چی پښتون شی له پښتو نه بې خبره
لکه دوړه چې شې پورته له تور غره
دنيکونو په نوم وياړی قرار ناست وي
پلار ګټلی شمله ولوږي ترې لره
ننګ غيرت يې د وطن په ناوی نه وې
نه يې قول د پښتون وې نه خبره
په توپان دسر مايه کې ترې ځان ورک شي
تش په نوم د پښتون خوښ سپکه ککره
په پښتو کې غږيدل څه پښتو نده
څوولاړ په ميدان نه وي ښه په نره
چې دبيټ نيکه په رنګ خپل ځان اتل کړي
دنفاق خوبونه لرې کړي له سره
دامو او اباسين اتفاق جوړ کړي
يو اواز شي له پاميره تر خيبره
د خوشحال مورچلې کلکې کړي اټک کې
چې پټکی د پلار نيکه تړی له سره
تمدن د تاريخي بلخ راژوندی کړي
يو قدرت شي له کابل تر پيښوره
خدمتګار به سر له هسې پښتون جار کړي
د افغان په ننګ کړي بيا توره رابره
وروستي