
تېره ورځ په پيښور کې د پاکستان نظامي هوایي اډې ته څېرمه یو برید وشو چې پکې ۲۴ نظامیان او ۵ ملکیان ووژل شول. پاکستاني چارواکو له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دغه برید په افغانستان کې پلان شوی و چې په نامستقیم ډول دوی په یاد برید کې افغان دولت تورن بولي. له بل پلوه تقریباً میاشت وړاندې په کابل کې مرګوني بریدونه وشول. افغان دولت د پاکستان څارګره اداره (آی اس آی)په یادو خونړیو پېښو کې په لاس درلودلو تورنوله.
پر یوه او بل هېواد تورونه له ډېر پخوا پیل شوي. دوی یو بل ګرموي، خو په حقیقت کې د دواړو دوښمن (وسله وال مخالفین) له دغه حالت څخه ګټه پورته کوي او د کرښې (ډیورنډ) دواړو خواوو ته انسانان وژل کېږي. دغه شکونه دې حالت ته رارسېدلي چې ډېری وخت یې یو او بل هېواد دې ته هڅولی چې په رښتیا هم ترهګریز بریدونه وکړي.
د افغان دولت پر وینا په تېرو ۱۳ کلونو کې په ځلونو ثابته شوې چې په افغانستان کې ډېری ترهګریز بریدونه په پاکستان کې تنظیم شوي او یا هم مستقیماً د پاکستان د څارګرې ادارې تر رهبرۍ لاندې شوي. پاکستان هم تر ډېره خوله چوپه نیولې، ځکه د پاکستان څارګره اداره اوس د پاکستان دولت له واکه وتلې او د هېواد واګې یې په لاس کې اخیستې.
د پاکستان څارګره اداره په افغانستان کې له ترهګرو سره د بریدونو په تنظیم کې داسې مهال مرسته کوي چې افغانان له پاکستاني وګړو ښه خاطره لري او افغان دولت هم وخت پر وخت مننه ترې کړې ده. د مجاهدینو د جهاد پر مهال پاکستان له افغان ملکیانو سره ډېرې مرستې وکړې او تقریباً له ۵ ملیونو زیاتو افغانانو ته یې د اوسېدو زمینه برابره کړه. دا چې د پاکستان موخه ترې څه وه او له یاد جهاد څخه یې څومره ګټه پورته کړه په دې به بحث نه کوو؛ خو مهمه خبره دا ده چې د دواړو هېوادو د ملکیانو ترمنځ خورا صمیمانه او نېکې اړیکې موجودې وې، مګر پاکستانۍ څارګره اداره دا هر څه له خاورو سره ګډوي.
د ISI د ورته کړنو پایله دا شوه چې اوس هر افغان ته د پاکستان نوم اخیستل کېږي، په ذهن کې یې تر هرڅه وړاندې د بمونو او مرمیو تصویر راځي او یو ډول کرکه ښيي. د عامو افغانانو ترڅنګ افغان دولت هم نور تر پوزې راغلی او د پاکستان لاسوهنې نه شي زغملی.
افغان دولت ډېره هڅه وکړه چې د خپلمنځي اړیکو او مخامخ خبرو له لارېپاکستان ته قناعت ورکړي چې د یادو بریدو مخه ونیسي، خو یاد پاکستان دولت قصداً نه غواړي چې د خپلې څارګرې ادارې مخه ونیسي او یا هم واک پرې نه لري.
څو ورځې وروسته د ملګرو ملتونو ناسته ده. افغان دولت به خپل شکایت هلته د امنیت شورا ته وړاندې کړي او د پاکستان د ټولو بریدونو راپور به ورته وړاندې کړي. په دې سره به نړیوالو ته معلومه شي چې پاکستان په لوی لاس ترهګر سبمالوي. سره له دې چې نړیوالو ته دا خبره له وخته معلومه ده. ځکه اسامه بن لادن د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې ووژل شو، ملا محمد عمر هلته مړ شوی او د ترهګرو لویه ډله حقاني په پاکستان کې تغذیه کېږي.
د خلکو په اند د یادو پېښو او غبرګونو اصلي لامل د ډیورنډ نارسمي کرښه ده، هغه چې په ۱۸۹۳ کال د افغانستان د وخت حاکم عبدالرحمان خان د سلو کالو لپاره پاکستان ته نه، بلکې برتانوي هند ته په اجاره ورکړې وه. حالات ښيي چې افغانان به هېڅکله هم دا کرښه ونه مني، ځکه تر ټولو مهمه دا ده چې د یادې کرښې ۱۰۰ کاله پوره شوي او د اجارې تړون پای ته رسېدلی. دویمه دا چې دغه تړون نه له پاکستان او نه هم له هندوستان سره لاسلیک شوی، بلکې له برتانیا سره شوی و چې له هند څخه د دوی پر وتلو یاد تړون هم لغوه کېږي.
زما په اند کومه تګلاره چې پاکستان اوس ځان ته غوره کړې کاملاً یوه ناکامه تګلاره ده، نه د دوی په ګټه ده او نه د افغانستان. که دوی د ډیورنډ کرښې خوب ویني، محال دی. که د دوی وژنه او جنګ خوښېږي نو د افغانانو تر څنګ به یې نړیوال هم ډېر ژر پر وړاندې ناره پورته کړي.
ښه خبره دا ده چې پاکستان په خپله تګلاره له سره غور وکړي. د ډیورنډ سیمېدې تر هغې پرېږدي څو افغانانو نه ده غوښتې، کله چې افغانانو وغوښته له مننې سره یو ځای یې دې وروسپاري. د بربادۍ پر ځای دې د ځان د پیاوړتیا په هکله فکر وکړي. له افغان دولت سره دې لاس یو کړي او د یو بدن د غړو په څېر دې د وسله والو ترهګرو پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي. په دې سره به هم یو پیاوړی پاکستان ولري او هم به موږ د لوی افغانستان خاوندان شو.