
رحمتيار
غزني دكندهار پرلويه لاره دكابل څخه په 140 كيلومتره فاصله کې پروت دي ،چې له تيرو درو كلونوراپه دي خوا په ولايت کې دنالايقه ، غلو رشوت خورواو جنګسالارانو چارواكو دناوړو عملونواوخلکو ځوورنوله امله امنيتي وضعه دوراني خواته روانه شوه چې نن دغزني امنيت يوازي دوالي تركوره پور محدود شوی دی،
دكابل كندهار لويه لار له ښارونو پرته دطالبانو په لا س كې ده اوټولې ولسوالۍ له كوچنيو بازارونو پرته اودهزاره ميشتو سيمو چې څلورولسوالي كيږي نوري دمخالفينوپه لاس کې دي ، دولسواليوپه څلوروديوالونواوودانيوکې واكمني شته ، چې دخلکودځورولواورشوت اخستلولپاره ترې نه كا ر اخستل كيږي ، دسيمې ټول خلګ خپلي هرډول ستونزي په طالبانو حل كوي ، هغه يې قو مي مشرانو ته راجع كو ي سرغړونكي ته بيا دوئ خپله سزاروكوي،
، دټاكنو لپاره كمپينونه يوازې په ښارکې دڅو عكسونواو كوچنيو ،كوچنيو غونډوپه جوړولوسره سرته ورسيدل چې خلګ ورته په زړه ورتيا نه شواي ورتلاي .ځكه په ښاركې دطا لبانوتر كنترول لاندې ول ،
هغو كانديدانو چې هوتلونه په كرايه نيولي او له ځانويې حاتم طايې جوړكړي وو خلکوته يې د ډوډۍ وركولې ، له دي لاري غوښتل خلګ په څوپيسواويو نس ډوډۍواخلي او ورنه يې درايو غوښتنه كو له ،. چې دې كار له خوارانوسره څوورځي ډيره مرسته كوله، خوخلګ پوهيدل چې تاسوته رايه دركول په ټولوجرمونوکې دګډون مانالري ، دخوارنو لپاره ديوه نس اړول هم لكه يو ورځ چې دپاچاهي پرتخت كيني گټور وو.
دغزني ولايت په ټولو ولسواليوکې طالبان يا ددوئ په ژبه اسلامي امارت واكمن دى، يوازي دولسوالي بازارونه تردولتي واكمني لاندي دي ،
په ټول هيواد کې ټاكني له دوانديښنو سره مخامخ دي يو داچې درغلي به وشي اودوهم د امنيت نه شتون .
دواړه انديښني پرځاى اواوس يې عملي لاره غوره كړيده ، په ولايتونوکې واليان او چارواکي دخپلې خوښې كانديدته كمپاين كوي ، رايه ورته راټوله وي ،
په غزني كي هم همداسې وضعه روانه ده چې ښاغلي والي صيب ،د ټاكنو دكميسون په مرسته له نورو چارواكوسره په زرګونه كارتونه ترلاسه كړي دي او خپلو كسانوته يې وركړي چې په ضندوقونوكي واچوي ،
دوي پوهيږي درغليوته زمينه برابره ده ، ځكه خلګ اماراتيان نه راپريږدي نمونه يې ليكلي شوي دي ، نوداد درغليوته ښه لاره ده .
دولايتي شورا كانديدان هم داسې درواخله چاچې له والي سره خبره غوټه كړيده هرڅوك چې ده دهغه دبرياليتو ب چانس شته خو چې خلګ يې غواړي اوښه خلګ دي هغوته چانس دبرياليټوب لږ دى ،
ايا څوك شته چې ددي درغليو مخه ونسيږي ؟
كه كانديدان اونور كاركونكي پر وخت عمل ونه كړي نو ددغو درغليو مخنيوى ډئر ګران كار دى
دوهمه انديښنه امنيتي برخه كي د ه :
نن مي په ازادي راډيوكي واوريدل چې دغزني خلکو قومي مشرانو دټاكنو دمركزونوڅخه دساتني لپار ه دډاډمن امنيت درامنځ ته كيدو لپاره سينه وهلي ده ،
راشي لمړي ددغو قومي مشرانو په اړه لږ مالومات وړاندي كړو چې څنګه په كومو امكاناتو سره په كوم توان له دي مركزونودفاع كوي .
دغزني خلګ په دي پوهيږي ټول ولايت ، له بازارونو پرته داماراتيانو ترلاس اوولكي لاندې دي ،
قومي جوړښتونه په سياسي او قومي ډول ، وران شوي دي ، داسي قومونه نشته چې هغوی دې داسې مشرولري چې ټول قوم پرراټول شي ، اوكه څوك دانارې وهي او سينې ډبوي دوی تشريفاتي مشران دي هيڅ ډول قومي ملاتړ نه لري چې له اماراتيانو دي خپله سيمه وساتي ، دوی دولايت په ودانيو كې له چارواكوسره دډالرو دهضموولوسره لپاره هلي ځلي كوي .
داچې ټاكني طالبانو تحريم كړي نوددي كاردپلي كولولپاره يې دغزني په ولايت كي عملي ګامونه پوره كړل، له څوورځوراپه دي خوايې په سيمو كي امرونه اعلان كړي دي او پرون ماښام يې دغزني ولايت دمقام سره نژدي ، په شل (20) متري ساحه كي دجامع مسجد پرديوالونو باندي داليكونه وځړيدل ، سهار ټول خلګ حيران ول چې په ښاركي دولايت په څنګ دداسې ليكونو ځړول داماراتيانو دواكمن او اغيزمنتوب پيل نامه ده ،
په ټولو مسجدونوكې داليكونه ټك وهل شوي و ، په خلکو كي يې ويره خوره كړه ،
سهار دبازار هغه د وكا نو نه چې له ا طرا فو يې خلګ راتلل تړلي و،
په بازاركې ويره خوره وه خلك ويريدلي ښكاريدل ، تريوډول ، روحي فشارلاندي وو، خلكوداسې احساس كاو چې تريو ډول تعقيب لاندې دي ، دوي پوهيدل چې اماراتيان په ښاركې دي او وضعه څاري،
په ښارکې خلکو ددغو ليكنو په ليدو سره داوانګيرله چې رايه كارول څونه له لوي ګواښ سره مخامخ دى ، اوله دونه لوى ګواښ سره خلګ نه غواړي ځان مخامخ كړي ،
په پاڼو کې له خلکو نه داغوښتل شوي چې ::
هيڅوك بايد رايه كارنه كړي او دټاكنو مركزونوته ولاړنه شي ، ځكه درايو كارول ديرغلګرو وحشيانه ظلمونو ته مشروعيت وركول دي او په ټولو جر مونو کې ګډون دى ،
--- له كليو او لري سيمو خلګ حق نه لري چې بازارونوته ولاړشي ،
هيڅ موټروا ن دا حق نه لري چې خلګ بازراته يوسي ،
ټو ل خلګ بايد كارتونه داماراتو اړوندو مسولينو ته وركړي ،
=== كه چا ر ايه وكاروله ، دټاكنو مركزونوته ولاړشي ، له هغو سره به داماراتو دمجازاتو له قانون سره سم چلند وشي ، بياحق دشكايت نه لري ،
داهغه ليكونه دي چې دغزني دبآزار په ټولو مسجدونو کې خواره او ځړيدلي دي ، دادولايت سره نژدي لګيدلي دي ،
په اطرافوکې خلکوته هر ه ورځ تبليغ كو ي اوددوي تركنترول لاندي دي .
دولت له ټولو وسله والو اونړ يوالو ځواكونو سره ونه شواي كولاي داسې امنيت راولي چې خلګ ډاډمن كړ ي،
دولت ناري وهې چې موږ كولاي شو امنيت وساتو او خلګ دې په ډاډ مركزونوته ولاړشي ،
خوپرون د ملي دفاع وزير داحقيقت ومانو چې مو ږ نه شو كولاي دټاكنو لپاره ټول امنيت وساتو
وبه ګورو له دي غړکې به كوم كوچ راووځي چې داولس سپيره اووچ وير جن ټپونه غوړولی او جوړولی شي ، پوښتنه داده چې دناټو او بهرنيو ځواكونو له ډيردو سره سره بياهم دهري ورځئ په تيريدوسره ولي امنيت ورانيږي اوخلکوته سوله نه شي راوستلاي ؟
ايا دانړيواله مرسته اوكه يرغل دى ؟
اولس بۀ ترځو له دغو مالي ځاني او دسرله ګواښونوسره ژوند كوي ؟
پاى