
شکیب الحسن په کال ۱۹۸۷ د مارچ په ۲۴ د بنګلدیش په ماګورا سیمه کې پیدا شوی دی.
شکیب الحسن د بنګلدیش په لوبډله کې د الراونډر په حیث لوبه ترسره کوي، خپله لومړۍ یوورځنۍ لوبه یې په کال ۲۰۰۶ کې د زمبابوۍ لوبډلې په خلاف ترسره کړه، همدا راز یې د ټیسټ لوبو لړۍ هم په همدې کال د (مای) د میاشتې په ۶ نیټه ترسره کړه، او د شل اوریزه لوبو لړۍ یې هم په همدې کال پیل کړه.
تر اوسه یې په دې لوبډلو کې لوبې ترسره کړي دي.
بنګلدیش، اډلایډ سټرایکر، بنګلدیش الف، بنګلدیش کرکټ یوولس، باربادوس ټریډنتس، دکه ګراډیتور، کونلا ډیویزن، کلکته نایت رایډرز او ورسیسټیرشایر.
د ۲۰۰۹ کال له جنوري څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې او بیا ۲۰۱۲ کال کې د نړۍ د الراونډرانو په منځ کې یې لومړی مقام خپل کړ، او بیا په ۲۰۱۴ کال د ډیسیمبر په میاشت کې د نړۍ د شل اوریزه غوره لوبغاړو په منځ کې راغی.
اوسمهال شکیب په درې واړه فرمټونو(ODI,T20,Test) کې دنړۍ په غوره لوبغاړو کې شمېرل کېږي.
په ۲۰۰۹ کال کې شکیب الحسن د مرستیال لوبډلمشر په حیث وټاکل شو چې بیا په همدې کال د ویسټ انډیز په سفر کې د لوبډلمشر د ټپي کېدلو په وجه شکیب لنډمهاله لوبډلمشر هم وټاکل شو.
د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو پر مهال شکیب لومړنی بنګلدیشي لوبغاړی شو چې په یوورځنیو لوبو کې یې ۴۰۰۰ منډې جوړې کړې.
شکیب الحسن تر دې دمه ۴۲ ټیسټ لوبو کې ګډون کړی چې ټولې یې ۲۸۲۳ منډې جوړې کړي دي ۳ سلیزې او ۱۹ نیمه سلیزې یې وهلي دي های سکور یا زیاتې منډې یې په یوه لوبه کې ۱۴۴ دي همداراز یې په توپ اچوونه کې بیا ۱۴۷ لوبغاړي سوزولي دي.
همدا راز یې تر اوسه په ۱۵۶ یو ورځنیو لوبو کې ګډون کړیدای چې ټولې یې ۴۳۸۲ منډې جوړې کړي های سکور یې په یوه لوبه کې 134 ناسوزیدلې منډې دي په دې لوبو کې یې ۶ سلیزې او ۳۰ نیمه سلیزې وهلې دي. همدا رازپه توپ اچوونه کې بیا ۲۰۱ ویکټې ترلاسه کړي دي.
په شل اوریزه لوبو کې یې بیا په ۳۸ لوبو کې ۸۴۳ منډې جوړې کړي دي های سکور یې بیا په یوه لوبه کې ۸۴ دي چې ۵ نیمه سلیزې وهلې دي او ۴۵ لوبغاړي یې هم سوزولي دي.
شکیب الحسن په ټیسټ لوبو کې ۱۴ ځلي په یوه لوبه کې پنځه او یا تر پنځو زیات لوبغاړي سوزولي دي او یو ځل یې بیا په یوخ لوبه کې لس لوبغاړي هم سوزولي دي.
په ټیسټ لوبو کې پنځه ځلي په یوورځنیو لوبو کې ۱۴ ځلي او په شل اوریزه لوبو کې یې بیا دوه ځلي د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه تر لاسه کړي ده.A
همدا راز شکیب الحسن درې ځلي په ټیسټ پنځه ځلي په یوورځنیو او یو ځل یې په شل اوریزه لوبه کې د سیریز د غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړي دي.