ډبل عبدالله  د سولې محور او که د شر؟

د روان کال د اګست په ۴ مه عبدالله د بي بي سي راډيو د "تاسی غږ" پروګرام ته را بلل شوی و. د پوښتنو د ځوابولو په ترڅ کې په وار وار لاندې خبرې تکراره ولې.
۱: ما جهاد او مقاومت کړی د ټولنيز کار تجربه لرم او ټول عمر د خلکو تر څنګ دننه په هېواد کې پاتې شوی يم په همدې اوصافو زه تر نورو غوره نوماندی يم.
۲: د ۹۰مو کالو په کورنۍ جګړه کې زه ونډه نلرم. حکمتيار جګړه پيل کړی وه. دا دې اوس يې هم کوی. هاغه وخت خويې له مسعود سره اختلاف وه اوس ولې جنګيږي؟
۳: د سولې پروسه (د بن غونډه) زموږ د کار نتيجه ده. په کې محوري رول ما لوبولی دی.
۴: "دا نشګاه" او "شهرداري" پدې وايم چې اساسي قانون نيمګړی دی بايد تعديل شي.
۵: هاغه وخت چی په افغانستان کې جهاد وه ما وکړ لېکن اوس جهاد نشته.
ښاغلې عبدالله! اسلام او جهاد د مسلمانو هيوادوالو سپيڅلې عقيده ده. د زمانو راهيسی  تاسو غوندی ځان پالو، ځان غوښتونکو منافقانو او فتنه اچونکو فاسدو او شريرو کسانو ځانونه پرې سترو اخفا کړې . د عوامو احساسات يې پاره ولي د هغوی ملا تړ يې خپل کړی او د شومو غوښتنو او اهدافو لپاره يې جنګولي د  ۱: په وینا د تا چې په ۱۳۶۴تم کال کې پاکستان ته او له هغه ځایه بيا پنجشیر کې مسعود ته ورغلي ياست او جهاد موکړی. پداسې حال کې چې دکورنيو، ګاونډيو او نړۍ والو تاریخ لیکونکو او څېړونکو د اسنادو سربېره پخپله د همهغه وخت په کابل کې روسې دیپلومات الکساندر  لياخوفسکي کتاب (طوفان صحرا) د ټلوالې وفادار غړي اريانفر ژباړلې  په کې راغلی: "په ۱۳۶۳ کال کې مسعود له جنرال ګوروموف د شوروی د پوځ د ۴۰تمې قولاوردو له قوماندان سره اوربند وکړ." ګوروموف او مسعود  پنځه پلاه  يوځای سره مړۍ خوړلې، د شوروی پوځ د وروستي سرتیري د وتلو پوري مسعود اوربند ته ژمن پاتی شوی  د اوربند نه وروسته د مسعود په مشرۍ د پنجشېرجبهې نه چې جهاد يې وکړ، برعکس په شمالي او جنوبي سالنګ کې يې د شورويانو د پوځې او لوژستکی کاروانو امنېت يې نيوه چې دننه په هبواد کې د جهاد او مقاومت لښکرې وځپي.
آيا دا جهاد ده چې په کندوز کې مو د حزب اسلامي عمومي قوماندان سيد جمال وليد له ۴۰ تنو ملګرو سره شهيد کړ. په خنجان کې د صوفي پاینده او په کاپیساکې د استاد فريد په مرکزو یرغلونه کول او له پېښوره شمالي جبهاتو ته دتګ په وخت کې مود حزب مجاهدین لوټل .      
ته ټوله موده د خلکو تر څنګ نه بلکې د مسعود په سنګر کې پاتې شوی یی او ټول وخت مو په افغان وژنه او افغانستان ورانونه کې وڼده لرله، د ۵۰ کلن عمر په اوږدو کې مو کوم  ټولنيز کار ( ښوونه، روزنه، کارمونده، بيارغونه ) کړی. آيا د خپل د مسلک مطبق د يو عادي روغتياپال په څیر مو دنده سرته رسولې. که مو کړې وی: کله ،چېرې ، په کوم روغتون او کوم ولايت کې؟    افغانان خو  فطري له موره جنګيالي زېږېدلي دی ولس او هېواد  مو يیړنۍ او لومړنۍ اړتيا ښوونکې، انجينر،ډاکتر او ټولو مسلکي کسانوته  ته لرله او لري يې  پر ځای او مناسب وه چې د مسعود د دستيار او وياند پرځای په روغتون کې روغتيا پال واست چې د يو بې وزله معيوب، نابينا او ناروغ کس درملنه مو کړی وای.
عقل او شعور حکم کوی چې دتوپير لرونکو څيزو په پرتله  هم جنس او هم نوعه څيزونه يوبل په اسانۍ مني او ژر پخپلو کې حل او ګډيږي. داچې ځان مسلمان حنفي مذهب او مجاهد ګڼې نو د عقل او پوهې په وجه مو بايد د مزاري، اکبري او محقق پر ځای په سر کې  له حکمتيار، مجددي، ګېلاني، محمدنبي او خالص سره جوړ جاړی کړوای چې د يو مذهب لرونکی ياست. جنرال مومن، جنرال جعفر نادري او دوستم خو بلکل د تا د عقيدی برعکس متقېدین وه.  دا څنګه د خداې په وحدانیت او د قران په عظمت ریښتني ايمان لرل دي چې د کلونو له هم سنګر مسلمان ملګري نه بيل او د کلونو له ملحد غليم سره يو ځای شوی؟ اوس نو پخپله و
 وایه چې له سره مسلمان او مجاهد  نه وی او که هغوې هیڅکله ملحد او کمونستان نه وه. يا اسلام او بې دینې داوړاه درته يو دی خو چې زر، زور او ځواک په کې وی.
دجګړې د پيلېدو، اوږدېدو او پراخېدو عامل هاغه څوک ده چې پروت د جهاد په سنګرکې او سريې د ملحد او غليم له موضع راوتی وی.
۲: په ۹۰ وموکالو کې  خو د دفاع د وزارت وياند وی. هره شپه  به دې د رسنيو له لاری اعلانونه کول په خنجانو کې د جنرال صېب مومن قواوو د دښمن پنځه  کلي ونېول. قوماندان  چاري اوقوماندان زیني او .....  په کلاچه، شاشهيد او کارتنو کې د دشمن لس سنګرونه له مینځه يوړل.     آيا په یکه توت، کلای وزير او کابل بای کې د حکمتيار کسانو د عوامو کورونه تالا کول، او په دريم مکرويانو کې  خدای بښلې ناهيد د هغه د ملیشو له لاسه خپل عفت د شهادت د جام په څښلو وساته؟ دتا د بازار تېزۍ په اړه د پېښور يوه پېښه راياده شوه.     تور پاچا چرسی دی تل به يې چرس په ریښکې کې تاووکړی د کوپړۍ په سر د پکوړ لاندی ايښوول  يوه ورځ يې د سرله ګرولو وروسته پکوړ نه ده سم کړی د ريښکې څنډه ښکته ځوړنده ښکاريده له بده شامته پوليس په مخ ورغلی اود هغوی ور ته  پام شوی. پرې غږ يې کړی مړه ودرېږه تلاشی راکړه  پر دا سر دې څه شی دی؟ پوليسو چې ريښکې سپړلی چرس يې ترې اېستلي  تور پاچا په رندۍ ورته وايې  اوه ؟ دا دلته چا ايښي وه . اوس ته ورته لوبه کوی د تاسو د واکمنۍ په وخت کې د دفاع دوزارت او د دولتمشرۍ د ماڼۍ  شاووخوا کوڅې له مړو ډکۍ وی پړه په حکمتېار اچوی. حکمتيار ته، خوتا د جګړې پلمه په لا س ورکړه  له بوش سره  دې سند لاس ليک کړ چې تر هغه دې د
 غلامۍ غړوندی نه په غاړه کوم چې هغه
ته په تور لست کې ونه ليکې .   بل داچې که روسان وتلي امريکايان راغلي او که مسعود مړدی ناولې ارواح يې(هم لاري) ژوندې ده.  
   ۳:عجیب عقلاني او منطقي دليل وايې.د بن ناسته چې د ځمکني،هوايې او سمندري توغنديو او بمونو د اورولو اود زرهاوو کوچنيانو،ځوانانو،سپین ږيرو او سپین سرو دمرګ او ژوبلې محصول ده، ته يې د سولې پيلا مه ګڼی .   مجاهده ! سوله او وسله يو دبل ضد دی .وسله دښمن وژلی شی، خو دښمني نشی وژلی  بلکې دښمني لا پسې ډېره وی     بل داچې سوله د غليمانو تر مینځ کېږي نه د دوستانو تر مابین. له ګيلاني،مجدېدي او کرزي سره خو پخلا وی  او د سياف،دوستم،محقق اوخليلي په ګډون مو ټلواله لا پخوا جوړه کړی وه .    تا د سولې محور توب نه بلکې د شرارت هغه دې وه لوبه وه.له يوی خوادې په  ديکچني او رامزفير باندی طالبان د کروز او بي۵۲ نښه وګرځول له بلې خوا موپه خليلزاد باندی هغوی او حکمتيار په غونډه کې له ګډون نه منع کړل.   آيا د بن غونډه افغان ولس ته منلې وه اوکه پرې تپلې ؟ د هېواد ډ ملي ګټو په بنېاد جوړه شوه  که د ګاونډيو سيمی او نړۍ د زبر ځواکو هېوادو په ګټه ؟ د ټول ولس استازو په کې ګډون کړی وه که د څو جنګی مزدورولو؟
 ته د بهرنيو چارو وزير وی او که د عدلې  چې په اېران کې دې وويل.ګلبدین ايران نه وتلې که هېواد ته لاړشی دولت به هغه جنایت کار  ونیسي او محکمه به يې کړي؟ (بی بی سی2002 /4/24 )    د سرو لښکرو پر ضد د جهاد په نامه ټول دولتی امتيازرت د ځان حق ګڼی  تر څنګ يې بيا د همدی هېواد د بهرنيو چارو وزير نه د طالبانو د رژيم په نسکوره ولوکې د سرو لښکرو د پوځی مرستو نه مننه او کور ودانی کوی، چی خپله کړنه دې د جهاد د ادعا معکوس دی ( بی بی سی 2001/11/18 )     د سولې نوښتګره !قبول کړه که طالبانو د تاسو پرځاې د هېواد پلورنې سودا  له بوش سره کړې وه  او تاسی
 يې له واکه محروم کړی وای هاغه وخت به دې هم د بن غونډه د سولې لار بللې وه؟  افغان ولس د بن غونډّ د سولې نه بلکې د شراو عام وژنې پيل بولي .
۴: اساسي قانون د بوش د قواووپه شتون او د تاسو په واکمنۍ کې ترتیب او تصوېب شوی. څنګه نور ټول قانون منی يوازی په کې پښتو ملې مصطلحات نه منې؟     همدا اساسي قانون وسله والو مخلفینو ته  ول نیسی او وايې: لومړی اساسي قانون ومنی، وسله پرځمکه کېږدی بيا آزاد ژوند کولی شی. هغوی چې قانون کې د تعديل غوښتنه کوی. تاسی يې هاغه رده وې. چې نه، دا د ملت د استازرو لخوا تصویب شوې ټول ملت يې مني باېد طالبان يې هم ومنی. لېکن پخپله بيا دملت په استازو د بطلان کرښه کشوی يوازی د  څو پښتو  نومونو لپاره په کې تعديل راولې.  که چېري دا مصطلحات په پارسي وه او پ  تنو ورته غوښتنه کړی وه  تا به يې هغه منطقي ګڼلې وه ؟
  ۵:مسلمانه ! د تا په منطق د روسانو داشغال په وخت کې جهاد وه لېکن د امريکا په اشغال کې جهاد نشته. آيا امريکايان د روسانو په شان عسوی ملت ندی؟ آيا دوې ورته د روسانو غوندې په وسلو سمبال ندي راغلي؟ آيا د روسانو په څېرقتل عام يې نده ګډ کړی؟  د روسانو د کړنې ورته يې واحد افغان ملت سره ویشلی نده ؟ ايا د روسانو په ډول دوطن د آبادۍ او د ملت د سوکالې ژمنی نه کوې.     هو! د تا په ان به ځکه پر دوی جهاد نه کيږې نه داچې تاسی يې له آبدي سياسي وژنی نه وژغورلې
 بلکې د سياسي واک محور يې وګرځولې. !
 
                                 محمد نقيب  بلجيم  ۲۰۰۹/۸/۸