امنيتي چارواكي بايد د ناوړو پېښو دمخنيوي چمتوالى ولري

 ټاكنو ته ايله دوه ورځې پاته دي او د زيارت (پنجشنبې) په ورځ به له خيره  دولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو  ټاكنې ترسره شي .
 كه څه هم  داسې رپوټونه وركړل شوي چې ټاكنې به ډېرې شفافې  او له عدالت نه بر خمنې نه وي خو بيا هم ټاكنې مهمې دي او د ډيموكراټيكې پروسې ددوام  او د نظام د ادلون بدلون لپاره سوله ايزه اوترټولو ښه لار ګڼل كيږي نو اړوند مسوولين بايد اعظمي كوښښ وكړي  چې ټاكنې په شفافيت  او عدالت سره ترسره شي.
 داسې ويل كيږي چې د ولسمشرۍ  ځينو كانديدانو او اړوندانو يې يادونې كړي،كه چېرې  په ټاكنو كې بريالي نشي نو حالت  به ګډوډ كړي او وسله  په لاس به راووځي او مخالفت  به وكړي.
 دې ډول انګازو ته په كتو سره بايد ټول نړيوال  او افغان امنيتي  كسان   د دغسې  احتمالې  بريدونه او وسله  وال مخالفت دمخنيوي اودرولو لپاره  امنيتي تابياوې او پلانونه ولري .
 همداشان  امنيتي  كسان بايد  دهغو لاريونونو او مظاهرو لپاره  هم پوره  امنيتي تابياوې اوسرښتې ونيسي چې د نړۍ په ډېرو پياوړ  او پر مختلفو هېوادونو كې  هم له ټاكنو وروسته تر سره كيږي او ځينې مهال په تاوتريخوالي اوړي او سياسي كړۍ ترې خپلې ګټې پورته كوي.
مظاهرې په ولسواكه ټولنه كې دولس  حق ګڼل كيږي خو دمظاهرو هغه چوكاټ  چې قانون وركړى  بايد ولس ته څرګند كړاى شي.خلكو ته بايدد سوله ايز لاريون چوكاټ  ور وښودل شي  او هغو كسانو ته خبردارى وركړل شي چې د مظاهرو په نامه د خلكو په وژنه،عامه  ملكيت په ويجاړولو او لوټولو اخته  كيږي.
 امنيتي چارواكي  د ټاكنو د امنيت تر څنګ بايد د لاريونونو او تاوتريخوالي لپاره هم پوره چمتوالي ولري.او لاريون كوونكو ته درسنيو له لارې خپل چوكاټ ورڅرګند كړي او د له خپل چوكاټ نه د وتو په حال كې خبردارى هم  وركړي.