
د مختلفو اړخونو له پلوه د ژوند د مهارتونو ډلبندي:
لیکوال: عبدالقاهر هوشمند
ژباړه: هدیه فاروق
د تعریف په نظر کې نیولو سره د ژوند مهارتونه په درېیو کتګورېو ویشو، چې دغه ډلبندي په کلي توګه د ژوند ټولو حرکتونو د څرخیدو سبب کیږې.
الف ـ د رواني یا روحې مهارتونو مجموعه: د خپل ځان سره روغه جوړه او باطنې ځواک پیاوړې کول(په دې پوهیدل چې موږ څوک یو، څه ارزښت لرو، څه غواړو او څه ډول باید ژوند وکړو؟)
ب ـ ټولنیز ـ اخلاقې مهارتونه: له نورو سره روغه جوړه او پخلا کیدنه(د دواړو خواو د تيريدنې په اثر) له ټولنیز اخلاقې ځواک، اغیزناکه او موثره ګټه اخیستنه(د نورو سره د اړیکو لارې چارې برقرارول، له طبعې جوړښتونو څخهګټه اخیستنه لکه: يووالی، ګډ ژوند کول، خواخوږي او زړه سواندي کول او ....) د ټولنیزو موخو د پر مخ وړلو لپاره خورا اړین او مهم دي ځکه چې ته باید د راتلونکې نسل لپاره یوه نمونه اوسې.
ج ـ اقنصادې مهارتونه: کشف او اغیزمنې ګټې له فردي استعدادونو او ذوقونو څخه د کسبې او حرفوي فعالیتونو څخه ترلاسه کول، ځکه دا فعالیتونه د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره خورا اړین دي تر څو د هغې په وسیله یو فرد وکولای شي چې خپل روانې او جسمې ځواک پیاوړی کړي او د خپل کورنۍ او ټولنې لپاره یو ګټور شخص ثابت شې او د نورو لپاره د ټولنې د پرمختګ او لوړوالې کې اغیزمن او اثر ګذاره اوسي.
سرچینه: ۱ ـ مهارتهای اساسی زندگی اجتماعی ـ اخلاقی، خسرو امیر حسینی ـ محمد مخاطب، سال ۱۳۸۴