
یو مو هیواد دومره وروسته پاتې دی او له بله پلوه هره ورځ رخصتي، نو کار به په کوم ورځو کې کو؟ اوس دا خلک دومره مهم دي چې سړی دي ورته لاري بندې کړي؟ رسمي کارونه دي ورته پریږدي؟ مریض دي په لاره کې ومري؟ میندي دي په لاره کې....؟
اوریدلی مې دي چې نور هیوادونه د رخصتی په ورځ هم کار کوي او زموږ کور چې نه جوړیږي یو علت یې همدا دی چې موږ ورته رسمي ورځي هم رخصتي کړي. کله د فلاني ورځ ده او کله د فلاني. نن ازادي ده. دا د شهیدانو هفته ده.... اوس چې مو دا ورځ دده لپاره مختص کړي داسې کومه بریا یې ګټلې یا یې داسې کوم کار کړی چې افغانستان یې له سیلانو سره سیال کړی؟ دوی خو ملک د خاور سره خاوري کړی. اوس خبره سرچپه ده، هغوی چې به د افغانستان لپاره ترسر او مال تیر ول، د هغوی څوک پاڼه هم نه اوړو او دوی، دوی ته خو ورځي څه چې، سیمې په نوم کوي.
زه وایم هغو چې د هیواد لپاره قربانۍ ورکړي، د هغوی لپاره هم ورځې مه رخصتوئ. پریږدئ چې یو ځل خو په پښو ودریږو بیا به دا ورځې ولمانځو.
اوس چې هریو مړ کیږي، دي پروسي ته به دوام ورکو او که نور به ورته د پای ټکۍ ږدو؟ که همداسې روان و او هره ورځ به د یو په نوم رخصتو، نو یو وخت به راشي چې موږ به رسمي(کار) ورځ نه لرو.
ډیر د افسوس ځای دی چې د یو کس له امله موږ دا لاري دومره بندي کړو چې مریض په لاره کې ساه ورکړي. میندی مو په لاره کې اومیدواری شي. ځینې د همدیو له امله چې کار ته ناوخته لاړ شي نو بیا بیچاره ګان له دندو ګوښه شي. محصل بیچاره هم چې ناوخته لاړ شي، نو استاد یې له ټولګي نه وشړي.
موږ خو د همداسې اشخاصو له امله تباه او برباد شو. نه مو په ژوندینې پریږدي او نه په مړینې. جالبه خو لا داده چې دوی خو لاړل، بیا یې د ځامنو نه نه خلاصیږو او د هغوی لاره بیا دوی تعقیبوي او افتخار هم پري کوي. وی وی افغانستانه کوم درد ته دي وژاړو.
بس دي! نور په دي ملت رحم وکړئ. پریږدئ چې دوی هم په ارامه ژوند وکړي. دوی هم د الله بنده ګان دي او کنه؟ مه بندوئ دا لاري، مه بندوئ. د یو مسلمان په صفت، څه چې ځان ته خوښوئ، نورو ته یې هم خوښ کړئ.