
زمونږ د ادب له اسمانه ډېر ځلاند ستوري رالوېدلي، خو د يو شمېر هغو درد او غم په زړه کې تر مودو مودو له تراژيدۍ ډک او نه هېرېدونکي انځورونه جوړوي. په ځآنګړي ډول د هغه چا چې په ټولنه کې يې تشه ډېره محسوسيږي.
د ازادۍ راډیو د خبریال ارواښاد احمد زبیر له مړينې يو کال تېر شو، خو د نږدو ملګرو په زړونو کې يې اوس هم د يادونو څلي جوړ شوي دي.
د خبریالانو د کمبختۍ ټکی دا دی، چې یا خو د وسلوالو او حکومت ښکار شي او یا هم په داسې رنځ اخته شي چې له علاج څخه يې روغتیاپال عاجز وي.
ژمن تېرکال د سرطان ناروغۍ له امله وکړېده او وروسته د همدې بدې ناروغۍ له امله يې له نړۍ سره مخه ښه وکړه او تر ننه د خلکو، په تېره بيا د خبریالانو په زړه کې يې دلۍ دلۍ يادونه پريښي.
بده لا دا چې د ازادۍ رادیو ویاند خان اقا الکوزي هم د همدې ناروغۍ ښکار شو او تېره ورځ یې له هېواد څخه بهر له دې پاتې نړۍ سترګې پټې کړې.
د ارواښاد الکوزي له جادویي غږ سره ډېر پخوا اشنا شوی وم خو له بده مرغه چې له نږدې مو سره نه دي لیدلي ما ته یې مړینه ځکه دردونکې وه، چې زمونږ د ملګري ارواښاد ژمن صیب په څېر په رنځ اخته شوی وه.
او بله داچې زمونږ خبريالۍ له سنګر څخه و، په مړینه یې خورا خواشینی یم خدای پاک دې ورته مفغرت وکړي او کورنۍ ته یې د الله پاک له دربار څخه د صبر هیله کووم.
په ریښتا هم د افغانستان په څېر ټولنه کې چې د بیان ازادۍ په کې تازه د ځوانۍ ګل ټوکولی او ولسواکۍ د بلوغ له سن څخه څو کاله اووښتې، د دې ډول خبریلانو مړینه یوه لویه ضایع او تشه ده.
په تېرو ۱۴ کلونو کې افغانستان د خبریالانو پر وړاندې ښه سیمه نه وه له حکومته نیولې تر وسلوالو یوې ډلې هم په دې قشر زړه سوی نه دی کړی، او نه یې هم د خبریالانو دوسيې خلاصې کړې.
په همدې کلونو کې په زیات شمېر خبریالان ووژل شول او ډېر نور د ارواښاد ژمن او خان اقا الکوزي په شان د باطني ناروغیو ښکار شول.
په دې ورستیو کې بل خبریال ښاغلی مجاهد کاکړ هم د دې ډول ناروغیو اخته شوی او ډېره موده یې د درملنۍ چارې په جرمني کې ترسره کړې.
ملګرو یې ویلي، چې د اوس لپاره یې صحت ښه دی خو اندېښنه په کې ده چې دغه ډول ناروغۍ د اوږد مهال لپاره نا علاج کېږي خو د لنډ مهال لپاره د تداویو په اساس ژوندی وي.
ډیری خبریالان یو مناسب اقتصاد نه لري چې له دې ډول ناروغیو سره مبارزه وکړي او له هېواد څخه بهر خپل علاج وکړي اوس په کار دی چې خبریالان په یوې لارې غور وکړي او د خپلو هغو ملګرو سره د مرستې لارې چارې ولټوي چې په نا جوړېدونکو ناروغیو اخته دي.