د تعصب ګټه چاته او زیان یې څوک جبرانوي:

 
هغه باور چې د هرقوم یا نژاد ټول غړي ځانګړي خاصیتونه، وړوالی او یا ټولنیز موقف  ځانګړی و خپل قوم او نژاد ته لري، په ځانګړي ډول د نورو قومونو او نژادونو پر وړاندې د ټیټوالي او لوړوالي شانته توپیر ورکوي او بی ځایه طرفداري، تعبیض او ضدیت د بل قوم او نژاد د خلګو پر وړاندې وکړي پدی عقیده چې د قوم او نژاد له اړخه دی تر هغو لوړوالی لري تعصب ګڼل کېږي. تعصب هغه ناوړه پدیده ده، چې ولس پر "مونژ" او "تاسی" ویشي لکه څرنګه چې یې افغانان د پښتون، تاجیک، هزاره، ازبیک، ترکمن، بلوچ، پشیي، نورستاني او نورو قومونو او همدارنګه یی پر شمال، جنوب، شرق او غرب باندی ویشلی دی.
دا ناوړه پدیده بدبختانه په افغانستان کښې اوج ته رسیدلې ده، ځکه تعصب د کلیو، ولسوالیو، ولایتونو او قومونو ترحده رسیدلی دی او اصلی لاملونه یې بهرنۍ استخبارتي کړۍ او د هغوی ځانګړي افغاني استازي دي. د تعبیض او تعصب ګټه افغاني قومونو ته نه بلکې هغه بهرنیو کړیو ته ورپه برخه سوي چې د کلونو راپدې خوا یی و خپلو شومو اهدافو ته ځانونه ورسول او زیان یې ټول افغاني قومونو جبران کړ، ځکه دا تعصب په افغانستان کښی له  خیالی او نفرتی اړخه څخه و فیزکي اړخ ته واوښت او افغانستان یې د اور په لمبو کښې وسېزه.
که پاکستان کښې بلوچ، پښتون، سیندی، پنجاپی، مسلمانان، یهودیان او عسویان، ایران کښې فارسي، بلوچ، کردی، یهود او عیسوی، امریکا او انګلیس کښی تور او سپین مسلمان، یهودی، عیسوی، بوداپرست او مختلف نژادونه او قومونه ګډې ملې منافع درلودلی سي، ګډ هدفونه، ګډ حکومت کولی سي، ګډ ژوند کولی سي او متقابل احترام یو بل ته لرلی سي، نو بیا مونژ افغانان ولې شپه او ورځ د خپل وطنوال او مسلمان ورور سره د تعصب په لټه کې یو او ولی ور سره ګډ فکر، ګډې ملې منافع، ګډ هدفونه، ګډ ژوند او متقابل احترام ظرفیت په خپلو ځانونو کښې نسو پېدا کولی او لرلی.
همدارنګه باید وویل سي چې د افغانستان تر ۹۹ سلنه زیات نفوس یې مسلمانان دي، خو بیا هم پکښې د تعصب تر چطر لاندې ژوند کوي یانې د اسلام مبین څخه سرغړونه کوي، ځکه الله ج فرمایي:يأَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوباً وَقَبَآئِلَ لِتَعَارَفُواْ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عَندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ.[الحجرات 13[.
ژباړه: أئ انسانانو! ماتاسی دیوه نر اوښځې څخه پیداکړي یاست، اوتاسومې ډلې ډلې اوقوم قوم ګرځولی یاست ددې لپاره چې تاسو یو بل سره وپیژنئ، په یقین باندې باعزته ستاسو دالله په نزد متقی اوپرهیزګارستاسودئ، په یقین الله عالم اوباخبره دی.
دا د ټولوسیاسي مشرانو، علماء کرامو، قومی مشرانو، استادانو، اجتماعي فعالینو او لوستو ځوانانو دنده ده چې د تعصب پر وړاندې ګډه او ملي مبارزه وکړي، ترڅو ددې بدرنګه او شیطاني پدیدې ټغر له ګران هېواد افغانستان څخه ټول سي، نو بیا به وکولی سو چې خوشحاله ګډ ژوند اوشریک ملی اهداف او سوکاله افغانستان ولرو.
 
و من الله توفیق
عزت الله پیژاند