی چي په افغانستان کی دمشهور شیعه ملا آیت الله آصف محسنی یی اداره کوی او د هر آړخیز او مختلف پروګرامونو تر څنګ ښه ټرنینګ شوی شده سټاف لری او هر ورځ یی یو نوی مذهبی پروژه ملت ته وړاندي کوی، په افغانستان دغه چینل د شیعه مذهب د خپراوی لپاره تر ټولو مهم دی.
د نورو اعلامي مؤسسو تر څنګ د شیعګانو ورځنۍ جرائد اونیزی میاشتنۍ او فصلی مجلي خو ده شماره وتلی دی.
ده میډیا د یو ملګری د میدانی سروی مطابق په پلازمینه کابل کی د نیمي نه زیاتی بازار ته راوتونکی ورځنی جریدی او مجلی د شیعګانو لخوا اداره او خپریږی او د سینما او تیاتر په سکتور کی دایران د ملاتړ نه برخمن شیعګان برلاسی دی او ښکاره دلیل یی د سینمایی فلمونو د کابل او مزار شریف نمایشونه دی چی د شیعه پریډیوسرانو ستورې ورپه کې د ورایه ځلیدل.
څلورم : اقتصاد او شیعه
په افغانستان کی شیعګان د اقتصاد په مهم سکتر حاکم دی د مثل په توګه د ګرځنده تلفون د خدماتو شرکتونو سکتر راخلو په هیواد کی مونږ پنځه دانی د ګرځنده تلفون شرکتونه لرو یو يي دولتی دی چي سلام نومیږی او دوه مهم شرکتونه هر یو روشن چی د کریم آغا خان -دشیعګانو د اسماعیله فرقی مشري کوی –ملکیت دی او بل افغان بیسم نومیږی چی شیعه تاجر احسان الله بیات ملکیت دی خو دریم بهرنی شرکت (ام ټی ان) کې هم د ډیرو شیعه سرمایه دارو برخه شته دی.
افغاني شیعګان ایرانی شرکتونو ته سره ښکاره مرسته کوی او د راکړی ورکړی ښه زمینه ورته مساعده کوی ځکه افغانستان د ایران لپاره تر ټولو ښه سمییز بازار دي او په اسانه کولای شی چی د نړیوالو بندیزونو سربیره هم خپلې تجارتې آړیکې ورسره وساتې.
پنځم: تعلیم او شیعګان
د دینی تعلیم په برخه کې افغاني شیعګان بيا ډیر فعاله خلک دی د ایرانې انقلاب او په افغانستان کې دری لسیزو پیښو نه روسته ډیرو افغاني شیعګانو د ایران ته لاړل اوس زمونږ په زرګنو محصلین د ایران او عراق د قم مشهد او نجف ښارونو په پوهنتونونو مدرسو او دینی حوزو کې په زده کړو بوخت دی، د خپل مذهب زده کړه جرم نه بولم خو هغه څه چی دوي ته ښودل کیږی د افغانستان په خیر ندی په ځانګړی توګه د شیعه انقلاب نورو هیوادو ته لیږدونه او دمذهبی دعوت.
ددی برسیره پلازمینه کابل او نور شیعه میشتی سیمو کې په تیرو څو کلنو کې ډیری شیعه دینی مدرسی او پوهنتونونه جوړ شوی دی، په افغانستان کی دایران سفیر په ۲۰۰۹کال په یو اخباری مصاحبه کی وویل: چی ایران به پخپلو پوهنتونونو او لیسو کې نور افغان محصلین جلب جذب کړی تر نوی زرو به یی عدد ورسیږی، دوی په هرات ولایت او کابل کې ځینی خصوصی لیسی لری چی ایران جوړی کړی دی او سفارت يي څارنه کوی.
خو تر ټولو مهمه لاسته راوړنه د تعلیم په برخه کې د افغانې شیعګانو د خاتم النبیین مدرسه او پوهنتون دی چی د کابل په استراتیجکه سیمه (دهمزنګ) کی موقعیت لری او پراخه ساحه يي نیوله ده ، یوه برخه په پیسو راونیوله او نوره ورته د حکومت لخوا بخششی ورکړل شوه ، شیعه ملا آصف محسنی څارنه او اشراف کوی او د تعمیر کارونه یی د افغان-طوس په نوم یو ایراني شرکت په غاړه و، په لسګونه بلډنګونه لری، په سلګونو کوټې او درسی خونې لرې د غونډو او کنفرانسونو د نندارتونونو او کتابتونونو لپاره لوي هالونه لري، د محصلینو د اوسیدلو لپاره مجهزه لیلیه لري.
آصف محسنی غواړی چی د خاتم النبیین په سیمه کې د ایران د قم او دعراق د نجف دحوزو سره مقابله وکړی او دسیمه هیوادونو نه ور په کې محصلین زده کړی وکړی.
ډیر هغه کسان چی د قم حوزه علمی لیدلی ده ووایی: د خاتم النبیین حوزه په کابل کی د قم د حوزی علمیه نه لویه او په نوي ډیزاین جوړه ده.
د دومره لوي پروژې په ډیر لږ وخت کي تکمیل کیدل او د زر خپل کار شروع کونه دا ټول ایران ته د اشتباه ګوتې سیده کوی ځکه دغه پروسه په سلګونو میلونه آمریکایی ډالرو ته ضرورت لري او دغه کار یواځی دولتونه کولای شي.
شپږم: شیعګان او ټولنه
د تیرو څو کلنو راهیسی په افغانستان کې په ټولنیزه سطحه شیعګانو ډیر پرمختګ کړی دی او ښکاره مثال یې په رسمې توګه د شیعه مذهبي ورځو لمانځل دی؛ مهمه یی د محرم دمیاشتی دعاشوراء دورځی لمانځل دی چی زمونږ په تاریخ کې په لومړی ځل د پلازمینی برسیره په نورو مهمو ښارونو کې لکه هرات مزار شریف او بامیانو کې ښه په زور او جوش لمانځل کیږی، په ۲۰۰۷کال کی د هرات شیعګانو په ډیره سپین سترګې دعاشوراء مراسمو دانعقاد کوشش د هرات د اهل سنتو په جامع جومات کې وکړ.
او د لومړی ځل لپاره ځینو شیعه خطیبانو ددی جرآت وکړ چی د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ملګرو صحابه کرامو او په ځانګړی توګه په دوهم خلیفه عمربن الخطاب رضی الله عنه پسی د لاوډ سپیکرو له لاري بد کلمات استعمال کړل چی د اهل سنتو د غوصی او ښار کي دمشکلاتو سبب شو خو پدغه ټولو کارو کې د وخت شیعه والي ښکاره لاس و بلکی دهغه په لمسون دغه کار شوی و.
په افغانستان کې د شیعګانو ورځ په ورځ زیاتیدونکی رول د اندښنی وړ دی او په راتلونکی کی دهیواد او سیمی لپاره د خطر زنګ جوړیدایی شی، او د ګډوډی، مذهبی شخړو او هدفې وژنو فتنو سبب کیداشی او تیری پیړی د نویمی لسیزو دکابل د ښار د تریخو تجربو بیا تکرار شونی ښکاری.
خو تر ټولو مهم دا چی دهمزنګ او دشت برچی نه راته د بیروت جنوبي برخه جوړه نشی چی بیا په کابل کی د تهران خبره چلیږی او د ارګ به څوک نه منی.
په افغانستان کی د شیعیزم د مخنیوی لاري چاري:
د شعیزم مخنیوی په افغانستان کی د هر مسلمان فریضه ده ځکه اوس شیعه مذهب هغه پخوانې سیاسی مذهب ندی پاتي بلکی شیعیزم مستقل محرف دین دی د الله سره د شرک نه تر قرآن کریم دتحریف عقیده د انبیاء کرامو منزلې توهین د صحابه کرامو تکفیر او نورو باطلو عقایدو برسیره بیا هم د هغوی لاس خلاص پریښودل دالله او د الله د پیغمبر ددین سره او خپل وطن سره خیانت او جفا ده ، اوس به په لنډه توګه هغی لاری چاري بیان کړو چی کولای شو د شیعیزم خطر مخنیوی پری کیداشی.
۱- په عصری وسائلو باندی د صحیح عقیدی خلکو ته بیانول، تر څو د شیعګانو د هرقسمه شبهاتو څخه په امن وی.
۲- د دعوتي کلتوري او تعلیمی مؤسسو جوړنه او په ښه توګه اداره کول ترڅو د هغو مؤسسو سره مقابله وکړی شی چی دوی تری د خپل مذهب د نشر لپاره کار اخلی (خانه فرهنګ ، موسسه خمینی ..مثالونه دی).
۳- د میډیا او اعلامی مراکز و جوړونه او بیا په دغه میدان کې په پوره قوت سره مشارکت او برخه اخستنه لکه دوی چی دغه اړخ په په قبضه کې اخستی دی د لسګونو تلویزیونی او رادیو چینلونو برسیره په سلګونو جریدې او مجلی د دوی په لاس کې دی.
۴- هر سړی دور او رول معلومول او تقسیم تر څو مو مقابله هر آړخیزه او شامله وی ملا مو باید دشیعه ملا جواب ووایی او د پوهنتون استاد مو د پوهنتون استاد په مقابل خپل رول ادا کړی، سیاستدان مو باید د شیعه سیاسی په مقابل کی خپل مسؤولیت ادا کړی.
۵- شیعیزم حقیقت بیانول او خلکو ته یی د خطر په هکله صحیح او کره معلومات ورکول که هغه د هری لاری وی کوم ملګری چی د لیکلو توان لری باید دشیعګانو په هکله لیکل وکړی څوک چی تلویزیونی مصاحبه کولای شی باید ددغی لاری خلکو ته شعیت ښکاره کړی ملا امامان مو باید دجمعی د خطبی او نورو مناسباتو کی د شعیت څخه پرده پورته کړی، یو څوک به ووایی: چی دشیعه پوهنې او شیعه ډار پوهنی څخه نوري ډیرې مهمې مسئلی شته هغه باید وڅیړل شی زه وایم در سره منم یی خو داسی نه چی یو ورځ داسی راشی چی بیا منګولې مګو خو د ورخه اوبه تیری شوی وی.
۶-هغه څه چی ایران یی د شیعیزم په جامه کی زمونږ په هیواد کی کوی ملت ته ښکاره کول، د ایران د هغه ظلمونه په هکله چی په عراق سوریی لبنان او یمن کې کوی لیکنی او تحقیق کول تر څو په هغه دام کې مونږه ګیر نشو په کوم کې چی ددغه هیوادونو خلک راګیر کړی دی.
۷- د شیعګانو دمدارسو پوهنتونونو او حوزو کلک مراقبت او نظارت کول تر څو هغه منهج تدریس کړی چی زمونږ د لوړو زدکړو او د پوهنی او روزني وزارتونو منظور کړی دی نه هغه چی د ایران کلتور او مذهب او تاریخ نه ډک وی خو د افغانستان په کې څرک هم نه ښکاری.
۸- د ټولو هغه پروژو چی شیعګان یی د تطبیق تکل لری په کلکه څارنه کول تر څو داسی ونشی چی کابل کی راته د تهران جیبونه جوړ شی.
۹- په کابل کې د خاتم النبیین په ضد د اهل سنتو یو لوی مرکز جوړونه او هغه ټول فعالیتونه چی خاتم النبیین کی سرته رسیږی باید جواب یی زمونږ سره وی.
۱۰- د ایران د سفارت د کړنو په کلکه څارنه که دحکومت يی نشی کولای یا یی نه کوی مدنی فعالان مسلمان ویښ ځوانان باید دغه کار وکړی او خپل مسوولیت اداکړی.
که څه هم ایران او شیعګان په افغانستان کی ډیر څه غواړی خو انشاالله دلته په ټولنه کې ځایی نلری او په لږ دعوتې کوشش باندی د هغوی اوږد مهاله آرمانونه دخاورو سره خاوری کولای شو.
نور بیا