غزل

يوه بې سره او شډله لاره ښه ده
تاته خپله ماته خپله لاره ښه ده
دچا په پل باندې هر پل راته پيغور دي
خداى راكړې دا بې پله لاره ښه ده
ملنګي ده د چنار لاندې تيريږي
راته غوره همدا بله لاره ښه ده
دجانان زاړه يادونه په كې سپړم
غزلبوله دا غزله لاره ښه ده
پرديسي ده او دغار دننه ناست يم
راته سيخه تر كابله لاره ښه ده
شاعر كله چاليدلى دى په بله
دا سر زورې او بدله لاره ښه ده
چې مې هر څومره تكل د فكر وكړ
دكروړ غوندې اتله لاره ښه ده