طلوع او طالب د یوې سیکې دوه مخونه

 
پرون د طلوع نیوز په لایف خپرونه کې، چې د دفاع وزارت تکړه جنرال ښاغلی دولت وزیری یې میلمه وو، د طلوع نیوز بیشرمانه جعلکاري ټولو هېوادوالو واورېدله، په جنګي حالاتو کې د یوه سرتیري لخوا دا ډول افشاګري، د ملي خیانت مانا لري، سزا یې دا ده، چې باید صحرایي محاکمه پرې اجرا شي او په مرمیو وويشتل شي؛ خو حقیقت بل څه دی، نه هغه کس چې سرتیری معرفي شوی و، سرتیری و او نه هغه معلومات کره او سم وو، چې د طلوع مفسدې شبکې له لارې خپاره شول. دا ملي خیانت د طلوع د مفسدې شبکې لخوا یوازې او یوازې د عامه ذهنیت د ترور او ملي امنیتي ځواکونو د مورال د تضعیف لپاره وړاندې شول. که څه هم د دفاع وزارت د ویاند لخوا د دې افشا ګریو په وړاندې غبرګون پر ځای او وطندوستانه وو؛ خو د امنیت شورا او امنیتي ارګانونه باید دې مسﺉلې ته په سطحي نظر ونه ګوري. امنیتي ارګانونو ته پکار دي، چې د موبي ګروپ د دا ډول خاینانه جعلکاریو په وړاندې واضح دریځ ونیسي او عدلي ارګانونو ته یې معرفي کړي. په خواله رسنیو کې ددې خیانت پراخه غندنه وشوه؛ ولس فکر کاوه، چې نور به ددا ډول خیانتونو مخنیوی وشي؛ خو له بده مرغه طلوع تلویزیون او ارمان رادیو لاس هم د ورسپارل شوي پلان په پلي کېدو لګیا ده.
نن سهار د ارمان رادیو په سهارنۍ خپرونه کې چې د دانشیار او مسعود سنجر لخوا پر مخ وړل کیږي، یو ځل بیا د ملي امنیتي ځواکونو د بدنامۍ او تضعیف یوه پریوتې صحنه عامه ذهنیت ته وړاندې شوه. هغه داسې چې دانشیار د یو چا سره تماس ونیوه، چې ګویا د ملي امنیت سرتیری دی او د کندوز د بالاحصار څخه پر لیکه دی، ددوی په وینا له سرتیري څخه یې وپوښتل چې ایا د کندوز بالا حصار ماڼۍ اوس د طالبانو لاسته لویدلې او که د امنیتي ځواکونو په ولکه کې ده، د سرتیري په نوم مخاطب په ځواب کې ورته وايي :" والله بخیالیم تا حالی بالاحصار در دست قوای امنیتي هست، ولی از سوی مخالفین از هر طرف زیر حمله است." د خندا وړه خبره داده، چې د ملي امنیت سرتیری له بالاحصاره په تماس کې هم دی او بیا وايي، چې والله بخیالیم!؟ در دست قوای امنیتي است. کله چې د خپرونې بل چلوونکی د دانشیار او په اصطلاح سرتیري تېروتنې ته متوجه شو، زر یې مداخله وکړه او په خندا یې ورغبرګه کړه " در ای خو جای شک نیست، که بالاحصار در دست قوای امنیتي است، بخاطریکه شما ازونجا با ما در تماس استید."  
متل دی، چې دروغجن دې دروغ ووايي او ریښتونی دې یې تمیز وکړي. په هغه ورځ چې طلوع تلویزیون له جنرال صاحب دولت وزیري سره مرکه کوله، د عملیاتو پخاطر د امنیتي ځواکونو لخوا هلته د تلیفون ټولې کرښې پرې شوې وې، طلوع څنګه وکړای شول، چې هلته د سرتیري سره تماس ونیسي.؟ دوهمه خبره: کله چې د ملي امنیت سرتیری، له بالاحصار څخه د دانشیار سره په تماس کې وو، ددې پوښتنې څه اړتیا وه، چې ورته ووايي بالا حصار د چا په لاس کې دی؛ ځکه چې عملا له بالاحصاره د امنیت یو سرتیری ورسره په تماس کې وو، بله داچې، که سرتیری په ریښتیا هم له بالاحصاره په اړیکه کې وای، نو ولې یې پریکنده ځواب نه ورکاوه، چې هو اوس هم د امنیتي ځواکونو په لاس کې دی، د بخیالیم کلمې کارولو ته څه اړتیا وه؟؟؟ معلومدار دا سړی له بل ځای نه په تماس کې وو او د صحنې شاهد نه وو. لدې نه معلومیږي، چې هم طالب او هم طلوع تلویزیون د پردیو لپاره کار کوي، هغوی هم غواړي، چې په عامه ذهنیت کې ویره خپره کړي او موبي ګروپ هم همدا دنده سرته رسوي. دولت ته پکار دي، چې په جدي ډول د ترهګري په وړاندې ودریږي هغه که په هره بڼه وي.