
په سیاسي ادبیاتو کې دا مقوله چې سیاست مور او پلار نه لري تر ډیره بریده ریښتیني ده، د هر هیواد په سیاسي تاریخ کې ډېرې داسې پېښې لیدل شوي چې د قدرت په سر زوی له پلار او پلار له زوی سرونه پرې کړي، انساني ژوند روان ده که څوک غواړي او یانه نو په یو نه یو شکل په سیاسي چارو کې آن ځیني وختونه په غیر ارادي شکل ځانونه دخیلوي. هغه سیاستولان چې نیک شهرت، سیاسي بصیرت او له هیواد سره تل پاتې مینه ولري پرته له شکه چې د ډیر وخت له پاره د خلکو په زړونو کې ځای پیدا کوي خو هغه سیاستولان چې له یوې خوا دخلکو له احساساتو ناوړه ګټه پورته کوي او له بلې خوا ښه او موثرسیاسي پس منظر ونه لري نو د خلکو له فکرونو او نظرونو د تل له پاره غورځي. همدا ډول هغه سیاستولان چې خپل تت انځور د خلکو او اولس په هنداره کې ګوري په متمدنو ټولنو کې هیڅ ډول موقف ته د کاندیدو له پاره زړه نه ښه کوي،هغوی ته خپل ضمیر او وجدان اجازه نه ورکوي چې خپله ناکامه څیره د خلکو په مخ کې راښکاره کړي.
افغانستان یو داسې هیواد دی چې له یوې خوا د جنګ او جګړې کرغیړنې بلا پرې خپلې ناولي منګولي ښخي کړي او له بلې خوا د همدې جنګ پر بنیاد يې درې نسله د ښوونې او روزنې له بهیر لیرې پاتې شوي،نو په داسې یوې ټولنه کې سړی کولای شي چې د ازاد مارکیټ په شان خپل توکي په وړ او مناسبه بیه خرڅ کړي، تاسو وګورئ د اولسمشرۍ موقف ته په نوماندانو کې ډېرې داسې څیرې لیدل کیږي چې پرون یې دې اولس ته د خدمت او چوپړ امتحان ورکړی، ډېر داسې کسان پکې لیدل کیږي چې پرون يې دې ملت د مینې پر ځای کرکه او نفرت ورکړی او ډیرې داسې څیرې پکې شتون لري چې لا تراوسه د ملت او خلکو په منځ کې له بد شهرته بل څه نه لري. دا چې د خلکو د علمي او سیاسي کچې ګراف ټیټ دی نو یو ځل بیا هڅه کوي چې د خلکو په سترګو کې خاورې واچوي او خپل ځان په یو نه یو شکل په خلکو ومني. هغه څوک چې دوه ګونی نوم ولري نو شک نه شته چې هغه به دوه ګوني څیره او دوه ګوني سیاست هم ولري، ډاکټر عبدالله چې لا له پخوا یې خلکو او ملت د ښه یا بد خدمت امتحان ورکړی اوس غواړي چې د خپلې دوه ګوني څیرې هغه مخ خلکو ته ښکاره کړي چې ګواکې زه د ملت پر ستونزو خبر او د هیواد د ستونزو د هواري له پاره وړ او مناسب شخصیت یم، کله چې په پښتاني سیمو کې خپل تبلیغاتي کمپاین کوي نو وایی چې زه خو په اصل کې قوي او غښتلی پښتون یم خو کله چې په هغو سیمو کې کمپاین کوي چې هلته دري زبان مېشت دي نو بیا وایي چې زه مو نور د پښتنو له واکمنۍ او ظلم خلاصوم، خبره دا ده چې دوه ګونیه عبدالله صیب نور د خدای (ج) په خاطر ددې باتور ملت له پاکو او سپیڅلو احساساتو ناوړه ګټه مه پورته کوه، ددې پر ځای چې د دوی د زخمونو د رغولو په هڅه کې شې نور نو ددوی په زخمونو مالګې مه اچوه، دا زړور او اتل ملت نور د بې اتفاقۍ په چاړه مه وهه، هڅه وکړه چې د ملت د یوالي په لار کې خپلي ایماني او وجداني پور ادا کړې، د هیواد اوسني حالت ته په پام سره دا وخت ددې نه ده چې مونږ د یو واحد ملت پر ځای په خپل ملت کې د قوم پالنې ناوړه روحیه پیاوړي کړو او بالاخره ملت لا نور د کرکې او نفرت په ژبغړند اور وسوځوو، مونږ په دې پوهیږو چې خلک رایه نه درکوي خو دا ستا ملي او ایماني مسوولیت جوړیږي چې ددې غچ له ملته په دې نامه وانه خلې چې ګواکې دا پښتون دی، دا تاجک دی او یا هم دا ازبک دی، ته ددې شاهد يې چې دې ملت د هیواد د هرغلیم په مقابل کې ګډ او مشترک سنګر نیولی، همدې زړور او اتل ملت د هیواد د خپلواکۍ او ازادی په لار کې یو شان قرباني ورکړي، دا چې هیواد او درد مو مشترک دی نو بیا ولې ددې ملت د بیلوالي او په قومونو او ژبو د ویشلو هڅه وکړو نور نو د دوه ګوني سیاست او دوه ګونې څیرې د ښکاره کولو څخه تېر شه، د یو افغان په حیث د ملت پر وړاندې په یوه ګوني څیره کې را ښکاره شه او په نره اعتراف وکړه چې زه ددې ملت د ښیرازۍ او سوکالۍ په موخه له خپلې کانداتوری تېر یم ځکه چې ما پرون ونشو کولای چې د ملت خدمت وکړم نو څه ډول به نن خلک پر ما باور وکړي او کوم ډول تضمین وجود لري چې ته به د خلکو هغو ناهیلو ته ځواب ووايې کوم چې تا د واک پرمهال نه هیلې کړي و؟؟؟؟؟؟! میرولي جان لکڼوال
خپلواکي د افغانانو د روح غذا ده
خپلواکي یو داسې څراغ دی چې هر قوم او ملت ته د ودې او پرمختګ تر څنګ هویت وربخښي، د هر ملت راتلونکی برخلیک پر خپلواکۍ او ازادۍ ولاړ دی،تر څو چې یو قوم او ملت خپلواکي ونه لري نو تر هغې د ژوند په هیڅ ډګر کې وده او پرمختګ نه شي کولای.هر قوم او ملت د خپلواکۍ ځانګړي او خوندورې کیسې لري خو د افغان د باتور او میړني ملت د خپلواکۍ او ازادۍ خوندورې او له ویاړ ډکې کیسې د نړۍ د هر قوم او ملت سره روښانه توپیر لري،د مثال په توګه هر ملت به د خپلواکۍ د لاس ته راوړنې په موخه ځاني او مالي قربانی ورکړي وي خو داسې نه لکه افغان ملت،که د نفوس له مخې دخپلواکۍ د لاس ته راوړنې په لار کې مونږ د افغان د میړني او غیرتي ملت سرښندنې وګورو نو د نړۍ پرمخ داسې هیواد نه شو موندلی چې د افغانانو په شان پریمانه د سر قربانی یې ورکړي وی، هغه مینه او جذبه چې د افغان د باغیور ملت په وینه کې د خپلواکۍ له پاره شتون لري انسان یې د نړۍ په بل هیڅ ملت کې نمونه نه شي موندلی،کله چې هیواد او خاورې له دې میړني ملت څخه وینه غوښتي نو په ډیر ویاړ سره یې خپله وینه د خپلې خاورې او هیواد له پاره قرباني کړي او که کله دې اتلې او تاریخي خاورې له ملت مالي قرباني غوښتي نو په ډېر ویاړ سره یې خپله شتمني ددې خاورې په اختیار کې ورکړي، د افغاني تاریخ هره رنګینه پاڼه د افغانانو د میړانې او قربانۍ خبري کوي، افغانانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی خو د هیواد هر غلیم او دښمن ته یې داسې خوله ماتوونکی ځواب ورکړی چې لا تر اوسه یې هم د سر مغزه د سر په کاسه کې پرځای نه دی. تاسو وګورئ کله چې د وخت لویې برتانیې د افغان له میړني اولس سره ټکر وکړ او خپلې سترګې یې زمونږ د هیواد او خاورې نیونې ته خړې کړې نو د افغان زړور ملت داسې ځواب ورکړ چې له یوې خوا یې هغوی په شرمیدلي مخ له هیواده وویستل او له بلې خوا یې د ددوی په جغرافیوی نقشه کې داسې بدلون راوست چې د نړۍ هیڅ ملت یې تصور قدرې هم نه شو کولای. کله چې افغاني باتورو زلمیو د هیواد د ازادۍ په لار کې له خپلو تنکیو ملاګانو د تورې او میړانې ویاړلی کمربند راتاو کړی نو تر شاه یې افغاني پتمنو او زړورو میرمنو هم د خپلو وروڼو ملاوې ورتړلي او د خپلواکۍ په لار کې تود شوی سنګر یې له خپلو افغاني وروڼو سره یو ځای تود او ګرم ساتلی، هغوی نه یوازې دا چې له خپلو وروڼو سره یې د خپلواکۍ په لار کې مرسته او کومک کړی بلکې،د هغوی وینه او جذبه يې په خپلو حماسی لنډیو داسې توده ساتلي چې ځوانانو د هیواد هر یرغلګر او دښمن په تور مخ له هیواده شړلی چې دا حماسی لنډۍ یې یوه غوره بېلګه ده ، توره وهه بری به مومې که بری نه وي ځوانان تل په تورو مرینه. هوکې همدا افغانۍ پېغلې وې چې د خپلو وروڼو مینې او وینې یې په جوش او جذبه راوستې او بالاخره یې له هیواد هغه یرغلګر ځواک چې چا یې د ماتیدو خوب هم نه شو لیدلی تورمخ له خپل ګلالي هیواده وشړلو.
د میوند په جګړه کې چې کله افغاني ځوانان په سر کې له یو څه ناهیلۍ سره مخامخ کیږی خو د افغان د ویاړلي تاریخ هسکه شمله ملالۍ یې نه پریږدي چې افغاني ځوانان پر شاه ولاړ شي او یا هم ددوی مرال ولویږي نو ورته وایی : که په میوند کې شهید نه شوې .خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه. هو همدا د ملالۍ دخولې تاریخي او حماسي لنډۍ وه چې د خپلو وروڼو وینې او جذبې یې په جوش راوستې او په دښمن د زمریانو په شان ور ګډ شول او بالاخره یې کامیابي په برخه شوه. د افغاني تاریخ یوه بله ځلانده او ویاړلي څیره هم زهره وه ،کله چې افغاني ځوانان د انګریز د یرغلګر ځواک سره په کابل کې په جهاد بوخت و نو ددې ویاړلي میرمنې د واده اوله شپه وه ،خپل خاوند ددې پرځای چې په کور کې یې وساتي برعکس په خپل خاوند جهاد ته د تګ له پاره غږ کوي او ورته وایی چې ددې پرځای چې په کور کې پاتې شې ښه به داوي چې د خپلو افغاني وروڼو سره د خپلواکۍ او ازادۍ سنګر تود وساتې ، خاوند یې له کوره وځي او بالاخره د هیواد د خپلواکۍ په لار کې خپل خوږ ژوند قرباني کوي خو کله چې افغانۍ باتوره میرمن زهره خبریږی نو د ژړا او فریاد پرځای خپل شهید شوي خاوند ته داسې لنډۍ ډالۍ کوي: خال به د یار له وینو کیږدم . چې په باغچه کې سور ګلاب وشرموینه. هوکې درنو لوستونکو، د خپلواکۍ او ازادۍ په لار کې د افغان زرین تاریخ داسې په زرګونه تاریخي او له ویاړ ډکې کیسې لري. کله چې د وخت شوروي یرغلګر ځواک زمونږ په پاکه او سپیڅلی خاوره خپل ناوړي قدمونه د ناوړې موخې له پاره کیښودل نو د افغان باتور ملت ددوی پر وړاندې داسې د جهاد ډګر تود وساته چې له يوې خوا یې د زیاتې مرګ ژوبلې په منلو سره زمونږ له ګلالي هیواد پښې سپکې کړې او له بلې خوا د افغانانو د وینې او قربانۍ له برکته ددوی ترلاس لاندې اسیرو هیوادونو د خپلواکۍ غږ را پورته کړ او په پایله کې یې د خپلواکۍ قیمت لرونکی جوهر تر لاسه کړ. هر څوک چې هر چېرې اوسیږي رښتیا هم له خپلواکۍ سره بې حده مینه لري،دا یوازې انسانان نه دي چې له خپلواکۍ سره مینه لري بلکې حیوانات او مرغان هم له خپلواکۍ سره مینه لري، تاسو وګورئ یو مرغه که په هر څومره رنګین قفس کې هم وساتل شي ، په وخت دانې او اوبه ورته ورسیږي بیا هم خپل سر د قفس له اوسپنې سره جنګوي تر څو د تړلي او د غلامۍ له ژونده ځان خلاص کړي، همدا ډول یو لیونۍ انسان هم په پښو او لاسونو کې د غلامۍ ځنځیر نه شي زغملی تل هڅه کوي چې ځنځیر مات او ازاد ژوند ولري. په هر صورت دا چې مونږ یو ځل بیا د هیواد د خپلواکۍ د ورځې د لمانځې په درشل کې یو ټول افغان باتور ملت ته او په ځانګړي ډول ددي ورځي د اتل غازي امان الله خان روح او هغو یتیمانو بچیانو او کونډو ته چې خپل پلارونه او خاوندان یې د هیواد د خپلواکۍ په لار کې له لاسه ورکړي د زړه له تله دا د ویاړ ډکه ورځ مبارکه او بختوره غواړم،په دې هیله اودعا د خپلې لیکنې پیڅې رانغاړم چې لویه څښتنه نور نو دا مظلوم او کړیدلی ملت له دې کړاوونو او دردونو راوباسې. امین یارب العالمین .