ولسمشره! ملت د نامعلوم برخليک څخه ژغورل غواړي.

 
د۲۰۱۴ کال چې له هېواده  دبهرنيانو  د وتلو ډنډورې ښې په درز کې روانې وی او د هېوادوالو هغه تشويشونه چې افغانستان به يوځل بيا خدای مکړه دسیمې او نړۍ د ترهګرو په ځالو بدل هېواد شي ورسره جوښت ددې هېواد دراتلوونکو ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د هېوادوالو داميد سترګې لا غړيدلې وی،هېوادوال په همدې وخت کې چې هرې خواته دمنفي ذهنيتونو دڅپو سره مخ و دخپل راتلوونکې دټاکلو دسخت ازميښت څخه تيريدل هم ور ترغاړې ول، همدارنګه په هېواد کې موجود امنيتي وضعيت ترينګلتيا هغه څه و چې خلک يې د ډانګ او پړانګ ترمنځ واقع کړي و خو ددې ټولو تشويشونو سره سره نړیوال هم دومره باوري نه و چې افغانان دې د روان وضعيت څخه دخلاصون په موخه خپل راتلوونکې په درست ډول وټاکي خو دا هرڅه  ددې نه بيليدونکې متحد ولس تاريخي حماسه وه چې نه يوازې په لومړي بلکې په دويم دور کې هم د  دخپلو کورنيو او دوستانو سره دبم او انفجار د غږونو سره  ډلې ډلې درايې اچونې مرکزونو ترمخې ودريدل او دخپل راتلوونکې پريکړه یې وکړه  او دخپلې رايې په کارولو سره يې  ټولو  ناخوالو، ستونزو او خشونت ته یې دنه ځواب ورکړ.
د ولسونو دغه تاريخې حماسې په کور دننه او بيرون ټول هغه کسان چې دې هېواد ته ښه زړه نلري حيران کړل خو د ولسونو دغې حماسې سره سره  دولسونو په رايو دقدرت ليونيانو قمار ووهلو او په لوی لاس یې په يو هېواد کې دوه تنو پاچا هانو په شتون موافقه وکړه،دهمدې ورځې ددې هېواد هغه روښانه راتلوونکې چې هېوادوالو دسختو ستونزو شتون سره ټاکلې و په قمار ووهل شو او دبدبختيوو غرونه غرونه څپو د قدرت ويش په منلو دې هېواد ته مخه کړه.
داجرايه ريس په نوم ناقانونه، واجب الاحترام او بې مسوله څوکۍ که څه هم دملي وحدت په نوم رامځته شوه خو په اصل کې همدې څوکۍ ددې ملت دخلکو پروړاندې ټولې بدبختۍ په پرلپسې ډول زيږوي او ستروي.
د ولسمشر او اجرايه ريس ترمنځ دکابينې پرسر په مياشتو مياشتو چنې وهل،داداري فساد داخيستل شوو ګامونو پروړاندې دمافياوي کړيو موضوع ګيري،دسولې او ملي پخلاينې دپروسې دثبوتاژ کولو پروړاندې په واک کې دپنځوس سهم لرونکو خلکو منظمې هڅې،په مهمو ملي مسايلو او بهرني سياست کې دحکومت دمشترک نظر نه درلودل،له هېواده دپانګه اچونکو فرار،ورځ تربلې دځوانانو بې کاري کچې لوړيدل او بالاخره د اجرایه ريس لخوا د اصلاحاتو راوستو په موخه د ولسمشر د مهمو پريکړو ويټو کول هېوادوال د خپل راتلوونکې په اړه د سختو انديښنو سره مخ کړي او هرڅوک اوس دهرڅه دمخه  دخپل ځان او کورنۍ دساتلو لپاره له هېواده پښې سپکوي او  په بهرنيوو هېوادونو کې دپنا اخيستنې هڅې کوي، هغوي چې دتګ لپاره څه لري افغانستان دخپل ځان او کورنۍ لپاره داوسيدولو او ژوند تيرولو ډاډمن تم ځای نه بولي او هغه نور چې دسختو ستونزو سره سره  دخپلې کورنۍ د ژوندۍ ساتلو لپاره دکار پيداکولو په موخه خپل اسناد په هره اداره کرځوي هم مايوسانه دکار پرته کور ته ستنيږي نو پداسې يو مجهول او ګنګس وضعيت کې چې دبيکارۍ کچه يې داوسيدونکو دنيمايي سلنې زياته شي دخپل ځان او هېواد لپاره به  دکوم ښه راتلوونکې هيلې او اميدونه ولري؟
هغه چې په دولتي ادارو کې کار کوي به اداره کې دشته ناسم سليقوي وضعيت له امله هره ورځ  لس ګونه ځوانان خپلې دندې له لاسه ورکوي او ځيني نور بيا همدغه ځوانانو حقونه  انحصاروي او په خپلو يې ويشي، په ټولنه کې  د وګړو ترمنځ همدغه ناسم وضعيت او بې عدلاتي دې ته لاره هواروي چې په حکومت دخلکو باور له منځه یوسي او خپل کړی اعتماد بيرته له حکومته واخلي.
په تيرو ټاکنو کې د حکومت دمشرانو هغه ژمنې چې دا هېواد په دسيمې او اسيايې هېوادونو په اقتصادي څلور لارې بدلوي، خلکو ته به دکار زمينه برابروي،دتيرو لاسته راوړنو ساتلو ترڅنګ به راتلوونکې بهبود لپاره هلې ځلې کوي،هېواد به دنيابتي جګړو پرځای دسيمې هېوادونو سره دسياسي اړيکو دتمرکز په مرکز بدلوي، دښآر اوسيدونکي به دشرعي ملکيت څښتنان کوي او بالاخره دخلکو د اقتصادي حالت دغښتلتيا په موخه به ميکانيزمونه رامنځته کوي داهرڅه  هاغو ژمنو ته ورته دي چې په يخ ليکل شوي او لمر ویلي کړي.
حکومت ته ښایي چې نور د ولسونو دانزوا کولو پرځای  د ولسونو دخپلولو پاليسي خپله کړي هغه ولسونه چې بې وسې او بې ټوپکه عالم سړي يې چې دټولو زور واکو او مافيايي کړيو دشتون سره په خپلو اوږو تر ارګه د ولسمشرۍ ترڅوکۍ ورسولو، همدا ولسمشر بايد د ویرې او ډار تعويذونه له ځانه لرې او دهر زور دار او زر دار په مقابل کې خپل ولس ته مراجعه وکړي او خپل ولس دنامعلوم برخليک څخه روښانه راتلوونکي ته ورسوي چې پدې کار سره به ولسمشر ددې ټولنې د ريښتيني اتل په څیره کې د راتلوونکو نسلونو په حافظه کې دتل لپاره پاتی شي او که خدای مکړه  ولس نوره هم له حکومت فاصله ونيسي او دا حالت همداسې دوام وکړي نو نه يوازې دا چې دا دهيچا او دهيڅ ملک په ګټه نه دی بلکې  بيابه یې کنټرول دهرچا له واکه وتلی وي.