
زموږ ټولنه کې اکثره خلک دا درې کلمي سره يو شان بولي، او د عقل کلمې پر ځای د فکر او د فکر د کلمې پر ځای تدبر (تدبير) کلمه کاروي، خو اصل کې هره يوه جدا مانا او بايد پخپل ځای ترې استفاده وشي.
که وګورو زموږ ژوند د دې درې کلمو پورې تړلي او بغير د دې کلمو پر مخ نشو تلای. همدارنګه قرانکريم کې خداي ج په ډير ځله فرمايلي او اشاره يې ورته کړې: عقل نه استفاده وکړئ، فکر وکړئ او غور وکړئ نو دلته غواړم په لنډ ډول هر يو د قراني آيات په ذکر کولو سره واضح کړم تر څو د استعمال په طريقه يې پوه شو.
عقل يا تعقل:
عربي کلمه ده چې د تړلو مهارولو او ستايلو په مانا استعماليږي عقل له عقال څخه اخيستل شوي عقال هغه پړي ته وايې چې د اوښ د مهارولو يا له پښو څخه تړلو دپاره استعماليږي. عقل په پښتو کې د پوهي او هوښ لپاره استعماليږي.
او په اصطلاح کې عقل يا تعقل د تفکر او تدبر ذريعې او لامل ته ويل کيږي. ځکه د عقل او تعقل په ذريعه تدبر او تفکر تر سره کيږي. خداي ج په قرانکريم کې داسي فرمايې:
وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَن تُؤْمِنَ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ وَيَجْعَلُ الرِّجْسَ عَلَى الَّذِينَ لَا يَعْقِلُون َ[سُوۡرَةُ یُونس : 100]
ترجمه: هیڅ ساكښ د الله له اذن (ارادې) څخه پرته ايمان نشي راوړلای. او هغه کسان چي د عقل څخه کار نه اخلي الله پر هغو عذاب راولي.
همدارنګه په بل ځای کې فرمايې:
أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ ۚ إِنْ هُمْ إِلَّا كَالْأَنْعٰمِ ۖ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلًا
[سُوۡرَةُ الفُرقان : 44]
ترجمه: ايا ته انګېرې چي له دوى څخه زياتره كسان اوري او پوهیږي؟ - دوى خو د څارويو په شان دي، بلکي له هغو څخه هم ها خوا لار وركي دي.
عقل چې نه لري نو په سمه او غلطه نه پوهېږي ځکه هغو ته قران کې د حیوان خطاب شوای.
فکر يا تفکر:
په لغت کې د ذهن ټول حوادث، سوچ، پام ته ويل کيږي.
او په اصطلاح کې فکر يا تفکر د دوه يا څو مختلفو مسالو تر منځ توپير پلټل او انتخاب
تر څو يو انتخاب غوره کړي.
همدارنګه په قران کريم کې د فکر کلمه ډير ځله ذکر شوي خداي ج قرانکريم کې فرمايې:
قُل لَّآ أَقُولُ لَكُمْ عِندِى خَزَآئِنُ اللَّهِ وَلَآ أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلَآ أَقُولُ لَكُمْ إِنِّى مَلَكٌ ۖ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحٰىٓ إِلَىَّ ۚ قُلْ هَلْ يَسْتَوِى الْأَعْمٰى وَالْبَصِيرُ ۚ أَفَلَا تَتَفَكَّرُونَ [سُوۡرَةُ الانعَام : 50]
ترجمه: [اې محمده (ص)!] دوى ته ووايه: "زه تاسي ته دا نه وايم چي زما سره د الله خزانې دي. نه زه د غيبو علم لرم او نه تاسي ته دا وايم چي زه پرښته يم. زه خو یوازي د هغي وحیي پيروي كوم چي ما ته را استوله کیږي."- بيا له دوى څخه پوښتنه وکړه: «ايا ړوند او لیدونکی دواړه برابرېداى شي؟ ايا تاسي فكر نه كوئ؟»
تدبر يا تدبير:
د (دبر) څخه اخيستل شوي په لغت کې غور، سنجش ته وايې.
په اصطلاح کې تدبر يا تدبير د کړني يا د مسالي عواقب سنجول او د هغه راتلونکې سنجده شوي عاقبت لپاره مناسب احتياط نيول او اقدام تر سره کول دي.
د دې کلمي په باره کې خداي ج په قرانکريم کې په مختلفو ځايو کې ذکر کړي لکه د مثال په طور يو ځاي کې دا ډول فرمايې:
أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْءَانَ أَمْ عَلٰى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَآ
[سُوۡرَةُ محَمَّد : 24]
ترجمه: ايا دوى پر قُرآن غور ندى کړی، يا که پر زړونو باندي یې قلفونه وهل شويدي؟
البته مخکې یادونه شوې وه چې تدبر يا تدبير د کړنې یا د مسالې عواقب یا راتلونکی عاقبت سنجول او د هغه راتلونکي سنجیده شوي عاقبت لپاره مناسب احتیاط نیول او اقدام ترسره کول دي وروسته له عقل او تفكر څخه.
بلاخره ويلي شو چې:
لومړی عقل اړین دی.
دوهمه رتبه د فکر او تفکر ده.
لوړه رتبه د تدبیر ده.
ځینو خلقو ته یواځې عاقل ویل کېږي.
ځینې یوه رتبه لوړ متفکرین دي.
خو ډېر کم انسانان د تدبیر او تدبر رتبې ته رسېږي.
لیکوونکې: جمال عبدالله افغاني