ډاکتر نجيب الله: انځور او حقيقت

 
د سر خبرې  نولس کاله مخکې په همدې ورځ طالبانو کابل ونیو او پخوانی ولسمشر ډاکتر نجیب الله یې له محاکمې پرته پر دار کړ. دغه بیرحمانه اعدام د ډاکتر نجیب انځور د کابل ښاریانو په منځ کې مثبت کړ، خو زیاتره خلک خبر ندي چې حقیقت څه دی؟
افغانان اتل پروره هم دي او مظلوم پروره هم . له هغې ورځې چې ډاکتر نجیب الله د طالبانو لخوا بې محاکمې اعدام شو، د خلکو همدردي ورسره پیدا شوه، له بلې خوا هغه به تل ویل چې که دی نه وي، نو کور په کور او کوڅه په کوڅه به جګړه ونښلي؛ او د وینو ویالې به روانې شي. دا خبرې اوس مظلومو او بیوزلو خلکو ته ددې مانا ورکوي چې دې ګوندې ډیر رسا او پیش بین شخص و، او په هر څه پوهیده، خو چا د کار او خدمت موقع ورنه کړه . همداراز بهرنۍ شبکې هم داسې کارونه هڅوي چې له حقایقو پرې د ولس ذهن بلې خوا ته مشغول کړي او د غبار په وینا د تاریخ جعل، تذویر ، کذب او افترا ته زمینه جوړه کړي. ډیره د حیرانتیا خبره ده چې خلک لا هم د خپل قاتل تصویرونه ځړوي .خو دا مظلومان لا خبر نه دي چې د دغه کور په کور او کوڅه په کوڅه جنګ یو اصلي جوړونکی او طراح همدغه ډاکتر صیب نجیب و .
 
د عقدو پر آس سپور ډاکتر نجیب د یوې بارسوخې پښتنې کورنۍ اولاد و. نیکه یې غوث الدین خان د افغانستان د نجات په جګړه کې د نادرشاه کلک ملګری او پوخ همکار و. تر بري وروسته نادرشاه ظاهراً برتانوي هند ته ولیږه چې ده ته ملاتړ راجلب او وسله خریداري کړي، خو د شا له خوا یې پسې ترورست لیږلی و او هملته یې وواژه. ډاکتر نجیب همدغه شخصي عقده تعقیبوله او غوښتل یې چې د شاهي نظام له منځه لاړ شي. کمونست ګوند او په هغه کې هم د شوري استخباراتي سازمان د نازولې ډلې پرچم غړی او د ببرک کارمل په مشرۍ د ملت او قوم دښمنۍ ته داخل، پکې وروزل شو او په رفیق نجیب مشهور شو.
د ثور تر کودتا مخکې نجیب شپه او ورځ پر ځان یوه کړې وه، هر کور او هر شخص ته به ورته او پرچم ته به یې پدې انګیزه دعوتوه چې روسان له خلقیانو سره جوړ ندي، ځکه نشنلست ډوله کمونستان دي، نو پرچم ته په داخلیدو کې د قدرت چانس تر هر بل ګوند زیات دی، ځکه پرچمیان سوچه کمونستان دي او د شوروي او ورونو ګوندونو!!! اصلي ملګري دي.
د ثور تر کودتا وروسته هم د کارمل د پښتون ضد پلان برخه و، چې د خلقیانو د نظام پر ضد کودتا وکړي او واک غیر پښتنو پرچمیانو ته انتقال کړي. خو هغه کودتا ناکامه او نوموړی په ایران کې له سفارته وتښتید چې له ځان سره یې د نورو پرچمیانو په شان د سفارت شتمني هم وتښتوله. تر روسي یرغل وروسته د پرچم د ګوډاګي حکومت له فعالو مشرانو څخه شو.
 
د خاد د دستګاه مشر ډاکتر نجیب د خاد (خدمات اطلاعات دولتي) د هغې جهنمي دستګاه مشر و چې ۸۵۰۰۰ ځوانان یې پخپل لاس وژلي دي . دی پخپله غلطه کمونستي لار ډیر ټینګ وا و او ډیر داسې کسان چې کمترین جرم یې هم نه درلود، خو یوازې په دې ګناه چې لمونځ کوي، او یا یې ږیره پریښې ده، له اعدامه یې نه دي معاف کړي . زه یو داسې څوک پیژنم چې یوازې یو زوی یې درلود، چې یو خادست ورته د مجاهدینو جعلي کارت جوړ کړی و، او ډاکتر نجیب اعدام کړ. د دې ځوان پلار چې یو نسبتاً شتمن شخص و؛ نجیب ته یوه واسطه پیداکړه، ورغی او ورته یې وویل چې حاضر دی خپل ټول جا یداد او پانګه دولت ته وبښي او د تل لپاره له ګران هیواد نه ووځي؛ خو چې زوی یې له اعدامه بچ شي، ځکه همدا یو زوی لري او بل اولاد نه لري، له بلې خوا زوی یې تر اتلسو کلونو کم دی او تر ټولو مهم دا چې بیګناه دی . خو د نجیب ځواب داو: کله چې زما ملګري ماته د یو چا معلومات راکړي، چې هغه اشرار دی، نو زه بیا په هغه نه رحم کوم او نه کوم سازش کوم چې په مجازات کې یې کوم کمی راشي . دوه کاله وروسته به اتلس کلن شي او بیا به یې اعدام کړم . ده همدغه کار وکړ، رفیق نجیب دغسې په زرګونو ځوانان اعدام کړي دي. داسې خلک یې هم اعدام کړي دي چې کارمل به معاف کړي و چې یا یې سن کم دی او یا جرم، خو د رفیق نجیب اصول معلوم وو: پر افغان د رحم نه کول.
 
په هرات کې د خلکو ړانده قتلونه، په افغانستان کې د روسي پوځونو مشر جنرال مایوروف ډیر څه لیکلي دي، چې د یوې پیښې لنډیز یې دادی : (کله چې مو په هرات کې عملیات کول، نو اعلامیې مو نشر کړې چې که څوک تسلیم شي او یا ونیول شي؛ نه به وژل کیږي . ډیر زر د خپلو کسانو له خوا خبر شوم چې ډاکتر نجیب لګیا دی اسیران وژني . زه په منډه ورغلم او نوموړی مې له دې کاره منع کړ، خو ده راته وویل چې کارمل ورته امر کړی دی او کارمل یې باید منع کړي . ما کارمل ته تلیفون وکړ چې نجیب ته دغسې امر وکړي . هغه هم لومړی وویل چې پری یې ږده چې مړه یې کړي، ټول اشرار دي، خو چې ما پرې قهر وکړ او ورته ومې ویل چې زه د یو ابرقدرت د فوځونو مشر یم او د خپل هیواد د حیثیت د ساتلو په خاطر باید په هغه څه عمل وکړم چې په اعلامیه کې مې ویلي دي. زما تر قهر وروسته ایله کارمل نجیب ته وویل : بس شان اس، ګپ رفیق روسي ره قبول کو!!! روسی به ويل چې مه یې وژنه خو ډاکتر صیب به پرې رحم نه کاوه !!!  
 
 په جلال آباد کې د روسانو جنایت او د ډاکتر صیب غبرګون، همدغه جنرال پخپل کتاب کې بل ځای لیکي : (په جلال آباد کې روسي عسکرو د نشې په حال کې په یو کور تېری وکړ. په کور کې نرو ښځو ورسره مقاومت کړی و،خو هغوی بیوسلې وو. په پای کې شوروي عسکرو په پیغلو نجونو تیری کړی او تر تیري وروسته یې د کور د ټولو غړو وژل شوي جسدونه سوزولي وو. زه پوهیدم چې دا افغانانو ته ناموس تر ټولو ستر ارزښت لري او که زه خپلو عسکرو ته جزا ور نه کړم؛ ممکن د لویو قیامونو سبب شي . ما له کشتمند (د وخت صدراعظم) نه وغوښتل چې خپل یو مرستیال زما له کسانو سره مل کړي، چې ددې ناوړه پېښې څېړنه وکړي . ده هیڅ علاقه ونه ښوده . ما جلال اباد ته هیئت ولیږه او ثبوت شوه چې عسکرو دغه جنایت په رښتیا کړی و. زه بیا کارمل، کشتمند او نجیب ته ورغلم او ورته ومې ویل چې زه به خپلو عسکرو ته سخته جزا ورکوم. د دوی پخوانی ځواب دا و چې دا د روسي ملګرو پر ضد د اشرارو توطیه ده، خو دا ځل د کارمل او کشتمند ځواب داو: پروا نداره، همه اش اشرار اس.... او د نجیب ځواب دا و چې دا اشرارو د روسي ملګرو د بدنامۍ لپاره د هغوی په جامو کې دا کار کړی دی) .  د یرغلګر پوځ روسی مشر په دې پوهیږي چې افغانانو ته تر ناموس هیڅ شی هم ډیر مهم نه دي، خو ډاکترصیب  د کشتمند او کارمل په شان و او لا ترې بدتر و  ......
 
د ګورباچوف انتخاب د نجیب پیروان دا وایي چې ډاکتر د سولې او روغې – جوړې نوښت کړی و او غوښتل یې په هیواد کې سوله راولي. دا پخپله ډاکتر صیب ډیره ښه تشریح کوله : (کله چې  ملګري!!! ګورباچوف د نوي طزر تفکر پالیسي شروع کړه، نو زه پوه شوم چې دوی نور زموږ سره خپله پالیسي بدلوي او خپل پوځونه له افغانستانه باسي .  ډیر زر یو هیئت شوروي اتحاد ته لاړو، ګورباچوف ټولو ته وویل : خپل غم مو وکړﺉ، زه نور د خپل هیواد زامن ستاسو په هیواد کې نه شم وژلای . کارمل چې له رنګه تور و نور هم تور شو او ویې ویل چې که شوروي دوستان خپلې قواوې له افغانستانه وباسي بیا به د دې لس چنده ته اړتیا شي . ګورباچوف ورته وویل : ښه، داتاسې چې کوم اتقلاب عنوانوﺉ، چې د ولسونو انقلاب دی، له دې سره ولسونه ملګري نه دي او ستاسو ټولې ادعاوې دروغ دي؟ په دې وخت کې زه (نجیب) ور مخې ته شوم او ورته ومې ویل : سمه ده تاسو موږ سره خپلو مرستو ته دوام ورکړﺉ، زه حاضر یم چې ..... او هماغه و چې ګورباچف دی انتخاب کړ. دا د موضوع ظاهري بڼه ده. تر دې ژوره داده چې روسانو غوښتل له خپلې تیښتې وروسته نظام له داخله وپاشي او عملي روغې – جوړې ته لار اواره نه شي، دا کار د کارمل په وجود کې نه شو کېدای چې اردو چې اکثریت یې پښتانه و، منحله کړي، نو ددې لپاره دا د ک . جې . ب ستراتیژیکه نقشه وه، چې د ډاکتر صیب په وجود کې لومړی اردو له پښتنو خالي کړي او بیا له افغانانو د خپلې شرمیدلې ماتې انتقام واخلي . ډاکتر نجیب روسانو ته په چاپلوسۍ کې په کارمل پسې دوهمه درجه و د روسانو په جشنونو کې به یې افغانې باعزته نجونې د روسي یرغلګرو په ټانکونو د ګلونو پاشلو لپاره کتار ودورلې وې؛ او ده به د مسکوښار د ستاینې ترانه په ماته ګوډه روسي زمزمه کوله.
 
د ملیشو جوړول او پیاوړي کول  ډ اکتر صیب چې کله په مشرۍ کې راغی، له لومړۍ ورځې یې د ګلم جمع ملیشو پیاوړي کولو ته مټې راونغښې او د هیواد درانه او باعزته قومونه یې پرې بې عزته کړل . ده به ورځ په ورځ د اقلیتونو ملیشې پیاوړې کولې او منظمې او روزل شوې اردو ته به یې دسیسې جوړولې (که څه هم اردو هم د خلکو څخه کومه ساتنه نه وه کړې، خو د دې تمه ترې کیده چې آخر به د یو ملي – اسلامي دولت په ولکه کې خپلې اصلي کرښې ته ورسیخه شي) . بالاخره یې خبره دې ځای ته ورسوله چې افغانستان یې د دوستم او نورو پهلوانانو بې سرو پایه ملیشو په یو مرکز بدل کړ.
 
د خپلو ملګرو وړاندیز ته یې هم منفي ځواب ورکاوه د دفاع وزیر شهنواز تڼی چې نجیب یې په لومړي سر کې د کارمل د مظاهره چیانو په وړاندې له بې آبۍ ساتلی و او د ډاکتر صیب د یو سمت او ولایت سړی و، پرې زوریده. تڼي ډاکتر صیب ته ښه وړاندیز کړی و:( موږ رهبر نه لرو او ته لښکر نه لرې، موږ غواړو تا د رهبر په توګه ومنو . له بلې خوا روسانو د هېواد سیاست قومي کړی او پرچمیان تاته نه وفادریږي، را ځه کلک قول به سره وکړو او یو په بل  به باور وکړو. ټولو پښتنو خلقیانو او پرچمیانو ورته وویل چې اردو مه سپکوه، ګارد خاص ته د اردو دوه چنده معاش او اقلیتونو ته د هغه سپارل پښتانه مسلکي کادرونه درڅخه خوابدي کوي.، خو ده نه منله. ملګرو یې ورته دا هم ویلي و چې ستا د مصالحې سیاست په دغو خادستي اپراتیفي تکتیکونو نه بریالی کیږي  څه موده به . کلک مقاومت وکړو او بیا به د مجاهدینو سره په داسې حال صادقانه سوله وکړو چې دوی ته به موږ کمزوري نه ښکارو). خو نجیب د خاد روزل شوی و او په خپلو ورور یې هم باور نه کاوه . ده په هغه چار باور کاوه چې روس به ورته ښوده.
 
پښتانه یې له اردو وشړل د نبي عظیمي له کتابه په څرګنده ښکاري چې رفیق نجیب پر تڼي کودتا کړې ده نه تڼي پر نجیب. عظیمي پخپل کتاب اردو و سیاست کې وایي چې مفهم یې داسې دی: (ماته رفیق نجیب دنده راکړې وه چې د دفاع پر وزارت د برید نقشه جوړه او له ځان سره وساتم. تر کودتا یوه ورځ مخکې یې مهم پرچمیان راغوښتي وو، زه یې هم وروغوښتم او راته ویې ویل: رفیق بکش نقشه ات را و برای رفقا تشریح کن. ما نقشه ټولو ته تشریح او پر سبا مو له څلورو لورو پر تڼي برید وکړ). ډاکتر مخکې له مخکې د تڼي ځینې کسان په پیسو او ځینې په ساده ګۍ د تڼي پر ضد کړل او بیا یې پرې د اقلیتونو عسکر او ملېشې ورمارش کړې او اعلان یې وکړ چې تڼي کودتا کوله، خو ناکامه مې کړه. روسان نور هم خپل هدف ته نږدې شول، له اردو یې مسلکي پښتانه ټول وویستل .
 
پرچمي پښتانه یې هم بې واکه کړل په شمال کې د مومن، دوستم او مسعود پلان ورځ په ورځ پیاوړی کیده چې نظام ورو ـ ورو له پښتنو تصفیه کړي او پر کابل برید ته ځان تیار کړي. جمعه اڅک، معشوق او نور پښتانه قوماندان چې د رفیق نجیب د پرچم له ډلې و، د دې کار مخالفت یې کاوه، خو نجیب هغه او ځېنې نور پښتانه قوماندانان چې د ده خپل پرچميان و، د دوستم د بې سیاله شمالي ملیشه یي قوت د جوړولو په خاطر له شماله را وایستل. ټولو ورته وویل چې دوستم نظام له داخله پاشي خو ده نه د چا خبره منله او نه یې خپله عقل درلوده.
 
له کورنیو چارو وزارت څخه یې هم تکړه افسران بې واکه کړل د اسلم وطنجار په نوم یو بې ارادې شخص یې د ګلابزوی پر ځای د کورنیو چاور وزیر کړ. رفیق نجیب او د خاد روسي مشاور (لیڅوف) دنده ورکړه چې تکړه او با اراده پښتانه له کورنیو چارو وزارت جارو کړي. وطنجار یوه ورځ د خاد مشر یعقوبي ته ویلي و چې (ملګري لیاڅوف ته ووایه چې ستا او رفیق نجیب د امر سره سم مې ټول هغه کسان فلج کړل، تاسو بې غمه اوسئ.)
 
 د اقلیتونو په منځ کې ګیر پښتون !!!  ډاکتر صیب یو خاص ګارد جوړ کړی و؛ چې د اقلیت قومونو عقده یي افسران او عسکران چې زیاتره بې مسلکه و، راټول کړل . د ګارد د کارکوونکو معاشونه یې د نورو امنیتي قواوو دوه چنده کړل او لېرې ځایونو او جګړو ته یې هم نه لېږل، یوازې له ځانه یې ظاهرا د خپلې ساتنې خو په حقیقت کې د خپلې تړنې په خاطر ساتلي وو.  د ډاکتر صیب په وخت کې لاندې (وطنپال !!!!) کسان د دفاعي ځواکونو په اصلي محور کې وو:
په دفاع وزرات کې: o       د وزارت لومړی مرستیال او د کابل ګارنیزیون قوماندان ظاهر عظیمي - تاجک
o       لوی درستیز اصف دلاور – تاجک
o       د هوایي قواوو لوی قوماندان – فتاح تاجک
o       د اورګانو د قطعی قوماندان رووف بیګي – ازبک
o       په امنیت وزارت کې څلور ستمي پرچمي جمیعتي تجزیه طلبان: باقر فرین او یارمحمد معینان او جلال رزمنده او بابه جان د ضربتي او حاصو ځپونکو ځواکونو قوماندانان، څلور واړه تاجکان.
په داخله وزارت کې یې هم څو اجړاګان پښتانه پریښې وو او تکړه کسان یې ترې د خلقي او اخواني په نوم شړلي وو. د خطرناکو ګلم جم او کیاني ملشو مشران دوستم ازبک او نادری هزاره یعنې داسې پښتون یې په امنیتي ځواکونو کې نه و پریښې چې د ده ساتنه وکړي. ده یو څو خلع سلاح او په اروایي ډول مات شوي کسان د وزیرانو په پوستونو کېنولي و، خو لکه خلکو چې ورته ویلي و، هغوی د اداري مامورینوڅخه زیات څه نه وو. کله چې به ورته چا وویل چې ډاکتر صیب، متاسفانه روسانو د افغانستان سیاست د ۱۳۶۰ کال راهیسي قومي کړی دی، ته څنګه په دې دومره ډیرو ستمي فکره افسرانو باور کوې؟ د ډاکتر صیب ځواب به داو: دا زما پرچمي ملګري دي . پښتانه خو یا  اشرار دي او یا خلقیان. تڼی رانه لاړ؛ ګلبدین راسره جنګیږي، حقاني ته خو مې ډیر وویل چې تسلیم شي چې د دوستم سره توازن برابر کړي، خو چې نه راځي بلا ورپسې . او اقلیتونو ته به یې ویل : مه از شما ستم، مه د اندرابی تولد شده ام .....
 
بې لښکرو رهبر ډاکتر صیب نه عسکر لرل او نه یې لښکر. ده په هغو عقده اي ستمي کسانو تکیه کړې وه، چې د کارمل په مدرسه کې یې د وطنپلورنې او ټګۍ درس ویلي و او له هر څه سره جوړیدل خو د افغان اوافغانستان له نوم سره نه....دې پخپله هم پوهیده چې نه خلقیان د ده دي او نه پرچمیان . خلقیان د تره کي او آمین وفاداران وو او پرچمیان د کارمل، خو ده ماشومانه لوبې کولې او داسې یې ښودله چې په خادستي- اپراتیفي چلونو په ټولو حکومت کوي .
 
  د شمال د توطیې بریالي کونکی ده په مشهور خاین او مورزادي کودتاچې نبي عظیمي باور کاوه؛ او کله چې دوستم د بغاوت کار پیل کړ، ډاکتر صیب به ښاغلی!!! ملګری عظیمي ورپسي جرګه لېږه چې دوستم بیرته پخلا کړي .ده د تڼي سره د مناسباتو د عادي کولو لپاره هم په مشهور ستمي تیوریسن عبدالحمید محتاط دغسې جرګې ګړې وې، چې هغه بیا دواړه سره غوښه او چاړه کړي وو.
 
  در آخیر احمق شده بود.... رفیق!!! نبي عظیمي په خپل کتاب  (اردو وسیاست) کې پخپله لیکي، چې ډاکتر نجیب در اخیر احمق شده بود... دی وایي چې زه به یې لیږلم چې دوستم او مومن راضي کړم، خو ما به هلته د ټولو جهادي او غیر جهادي اقلیت نظامي قوتونو تر منځ اړیکي او نظم برابراوه چې نحیب چپه کړو. چې کله مو کابل ونیوه، نو ده ته معلومه شوه چې موږ څوک یو او دی څوک دی!!!
 
  دایو رانه؛ نه شي راتلای یو تن چې د وطن ګوندغړی دی؛ کیسه کوي، چې نجیب د مشورې لپاره له نورو سره یو ځای  غوښتي و. نجیب په خپلو نطاقانه خبرو ورته تشریح کړې وه، چې له شماله به مسعود، له غربه به هزاره ګان، له جنبوبه به حقاني او سیاف او له ختیځه به عبدالحق په کابل راشي او په خپلو کې به داسې وجنګیږي چې د کابل په کوڅه کوڅه کې به وینې توی شي، مجاهدین به بدنام او دوی (د نجیب ملګري) به نیکنام شي . وايي چې د غونډې په منځ کې ترې وپوښتل شول، (چې داسې ده نو موږ باید د وطن د لوړو ګټو په خاطر یوه قرباني ورکړو او حکومت د مجاهدینو په منځ کې داسې چا ته وسپارو چې ثبات ټینګ کړای شي، خیر دی زموږ یو څو ملګري دې پکې قربان شي، خو چې نظام بیخي ونه پاشل شي) . دډاکتر صیب ځواب داو: د مجاهدینو په منځ کې حکمتیار دغه قوت لري، خو هغه رانه؛ نه شي راتلای، زه غواړم هغه بیرون پاتې شي . کله چې ورته وویل شول، چې آیا موږ پخپله د نظام پاشلو ته زمینه جوړوو؟ د نجیب ځواب دا و: (همګې ره میمانم، ولی حکمتیار از پیشم آمده نمیتواند، وی بیرون و دیګران را داخل میکنیم، باز؛ دیګران از دست ازو حکومت کده نمیتانه ....) له دې ښکاره معلومیږي، چې دا دروس هغه نقشه وه چې نظام باید روغ پاتې نه شي، بلکې داسې باید وپاشل شي چې روسي وسله د یو افغان له خوا د بل پر ضد وکارول شي او روس ترې بیغمه پاتې شي .
  
   بیا به پنځوس کاله  ارمان کوﺉ همدې ته ورته خبره د حزب اسلامي یو تن هم کوله، چې ډاکتر نجیب حکمتیار ته لیک لیږلی و او د ایتلافي حکومت  غوښتنه یې ترې کړې وه، خو حکمتیار ورته ویلي و، چې ستاسو ایدیالوژۍ اوس ماته خوړلې؛ او که زه درسره ایتلاف هم وکړم؛ سوله نه راځي او نور مجاهدین درسره جنګیږي . د کلکې سولې په خاطر ښه داده چې تاسو ټول قدرت یا مجاهدینو او یا د یو ملي توافق پر اساس یوه بیطرفه حکومت ته وسپارﺉ، مجاهدین به مسلکي خلک له ځان سره وساتي او نورو ته به عفوه وکړي، خو نجیب ورته بیرته لیک لیږلی و او ویلي یې و چې (ته چې له ما سره نه یو کیږې؛ نو زه به حکومت مسعود ته وسپارم چې نه یوازې ته؛ بلکې ټول پښتانه تر پنځوس کالو پورې ارمان کوﺉ) ..
 
 الفاظ او نطاقي که څه هم نجیب په ظاهره د سولې او روغې -  جوړې چغې وهلې او په ښه نطاقۍ او لفاظۍ به یې ښودله چې غواړي د افغانستان ستونزه د سولې له لارې حل شي، خو په عمل کې یې خادستي چلونو ته دوام ورکاوه. لا هم نېونې او اعدامونه روان وو او دې کله هم دې ته نه و حاضر چې ملت ته واک ورخوشې کړي . ده به خپلو ملګرو ته ویل : (يو ځل چې دا نور زه له حکمتیاره رابیل کړم، بیا ټول په یو شئو ن اسلامي وزارت راضي کوم . قدرت به تل د خلق دموکراتیک ګوند سره وي  .
 
  مزار یې ملیشو ته پریښود ټولو ورته وویل چې که مزار دې دوستم ته پریښود، نوله قدرته لاس ووینځه، خو ده پخپله خوښه ورو ورو ټول شمالي ولایتونه دوستم ته وسپارل او د نبي عظیمي په مشوره یې د شمال ایتلاف ورو ورو کابل ته راروان کړ.
 
  دجبل السراج تر نیولو وروسته کله چې د شمال ستمي ټلواله جبل السراج ته راورسیده، ده په پوځ کې نیم ژوانده پښتنو افسرانو ته وویل چې مسعود ته مه تسلیمیږﺉ، په دې توګه یې کورنۍ جګړې ته عملي زمینه جوړه کړه . ده غوښتل چې نه مسعود، نه حکمتیار او نه هم کوم بل جهادي ګروپ په کابل پوره ولکه ټینګه کړي، چې کورنۍ جګړې ته زمینه جوړه او دده پیشبیني ګانې (پلانونه) رښتیا شي .
 
   د ملګرو ملتونو په دفتر کې کله چې پوه شو چې نبي جان عظیمي د ده نه، بلکې د کارمل او مسعود سړی دی، نو د تیښتې د کوښښ تر ناکامۍ وروسته یې د ملګرو ملتونو دفتر کې پناه واخسته . هلته پسې نبي جان عظیمي ورغی، نجیب پرې ناز وکړ او ورته ویې ویل : رفیق عظیمي، ما از تو توقع ازی ره نداشتم که بالایم کودتا کنې، هغه ورته وویل : بې غیرته، چا کودتا کوله؟ ما که تا؟ تا غوښتل چې پخپله وتښتې او ګوند او دولت بې سر نوشته پرېږدې؟ ته یو ذلیل او ډارن یې .....
 
  له هغه څه چې ویریده ډاکتر صیب دا دومره چل و فریب د دې لپاره کاوه چې له خپلو تېرو اعمالو او هغو بې شمیره قتلونو د حساب نه ویریده او له دې  ویرې یې دوه لارې لرلې : یا باید تل د ده ګوند په قدرت کې وي، او یا باید افغانستان وران شي، چې دومره څوک پکې نه وي، چې د دوی سره حساب وکړي . دې له حساب کتاب، محاکمې او اعدام نه ډیر ویریده؛ او غرور یې دا اجازه نه ورکوله چې دهغو زرګونو مظلومانو په شان چې په سترګو کې به یې د عذر، مرستې او رحم غوښتنې ځلاوې وپړکیدي، خو ده به هیڅ اعتنا ورته نه کوله . خو په دې لا یتناهي کایناتو کې د خدای یوه دوامداره محاکمه روانه ده او یو وخت راغی، چې طالبان کابل ته ننوتل . دی هم په هماغه شان حالت کې پریوت چې سترګو یې د رحم غوښتنه وکړه، په ژبه یې طالبانو ته د (پښتنو ورونو ښه راغلاست) چغه وکړه، خو په زړه کې پوهیده چې د کومې سزا وړ دی، ځکه ده د همدغو پښتنو پاچهي اقلیتونو ته ورکړې او په نتیجه کې یې ټول هیواد له چور او تالان سره مخ کړی و. طالبان هم پدې پوهیدل نو هغو ورته وویل چې نه پښتانه دي او نه فارسیوانان، بلکې هغه مسلمانان دي، چې د ده په مرګ پسې راغلي دي . څو شېبې ورسته هغه ډاکتر صیب چې څوارلس کاله د ټولو جنایاتو د لومړۍ درجه عاملینو څخه و، اعدام شوی او متاسفانه په وحشیانه شکل په چوک کې ځوړند شوی و. تر هغه څه ورسره ډیر بد شوي و، چې ده به کول، ده به خلک پټ وژل او پټ به یې خښول، خو دې په عمومي چوک کې ځوړند شو. بله دخفګان خبره دا وه چې کارمل چې تر ډاکتر صیب او نورو ټولو ډیر وطن پلوری او ډیر ظالم واو د ټول تاریخ مکار او رذیل شخصیت و، لا ژوندی او بې جزا ګرځیده، خو ډاکتر نجیب ته بې محاکمې سزا ورکړ ل شوې وه . پکار خو دا وه چې په یوه عادلانه محکمه کې محاکمه شوی وای .
 
  د طالبانو له خوا یې اعدام  د خلکود همدردۍ انګیزه شوه افغانان انتقام جویه دي، خو داسې نه دي، چې یو څوک دې دومره مظلومانه اعدام شي . همدې وحشیانه کار ډاکتر نجیب ته د خلکو په زړونو کې د کېنې او انتقام جویۍ په ځای عفوه او مینه پیدا کړه. له بلې خوا تر ده وروسته داخلي جګړو خلک دومره ځورولي وو، چې د ډاکتر د پلان له مخې سمې پیشبیني ګانې ورته داسې ښکاریدې، چې ګویا نجیب غوښتل د د غو پېښو مخه ونیسي.
   
   زموږ لپاره پکې درس او زده کړه موږ ته دډاکتر نجیب الله ښه یا بد ویل اوس کومه فایده نه لري . خو باید له تېرو تاریخي پېښو نه درسونه واخلو.  په آخرت کې خدای (جل جلاله) د نیتونو په اساس اجر ورکوي . داسې ښکاري چې ډاکتر نجیب د دې ملت او هیواد سره هیڅ ښه نیت نه دی کړی، خو که کړی یې هم وي؛ اجر یې پر الله تعالی دی او هغه ستر ذات د هیڅ عمل اجر نه ضایع کوي .
هغه څه چې موږ باید ترې درس واخلو؛ دادي :
هیڅ افغان ته پکار نه ده چې د بهرنیو جاسوسي شبکو په وعدو تېر وزي، باید په خپلو موجودو امکاناتو بسنه وکړي او که نه وي پخپل کور کېني. تر اوسه هم لا په ملکونو کې اقلیتونه د یو هیواد ملي ګټو ته پوره وفاداري نه لري او باید باور پرې ونه شي. نطاقي او لفاظي د مشرۍ لپاره کافي نه دي، پوهه، تدبیر او پلان تر هر څه ضرور دي . شخصي ضد او کینه کله کله د یو ملت سرنوشت له دومره سترو ستونزو سره مخامخوي . په افغانستان کې قومي سیاست ګټور نه دی (په ځانګړي ډول پښتنو ته) او هیڅکله باید له ملي – اسلامي لیکې ونه ګرزو. که دښمني هر څومره ژوره هم وي، په دغسې وحشیانه ډول د خپل حریف او مخالف وژل د هغه محبوبیت زیاتوي او تیر جنایتونه یې له خلکو هیروي. کرزی او ډاکتر غني هم د نجیب پر لار روان دي. که امریکا نه وي، نو له هغه سرنوشت سره مخ کیدای شي، چې ډاکتر نجیب ورسره مخ شو. موږ یې لکه چې له تاریخ څخه نه شو زده کولی!!!