آیا افغانستان د یو بې طرفه هېواد په توګه تضمیندای شي؟

 
افغانستان، چي لسیزي او حتی پیړي یې په بي ثباتۍ کي تیرې شوې دي،اوسیدونکي یې زیاتره نامصئون او له خطرونو، ټکرونو، مړینو او ژوبلو سره مخ وي.که کله دوي قوي شوي او په نورو یې یرغلونه کړي دی،هغه هم یواخي د یو څه ناڅیزه منابعو لپاره وو.خو زیاتره دوي ته دا خپل جغرافیایي موقعیت اور شوي او هیواد یې د لویو فاتحانو د لښکر لار ګرځېدلې ده.

افغان ولس او افغانستان په نولسمه پیړۍ کي د روس او انګلیس د لویې لوبې له امله د ژرندې د دو پلونو په منځ کې را ایسار او دل شو.سره له دې چي پوره اوړه نشو،خو کنډ او کپر شو.
په شلمه پیړۍ کې د نړي لوی زبرځواک شوروي اتحاد پرې راودانګل، له هرو لسو کسانو یې یو وواژه او له هرو ۹ کسانو یې یو ټپي کړ، له هرو درې تنو یې یو هیواد پریښودو ته مجبور کړ او هرو سلو کورنو یې ۸۰ په کنډوالو بدل کړل،او ټول هیواد یې په یوه فاجعه کي ایسار کړ.دا انساني فاجعه د بشریت په تاریخ کې کم نظیره وه او ده.

شوروي اتحاد په افغانستان کې تر ماتې ورسته له دي ملت او هیواد څخه انتقام واخیست،د حکومت ډانچه او سیستم یې له داخله وپاشه،د چور او چپاول زمینه یې جوړه کړه او د دوي په وینا پري نه ښوده چې د دوي خپله وسله چې په ټنونو یې دې هیواد ته راوړي وه، بیرته یې د دوي په ضد وکارول شي.امریکا هم دلچسپي و نه ښوده او افغانستان یې د یو داسي هېواد په توګه پریښود  چي نور یې کوم ارزښت نه ورته درلود.محلي ځواکونو او ګاونډیانو د مداخلې له زمینې نه پوره ګټه واخیسته، متخاصمې داخلي ډلي یې یوي بلې ته تجهیز او وسله والي او پاللې او خپل پلان یې ته د عمل جامي په تن کړي.چي په خپله خوا کي یو بې وسلې،بظ اردو او بې حکومته هیواد ولري،چي دوي ته تر سلو کالو کوم تشویش جوړ نکړاي شي.

د سیپټمبر یوولسمي تر پیښې ورسته امریکایان د لسګونو نورو هیوادونود په ملتیا د القاعده شبکې د ځپلو په پلمه بیا پر دي بي وزله هیواد د یویشتمې پیړي جګړه راوړه او تر اوسه دوام لري.
د تیزو جګړو په ترڅ کي زموږ ګاونډیان پیاوړي او موږ کمزوري شو.اوس مي په څنګ کي ټول اتومي قوتونه پراته دي،روسیه،چین خو له پخوا نه اټومي ځواکونه وو.هند او پاکستان د ساړه جنګ په جریان کې د اټوم خاوندان شول.او ایران هم دا ده د اټوم پوټینشل لري.نو دا داسي پینځو اټومي ځواک لرونکو هېوادونو په منځ کي د یو داسي هېواد واقع کیدل څه مانا لري،چي ټول زیاتره ورته بد نیتونه لري.
ګومان نه کیږي چي افغانستان به ډیر ژر د دې وړتیا،منابع او ټیکنالوژي پیدا کړاي شي چي ځان په دغاعي لحاظ د خپلو ګاونډیانو د احتمالي یرغل دفاع ته تیار کړي.نو آیا دا ممکنه ده چي نړیوال افغانستان د سویس په شان د یو بي  طرفه هیواد په څیر ومني؟
 

سویس زیاتره د اروپا په جګړو کې برخه نه وه اخیستي او د دوهمي نړیوالي جګړې پر مهال په پوره ډول د یو بې طرفه هېواد په توګه راڅرګند شو او ځان یې د جګړي له مصیبتونو تر ډیره بریده وساته.که څه هم د نویو څیړونو په ډاګه کړي ده چي د دغې بې طرفۍ سره سره هم نازیانو سویسیانو د ډیرو بارونو وړلو ته مجبورول،خو له یوې خوا بي طرفۍ مسلې او له بلې خوا د سویس خپل غرني موقعیت له جګړو څخه د دې هیواد په ساتلو کي رول درلود.
افغانستان که څه هم د سیمو تر منځ د اتصالې پول حیثیت لري،له نورو یې تجریدلو او شو کول ممکن نه دي.خو کیداي شي د یو بي طرفه هیواد په توګه تضمین شي.
په دې بي طرفۍ کي باید یوه مسله تسجیل وي، چې افغانستان د خپلو سیمه ییزو لانجو د عادلانه حل غوښتنې له حق نه محروم نشي.او له سوله ییزو لارو ورته د خپلو حقونو د غوښتلو زمینه خلاصه پریښودل شي.

هغه وخت چي کله روسان تر ماتې ورسته له افغانستان څخه وتل او نړۍ ورته د ژنیو د موافقو تر پوښ لاندي د اوړو اوبو پوزه جوړوله،افغان مفکر،سیاستپوه او ډیپلومات عبدالرحمان پژواک چیغي وهلي چي په دي پروسه کې نړیوال پیاوړي تضمین نشته او د روسانو تر بې پلانه وتلو ورسته دا مظلوم هیواد له داخلي جګړي سره مخ کیږي،خو یا د ده چیغي کمزوريـیا هم د نړۍ غوږونه کاڼه وو او یا هم چا د افغان چیغي په قصدي توګه نه اوریدي.
موږ ته دغسي تضمین پکار ده،کنه هر زورور به پدغي مظلومۍ خاوره کي خپل زور آزمایي،خو که د بري چانش نه ویني نو د هیواده بیرته وځي.موږ به له داخلي جګړي او سیمه ییزو سیالیو سره مخامخوي.

اوس نو پوښتنه دلته ده، چي آیا د داسې تضمین غوښتلو لپاره اوس داسي زورور آواز شته چې نړۍ ته ورسیږي او آیا نړیوال د اورېدو دغسي غوږونه لري؟