د ژوند اساسي مهارتونه:

 
د ژوند مهارتونه د سلوکوغښتلتیا(خوش طبعي)، د ټولنې د مثبتو شرایطو سره توافق څخه عبارت دی چې د اشخاصو د پیاوړتیا سبب کیږي.
لکه څرنګه چې د ژوند مهارتونه د هرې ټولنې د فرهنګ، ادابو او رسم و رواج پورې تړلي دي خو بیا هم د الهی ورکړې پورې اړه لري، چې الله تعالی د هر انسان په وجود کې نښغتې دي، تر څو هغه اختیار او عقل چي الله تعالی انسان ته ورکړی دی نو انسان باید دغه کمالونه په خپل ځان کې په ثبوت ورسوي او له هغې څخه په ښه توګه ګټه واخلې.
لکه څنګه چې د ژوند لړۍ (زیږدنې څخه تر مړینې) پوري، پرته له دې ډول تعامل څخه ناممکنه ده، ځنې دغه مهارتونه د نورو په مادي او معنوي ګټو پورې هم اړه لري خو په هر صورت د هغو مهارتونه   په اړه چي مخاطبان یی د کورني ژوند اصول، کورنۍ  او ټولنې مدیریت لکه: تصمیم نیونه، اړیکې، همکاري، د اولاد پالنه، فردي اوټولنیز حقوق مهیا کوي.
نن په داسې! یوه نړۍ کې ژوند کوؤ، چې د پرمختګ سرعت او علمی بدلونونه د اړیکو او تعاملاتو په وسیله په دې کچه زیات شوې دي، چې مقیاس یی نه شي کیدلای، نو پر همدې اساس لازمه ده چې ټول انسانان په ځانګري توګه ځوانان چې د ټولنې د ملا تیر حیثیت لري باید پر پوهه سبمال او د ژوند د اساسي مهارتونو لازمه پوه ولري اوپه زیاته کچه پرېواکمن اوسي. ځوانان په ټولنیز ژوند کې له اقتصادي سيالۍ، د ژوند چاپېريال، او ټولنې سره مخامخ کیږي، هغه څه چې په لومړي ځل پر دوي لازم دي چې زده یې کړي ټولنیزـ اخلاقي مهارتونه لکه: څه ډول زده کړه کول؟ د غوږ نیولو مهارت، خبرې کول، فکر کول، لوستل او لیکل، د پریکړه کولو مهارتونه او.... هغه څه چي انسان لپاره اړین دي، چې دا مهارتونه وروستېو نورو مهارتنو ته زمینه برابروي. او هر هغه فرد چي د ژوند اساسي مهارتونه ولريدغه افراد خپلو حقوقو ته لاسرسی پیدا  کوي لکه: اطلاعاتو ته لاسرسی، ټولنیز خدماتو ته، د ژوند چاپېريال، په تصمیم نیونه کې ګدون، او اغیزمن فعالیتونه د ژوند په مختلفو اړخونو کې تر سره کولای شي، همدارنګه ارامه او سوکاله ژوند کولو ته یې هیله مند کوي او بالاخره دې پایلې ته رسیږو چې  د ژوند اساسي مهارتونه د ښه او یوځای ژوند کولو لپاره فرد او ټولنې دنیوي او اخروي  سعادت او نیکمرغۍ لامل ګرځې.
سرچینه: مهارتهای اساسی زندگی اجتماعی ـ اخلاقی، خسرو امیر حسینی ـ محمد مخاطب، سال ۱۳۸۴