غزل

خلكو كه په مينه كې خوندونه واى
روغ به د مينو ګريوانونه واى
ته كه واى راغلى بي وفا ياره
ورك به مي له زړه څخه غمونه واى
نن سبا دا ښكلي كبرجن دي ډير
هسى مو وژلي خپل ځانونه واى
زه ميرويس جلال به اوس رنځور نه واى
نن دي كه راوړي ديدنونه واى